ناټو د ٢١ تنو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه
عطاالله محمدي
په سهيل ختيځ کي د ناټو ځواکونه وايي چي تېره ورځ يې په يو لړ عملياتو کي ٢١ تنه وسلوال طالبان وژلي . د يادو ځواکونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ياد عمليات يې تېره ورځ په پکتيکا ولايت کي د سېروزې په ولسوالۍ کي ترسره کړي . د پکتيکا ولايت د والي وياند ياد عمليات تائيدوي او وايي چي ډېرى وژل سوي طالبان د اُرګن ولسوالۍ اوسېدونکي دي . نوموړى وايي چي په دې عملياتو کي د ايساف ځواکونو تر څنګ افغان ځواکونو هم ونډه لرله .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي .