کور / شعر / موږ څه يو ؟

موږ څه يو ؟


زما خیال وو
چې رامه یو
مونږ د بزو ګډو
داُسپواو د خرونو
د غویانو د اوښانو
یو څو سپي هم راسره دي
چې ساتي مو له زمریانو
له شرمخو له لیوانو
خو پرون مې
څه بل څه اولیدل هلته
په یوه ښکلې شان درَه کې
د یوښکلي سیند په غاړه
د شنوشنو واښو
یوه ښکلي میدانه کې
په سوونو بزې او ګډې
غوا غوایان میښې سنډان
اوښې اوښان اسپې خچرې
غټ غټ خرونه
ورسره په څنګ
خواږه خواږه واړه واړه
بچې د مور په خوا کې
ښه په نطم په ترتیب
نه دښمن نه څوک رقیب
په ارام او په سکون
بزې او ګډې د اوښانو سره خوا کې
خرې او اسپې د غوایانو سره خوا کې
سرونه ښکته ګرځیدلې څریدلې
همه داسې
ټول څیلي اوګډوري هم
غلې غلې ښکلې ښکلې
 څریدل او لوبیدل
نه یې یو بل ته کتل
نه په یو بل ورختل
نه یې یو بل رانیول
چه بس دی مه خوره
له ته ډیر خورې
او نه خرونو نه اوښانو
او نه اسپو نه غوایانو
داسې ویل چې مونږه غټ یو
اود بزې ګډې وړې دي
دوئ دی نه خوري
نه یې لتّې ورکولې
چې ته اخوا شه نور مه خوره
نه یو خر کتل بل خر ته
چه څه غټه خوله خو
نه کوي له ما نه
نه یې جنګ وو په رنګونو
نه په نسل نه په اصل
نه له یو بل سوزیدل
نه سیالي وه نه تربور وو
ښکاریده هر یو مشکور وو
په خپل ځان کې
نه دروغ وو نه غیبت وو
نه فریب نه سیاست وو
د خدائۍ لوئې قدرت وو
یو ښائسته شان مملکت وو
ځه خیران وم په خپل خیال
چې لویه ربّه!
موږ رامه نه یو د بزو ګډو نوڅه یو؟؟؟