په ږوب کي ديوې پنځلس کلنې پېغلې مړئ وموندل سو!

رفيع الله مندوخېل | اگست 9th, 2010


دږوب په سباکزي ډېم سيمه تېرماښام ديوې پنځلس کلنې پېغلې مړئ په داسي حال کي وموندل سو، چي په مرمريوويشتل سوې وه اوبيائې مړئ دباران په روانواوبوکي غورځول سوئ وو. په ددووموټرونوکي سپاره کسان دپېښي له ځايه په تېښته بريالي سول .
دږوب تحصيلدارشيخ عصمت الله مندوخېل ددغه خبرله ترلاسه کولوسره سم دغه سيمې ته ورغلئ اودپېغلې مړئ ئې دږوب سول روغتون ته راوړئ .
دروغتون په عاجل کي يوې ډاکټرې فريده نواز له پوسټ مارټم وروسته ووئيل چي دغه پېغله له ډېره نږدې ويشتل سوې اوبيائې مړئ اوبوته غورځول سوئ دئ .
خودالاتراوسه نه ده معلومه، چي دانجلۍ څوک ده اودوژلوعلت ئې څه وو .

Copyright Larawbar 2007-2024