کور / کیسه / لوړې ژورې

لوړې ژورې

 د هغې په نننۍ معنى د ادبياتو ځوانه څانګه ده چې لومړنۍ بېلګې يې د نولسمې پېړۍ په لومړيو كې وپنځول شوې خو اوس د نننۍ نړۍ په ادب كې مهمه ، پراخه او ډېره لوستونكې برخه ګڼل كيږي چې د فن او محتوا له پلوه يې زيات بدلون او بشپړاوى هم كچ كړى دى .


داستان ليكنه د داستان ويلو په اپوټه اوږد تاريخ نلري . كه د داستان ويلو عمر د لومړنيو انسانانو د غارمېشتۍ دورې ته رسيږي چې ماښامونه به سره د ښكار په غوښه كېناستل يابه هم ستړي سره راټول شول دورځې پېښې به يې يوبل ته لوستې يابه هم له تېرو زمانو سره ګړېدل . خو د داستان ليكنې تاريخ بيا ايله تر څه كم څلور پېړيو پورې رسيږي .


رمان ليكنه هم د هغې په نننۍ او كلاسيكه بڼه د اوولسمې پېړۍ په لومړيو او د سروانتس په مشهور اثر دن كيشوت سره وزيږيده . خو لنډه كيسه بياله رمانه هم ځوان ژانر دى چې لومړۍ بېلګه يې د نولسمې ميلادي پيړۍ په لومړيو كې وپنځول شوې ، په عين حال كې د لنډې كيسې نښې نښانې وړاندې هم ليدل كيږي . په څوارلسمه ميلادي پيړۍ او د بوكاچيو په اثر دكامرون او همدا راز د چاسر په ليكلي اثر د كانتر بري كيسې كې خو دغه كيسو ته د هغه له ټول اهميت او اعتبار سره سره بياهم د نوو او نننيو كيسو په څير د كركټرونو د نشتوالي له كبله لنډه كيسه نشو ويلاى .


د نولسمې پېړۍ لومړۍ وې چې په امريكا كې  اډګر الن پو ( ۱۸۰۹-۱۸۵۲ ) او په روسيه كې نيكلاى واسيلي يوويچ ګوګول ( ۱۸۰۹-۱۸۵۲ ) دداسې ژانر بنسټ كېښود چې نن ورته لنډه كيسه وايو .


ګوګول د لنډې كيسې پلار هم بولي ، خو پو د دغه ادبي ژانر لومړنى بنسټ ايښودونكى دى سره لدې ددغه دواړو د ليكنو منځ پانگې هيڅ ورته والى نلري  .


پو سخته هڅه كوله چې په هره ممكنه روده په خپلو داستانونو كې اغيزمن عناصر حتى د واقعيت دلكه دار كولو په بيه ځاى كړي . هغه پدې كار تر دې بريده ټينګار كاوه چې داستانونو به يې له واقعيته زيات واټن خپلاوه . سسپنس  او له قوي او هيجان انګيزو ځنډونو غير عادي پېښې دهغه د سبك له معمولو اوزارونو ګڼل كيږي . پدې برخه كې ګوګول د هغه مقابل ټكى ګڼل كيږي د ګوګول كيسې چې د وروستيو حتى معاصرو ليكوالو سرمشق ګڼل كيږي د واقعي حيرانونې د طرز لومړى ځل وو .


ګوګول خپل كركټرونه د خلكو له بې وزلې او عادي طبقې څخه ټاكل او دا داسې كار وو چې هغه وخت يې له سره دود نه درلود . له هغه وروسته د يو مشهور ليكوال اشاره هم هغه او د هغه د شنل كيسې ته ده او همدا معنى يې نغاړلې ده دغه وينا په داستايوسكي ، ګورګي او تورګنيف درې روسي ليكوالو كې يوه ته راجع ده (( موږ ټول د ګوګول د شنل له بېخه راوتي يو )) . دغه جمله  هم د ګوګول مخكې والي او اهم له هغه څخه د واقعيت پالنې په روده كې د روس ليكوالو ته اشاره كوي .


