کور / خبرتیا او پيغامونه / په لندن کې، د افغانستان د استقلال په ياد د جشن ځنډَوَل !

په لندن کې، د افغانستان د استقلال په ياد د جشن ځنډَوَل !

 


په لندن کې، د افغانستان د استقلال په ياد د جشن ځنډَوَل !


 


ګرانو افغانانو، درنو خويندو او وروڼو،


تر ټولو د مخه   د هيواد د ټکڼۍ شويې  ازادۍ  د سلا متۍ  د وياړلو وختونو  د خوږو يادونو د نوي کېدو مبارکي درته وايو .


 


لکه  څنګه  چې تاسی ګران هيوادوال  پوهېږئ، سږکال  د ګران افغانستان  د ازادۍ  يونوييمه ( ۹۱ مه ) کاليزه، (  د زمري د مياشتی اته ويشتمه ( ۲۸ مه ) نېټه، د هيواد د ازادۍ ورځ )،  د روژې د مبارکی مياشتی  په  اوله  نيمايي کې راځي .


 له دې امله، په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنی وپتييله چې د افغانستان د استقلال په ياد  د جشن د همېشنيومعمولو مراسمو  خوشالۍ، سندری، سازونه  او د افغان  ځوانانو مست اتڼونه  د روژې د مبارکی مياشتی په احترام د روژې ترپايه  وځنډوي .


له لويه خدايه غواړو چې وروسته داسی فرست  راته اعطاء کړي چې يوځل بيا  تاسو ټولو قدرمنو وطنوالو ته، ستاسو د درنو کورنيو او دوستانو سره يوځای، بلنه درکړو چې   د افغانانو د ازادۍ د  ياد د  جشن قضاء شوي مراسم ، ټول په ګډه،  لا درانه او ښکلی سره  ترسره کړو .


استقبال ته مو تل  له خدايه پوره توفيق غواړو!


 


په درنښت


 


سيدجان کارواني


په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو


د ټولنی مشر


 


 


                                          West Acton Community Centre


                                           Churchill Gardens,


                                            LONDON W3 0JN


د معلوماتو ټيليفونونه:  


                                           02089938168   او    02089932129