کور / راپور / غور : د عالي درالعلوم څخه ١٤ تنو فراغت ليکونه ترلاسه کړل

غور : د عالي درالعلوم څخه ١٤ تنو فراغت ليکونه ترلاسه کړل

د غور ولايت په مرکز چخچران ښار کي د عالي دارالعلوم د څوارلسم ټولګي څخه څوارلسو تنو د اسلامي علومو په څانګه کي د فراغت سندونه تر لاسه کړل . د دې مراسمو په جوړه سوې غونډه کي د ياد ولايت د رهبرۍ هيئت ، ملکي او نظامي چارواکو ، علماوو او د دې ولايت يو لړ اوسېدونکو ګډون کړى وو . نوموړو کسانو ته دا فراغت ليکونه په داسي حال کي ورکړل سول چي د دې ولايت علماوو په حکومتي کلکي نيوکي کولې چي د دې ولايت ديني علومو ته يې هيڅ پاملرنه نه ده کړې چي دا د دې ولايت د اوسېدونکو د زياتو ستونزو لامل ګرځېدل چي د دوى په وينا د دې ولايت اوسېدونکي نورو هيوادونو يا په هيواد کي دننه په نورو ولايتونو کي د ديني علومو په زده کړه پسي سفر کوي چي د په دې برخه کي د زياتو ستونزو سره مخامخ کيږي . د دې ولايت د والي وياند عبدالحي خطيبي وويل چي نوموړى دارالعلوم دولتي دارالعلوم دئ او دا يې لومړۍ دوره ده چي په پايله کي يې څوارلسو کسانو فراغت ليکونه ترلاسه کړل .