کور / تازه خبرونه / کندهار : ولايتي پرمختيايي غونډه جوړه سوه

کندهار : ولايتي پرمختيايي غونډه جوړه سوه

د کندهار ولايت ولايتي پرمختيايي غونډه جوړه سوه ، نوموړې غونډه نن تر غرمې مخکي د کندهار ولايت د والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوه . په ياده غونډه کي حکومتي رئېسانو او ځني نورو بهرنيو مرسته کوونکو برخه اخستې ول . په ياده غونډه کي پر يو شمېر لاسته راوړنو خبري وسوې او د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي د آى . آر . ډي مؤسيسې څخه وغوښته چي په ښار کي دي خپل سري کارونه نه کوي .
په ياده غونډه کي همدا شان د ستونزو پر هواري ، او يو لړ نورو خبرو بحث وسو ، همدا ډول په غونډه کي د ادارو څخه وغوښتل سوه چي د واري داتي توکو پر ځاى دخپل هيواد توليدي توکو ته مخه وکړي .