کور / سپورټي / د لوګر په ولایت کې د انټر کلب ټورنمټ له څو ورځو دوام لري

د لوګر په ولایت کې د انټر کلب ټورنمټ له څو ورځو دوام لري

د لوګر په ولایت کې د انټر کلب کرکټ په نوم جام کې ۱۰ لوبډلې په دووو ګروپونو کې لوبې کوي، دغه کپ چې د نورو ولایتونو د سیالیو په څېر سیلابونو ځنډولې نن یې بیا لوبې پېل کړې.
د انټر کلب جام په سیالیو کې د الف د ګروپ لوبې پای ته رسیدلي چې اتل او ده نو لوبډلې به یې څو ورځو کې نیمه پایلې سیالۍ تر سره کړي.
په لوګر کې د افغانستان د کرکټ بورډ استازی شاپور احمدزی وايي چې اورښتونو مو لوبې درولې وي خو نن يې بیا پیل کو، ښاغلی وايي چې د انټر کلب ټورنمټ پایلوبې به د زمري په ۱۹ نېټه تر سره کیږي.

د انټر کلب په جام کې ګډونکوونکې لوبډلې په لاندې ډول دي:
الف ګروپ لوبډلې : زاهد اباد، احمدزی سټار، اتل، البدر او ده نو.
ب ګروپ لوبډلې : الوزی، سټار۱۱، پادخواب، پل کنداري او احمدزی ۱۱.
په دې ټورنمټ کې نن د ب ګروپ دوه لوبډلې پل کنداري او سټار ۱۱ سیالۍ کوي.