لدوى وروسته ګي دوموپاسان (۱۸۵۰-۱۸۹۳ ) په فرانسه او آنتون چخوف (۱۸۶۰-۱۹۰۴) په روسيه كې لنډه كيسه په سمه توګه بشپړه كړه . له هغوى په وروستيو ليكوالو كې د دغه دواړو ليكوالو اغيز تر دې بريده وو چې ځينو كره كتونكو تر دې وروستيو پورې معاصر كيسه ليكوال په دوه بېلو ګروپونو ويشل ، يو ګروف د روسي چخوف په شان باور درلود او ځينې بيا د فرانسوي موپاسان په لاره روان ګڼل كيدل .


د دغه دواړو توپير په پلاټ (Plot ) كې وو ، چخوف او موپاسان دواړو واقعيت پالنې ته زيات اهميت وركاوه خو د چخوف كيسو بيا له هغه د وړاندينيو دوو ليكوالو يعني ګوګول او پو د معمولو غوټو او پېچلتياوو په څير ځانګړنې په خپلو داستانونو كې ندي نغاړلې . خو موپاسان بيا د خپلو كيسو پيچلي هيجاني او كښښي جوړښت ته زياته هڅه كوله حتى تر دې چې كله كله يې د منلو وړتيا د هغه له اغيزمنتوب څخه قرباني كړې ده .


انګرېز (برېتانوى ) ليكوال او كره كتونكى سامرست موام (۱۸۷۴-۱۹۵۵ ) د بېلګې په توګه د هغه د (غاړكۍ ) كيسې ته اشاره كوي چې د هغه په باور پدې كيسه كې موپاسان د پېښې زغم د كيسې له اغيز ځار كړى دى .


بل په زړه پورې ټكى پدې برخه كې دادى چې چخوف ويلي چې موپاسان په ليكوالۍ كې خپل سرمشق بولي . موام ددې جملې له يادولو وروسته وايي : كه خپله يې موږ ته دا جمله نه واى ويلې نو هيڅكله مې پرې باور نه كاوه .


د چخوف اغيز  له هغه په وروستيو دوه كيسه ليكوالو يعني برتانوي كاترين منسفيلډ (۱۸۸۸-۱۹۲۳ ) او امريكايي شرود اندرسن (۱۸۷۶-۱۹۴۱) له نورو زيات وو . دا دوهم خو يې له چخوف په پيروۍ د پلاټ سادګي اوج ته ورسوله . اندرسن هڅه وكړه څو لنډه كيسه د پېښې له بيان او د پېچلو او هيجاني طرحو او پېښو له اوډون خلاصه كړي ، دهغه كارونه په پلاټ كې د سادګۍ روښانه بېلګې دي .


د هغه روده بيا د هغه وطندار ارنسټ همينګوى (۱۸۹۹-۱۹۶۱) پدې سبك د زياتو آثارو په پنځولو سره كمال ته ورسوله . همينګوى په كيسه كې د پلاټ د عنصر په كمرنګ كولو سره د خبرو اترو عنصر ته اهميت وركړ .


كه څه هم د پلاټ د نه پيچلتوب له نظره د چخوف كيسو ته ورته دي خو د هغو منځپانگه چې په ابهام يې بنسټ ايښودل شوى وو د چخوف له كيسو سره يې چندان ورته والى نه درلوده . كه د چخوف مكتب همينګوى جوړ كړ د موپاسان د كيسه ليكنې رودې ا.هنري او ويليم سډني پورتر (۱۸۶۲-۱۹۳۰) وروزلې . د ا.هنري كيسې كه څه هم د لوستونكي لپاره ځانګړى پيغام نلري خو خوږې او په زړه پورې دي . حيرانوونكى پاى لري او كښښ يې هم بې سارى دى .


