غزل

د لراوبر اداره | اگست 5th, 2010


لاروي دسرمنزل مجبورچی تم  شي

لمر چی پریوزي دتګ لارې تورتم شي

زور ور غاښونه تیز کړي بارراوزي

د کمزورو، خونه  ډوبه په ماتم شي

فرعونان چی وریادیږي شکر کاږي

د یزید د امامت سره همدم  شي

په یوسف که جفا وکړه خپلو ورونو

زلیخا به ورحاصله دصنم شي

کاروانیان چی لا اواز دجرس اوري

بریالي ځي چی یووالئ يي قدم شي

سل دی ومره خو دسلو سر دی مه مره

که بی سره شوې ژوندون به دی په غم شي

په لښکر کی برئ نه شته  خدمتګاره

واړه مات شي چی غیرت تعلیم يي کم شي
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
ناروی

Copyright Larawbar 2007-2024