کور / شعر / ګـــیلـــــــــــــه

ګـــیلـــــــــــــه

ګـــیلـــــــــــــه
تیاره چه ورکه شی رڼا راشی
سوچونه خیال ته بیا زما راشی
کله په یار کله په ځان کی ورک شم
لاره کی ناست ومه چه بیا راشی
زړه راته وای چه ورزده کړه مینه
چه ورنږدی شمه حیا راشی
یار ددیدن وعده صبا کړیده
په ویښه ناست یم چه صبا راشی
زړه می ګیله وګړه له سترګو ځینی
چه دیدن ته کړی زور په ما راشی
چه کله واورم د (فیضی) شعرونه
سر په ګونډو کړمه ژړا راشی