لدوى پرته د هنري جيمز (۱۸۶۳-۱۹۱۶) ، ډي اچ لارنس (۱۸۸۵-۱۹۳۰) ، ويليم فاكنر (۱۸۶۷-۱۹۶۲) ، جيمز جويس (۱۸۸۲-۱۹۴۱) او ويرجينياوولف (۱۸۸۲-۱۹۴۱) په څير معتبر كيسه ليكوال هم د لنډې كيسه ليكنې په پراختيا كې مهم رول لري .


دغه درې وروستيو كسانو د نوې رودې په پنځولو سره چې وروسته بيا د ذهن د سيال په بهير مشهوره شوه كيسه ليكنه نوي ډګر ته كش كړه .


د شلمې پېړۍ په پيل سره بيا په لنډه كيسه كې تنوع او اوج په تاندېدو شو . لنډه كيسه د ټولنيزو او سياسي بدلونونو او همدا راز د پنځون په وړاندې انسان او دهغه موقعيت ته د نوې فلسفي ليد توګې په پيداكيدو سره له بل هر وخت زيات باور موندلى دى .


د اوسنيو ليكوالو كيسې چې د ژبې او تكنيك په برخه كې يې زيات كار پرې كړى  د پو او ګوګول له كيسو سره ډېر توپير لري . دومره توپير لكه د نولسمې پېړۍ د منځنيو انسانانو توپير د شلمې پيړۍ د وروستۍ لسيزې له انسانانو سره .


د معاصرو كيسه ليكوالو لوړه څوكه بې شكه چې امريكايي پياوړى او نوښتګر ليكوال جروم ډيويډ سالجينر ۱۹۱۹  يادولاى شو . هغه كه څه هم خپل كار په ۱۹۵۱ كال د يو رومان په ليكلو پيل كړ خو د هغه لنډ او بې ساري داستانونه چې په معتبرو امريكايي خپرونو كې خپرېدل د ښه او پوه كيسه ليكوال ښودنه كوله چې په لنډ ليكنه كې يې د همينګوى ، مارك تواين (۱۸۳۵-۱۹۱۰) او رينګ لاردنر (۱۸۸۵-۱۹۳۳) يادونه تازه كړل .


دهغه نوښتګرې او بې سارې رودې له ژورو چاڼ شوو فلسفي افكارو سره هغه ډير ژر د كلاسيكو امريكايي كيسه ليكوالو په كتار كې راووست . د شلمې پيړۍ په وروستۍ لسيزه كې د حيرانوونكې او مخ پر وده ټكنولوجۍ له امله د معاصر انسان په ژوند كې د چټكۍ مفهوم چې انسان يې په ټولنيزو او فلسفي ستونزو كې راګير كړ چې هنر يې په عام مفهوم انعكاس دى پدې منځ او ميان كې د معنا او بڼې له پلوه زيات اغيز موندلى دى .


پداسې مهال كې چې انسانانو د فراغت فرصت سخت محدود شوى ، لنډه كيسه هم اړ ده چې په نوو رودو او سبكونو سره چې له وخت سره اړخ ولګوي جوړه شي .


د مينيماليزم غورځنګ چې هڅه كوي څو د امكان تر بريده ستاينې ، جزئيات او د صحنو تفسير د داستان له چوكاټه ليرې كړي د معاصر انسان موقعيت او شرايطو ته طبيعي ځواب دى .


د جان اپدايك (۱۹۳۲ ) ، ريمونډ كارور(۱۹۳۸-۱۹۸۸) كازوا ايشي ګورو (۱۹۵۴) ډونالډ بارتلمي (۱۹۳۳) په څير د متفكرو كيسه ليكوالو ظهور له هرڅه زيات دې ټكي ته اشاره لري چې كيسه ليكوالي په تېره بيا لنډه كيسه ليكنه هماغه راز د ننني ژوند په زړه كې جدي شتون لري .


دغه شتون كه څه هم د ماښام لخوا د ښكار د غوښو د خوړولو او د اور د لمبو ترڅنګ ندى او زياتره په څو پوړيزو ودانيو كې پيښيږي خو داسې ښكاري چې داهم له هماغه جنسه سرچينه اخيستې ده .