کور / تازه خبرونه / کندهار :د ٤ کسانو او يو لړ چاودېدونکو توکو د نيولو خبر ورکړل سو

کندهار :د ٤ کسانو او يو لړ چاودېدونکو توکو د نيولو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت د ملي امنيت کار کوونکو په دوو بېلابيلو پيښو کي د څلورو وسلوالو کسانو ، يوه کچه چاودېدونکو توکو او يو لړ وسلو د نيولو خبر ورکړ . ياد سوي توکي نن ورځ تر غرمې وروسته خبريالانو ته د ملي امنيت په رياست کي خبريالانو ته وښودل سول . په نيول سوو وسلو او چاودېدونکو توکو کي دوه ميله کلاشنکوفونه ، درې تومانچې ، دوې د راکټ مرمۍ پنځه کړۍ ماينونه او شپږ کېلو نور چاودېدونکي توکي شامل دي . او د څلورو کسانو څخه يې دوه تنه په لويه وياله کي د چاودېدونکو توکو سره او دوه نور يې د وسلو سره د چريکي بريدو پر مهال نيول سوي .