ګرانه وطنه

د لراوبر اداره | اگست 5th, 2010


سر نه  دې تر پایه  زه  زخمي زخمي بدن ګورم
زما ګرانه وطنه ټول سوری سوری دې تن ګورم
چا  در سره کړې  ده  وفا  لږ  راته   ووایه
چاچې ته جوړکړی یې هغه خو راته وښایه ؟
هرخوا نه لیوان چې دې نیولی دی لمن ګورم
زما ګرانه وطنه ټول سوری سوری دې تن ګورم
هر سړی پخپل ګټه وران او دړې وړې کړې
ځکه خوغمونوسره ته اوس غاړه غړې کړې
دې کفن کشانونه  شکیدلی هرکفن ګورم
زما ګرانه وطنه ټول سوری سوری دې تن ګورم
هرخوانه چې مړشي خو مړ کیږي دغریب بچي
خوري خپل ککری دواړه خوا د بد نصیب بچي
دهر لیډراوخان ځوې زه محفوظ او په امن ګورم
زما ګرانه وطنه ټول سوری سوری دې تن ګورم
چغې او نارې خوهروخت وځي د بې وس سړي
تندرهم پریوزي دلته هروحت په بې کس سړي
خواراو زارهروخت زه دمظلوم خلکو زامن ګورم
زما ګرانه وطنه ټول سوری سوری دې تن ګورم
جنګ دې ورک شي جنګ کې وژل کیږي بې ګناه خلک
جنګ کې خوتاوان وي سراسر د بې نوا خلک
زه طاهري وران دجنګ له اوره هر چمن  ګورم
زما ګرانه وطنه ټول سوری سوری دې تن ګورم
                                شکرالله طاهري

«

Copyright Larawbar 2007-2024