کور / اسلامي / روژه

روژه

 


د كال ټولې مياشتې  بختورې  ، د  فيض  او د بركت  مياشتې دي  خو د روژې مياشت  د ټولو مياشتو په پرتله  ډيره بختوره ، له فيض او بركت څخه ډكه مياشت ده . په دې مباركه مياشت كښې  د ملسمان بنده حسنات زياتيږي ، او سيئات يې كميږي ، په دې مباركه مياشت كښې د جنت دروازې پرانستل كيږي او د دوزخ دروازې تړل كيږي  . دا مياشت د جنت مياشت ده ، دا مياشت د عبادت او اطاعت مياشت ده ، دا مياشت د ښو اعمالو د سرته رسولو مياشت ده ، دا مياشت د بخښنې مياشت ده ، دا مياشت د خير او بركت مياشت ده.
د روژې مياشت هغه مياشت ده چې پاك قران پكښې نازل شوى دى ، د ليلة القدر شپه د روژې په مياشت كښې ده او دا شپه له زرو مياشتو څخه بهتره ده . زر مياشتې له 83 كالو سره برابرې دي .
روژه  د اسلام د مبين دين څلورم ركن دى .   دا سپيڅلى ركن د مسلمان بنده لخوا په همدې مباركه مياشت كښې ادا كيږي .
 روژه په دوهمه هجري قمري پيړئ كښی په مسلمانانو فرض شوې ده  . 
څرنګه چې روژه د اسلام د پنځو مهمو ركنونو څخه يو اساسي او مهم ركن دى نو ځكه هر مسلمان ته ښائي چې د روژې په احكامو پوه شي .
د روژې تعريف :
روژه په لغت كښې  امساك ته وايي .  امساك عربي كلمه ده  چې معنى يې درول يا نيول دي . ددې كلمې فعل  ( يمسك ) دى . يمسك نيولو ته وايي .    افطار  د امساك متضاده كلمه ده.  د افطار د كلمې  فعل يفطر دى . افطار د روژې د ماتولو  او امسا ك د روژې د نيولو معنى وركوي.   
په عربي ژبه كښې   د روژې مياشتې ته  ( رمضان ) وايي .   رمضان  د ګناهونو د پاكولو او د ګناهونو د  سوزولو او وژلو  معنى وركوي  نو په همدې وجه  په دغه نوم ياديږي .  په فارسي كښې هم همدا كلمه استعماليږي . خلك وايي ” ماه رمضان  نزديك است ”  يعنې د روژې مياشت نژدې ده.   روژې   ته په عربي كښې  صوم يا صيام وايي . يصوم يې فعل دى .   ( هو يصوم ) هغه روژه نيسي ( مذكر ) . ( هى تصوم  ) هغه روژه نيسي. ( مؤنث )
  په  شريعت كښې  روژه هغه عبادت ته وايي چې يو مسلمان بنده  له فجر يعنې  سحر څخه  تر ماښام پورې   د روژې له نيت سره  له  خوړلو  څښلو  او نور و هغو شيانو څخه چې روژه پرې ماتيږي ځاى لرې ساتي .  
2- د روژې حكم :
روژه په هر مسلمان بنده فرض ده ، كه څوك  پرته له كوم عذر څخه روژه خوري نو هغه  كبيره ګناه ګڼل كيږي.
3-  روژه    ډير ښه عبادت دى :
رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمائي :
” څوك چې د ايمان او ثواب له نيت سره روژه ونيسي نو د هغه سړي  ټولې  پخوانئ ګناهګانې  بخښل كيږي . ( مسند أحمد )
رسول الله صلى الله عليه و سلم هماشان فرمائي :
خداى پاك فرمائيلي دي   د سړي هر عمل د ځان د پاره دى ، پر ته له روژې څخه ، ځكه چې روژه زما د پاره ده او زه  د روژې بدله وركوم .” ( مسلم) 
څوك چې روژه نيسي نو خداى پاك ورته ډير اجر او ثواب ورپه برخه كوي ، د روژه نيونكي دعا د خداى په دربار كښې قبليږي ،  د قيامت په ورځ روژه نيونكي ته د خداى پاك لخوا شفاعت كيږي ، د روژه نيونكي د خولې بوي د خداى پاك په وړاندې د مشكو له بوي څخه هم  ښه  او بهتر دى ، ، په جنت كښې يوه دروازه ده چې هغې ته ريان وايي ،  پرته له روژه نيونكو څخه بل څوك  له دغې دروازې څخه  جنت ته ورننوتى نه شي .
د روژې  ډولونه   يا اقسام :
روژه دوه ډوله ده  .فرض او  نفل
فرض روژه  درې  ډوله ده
1-  د روژې د مياشتې روژه
2- د كفارو روژه
3- د نذر روژه
د روژې د مياشتې روژه :
د رمضان  روژه  ، د قران او حديث  او د امت د اجماع په ذريعه فرض ده .
د قرآن دليل
يا ايهالذين آمنوا كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون .( البقره)
اى ايمان لرونكو ! په تاسې باندې روژه فرض شوې ده هغه شان چې له تاسې څخه د مخه خلكو باندې فرض شوې وه ،  ترڅو چې تاسې له خداى څخه يره وكړئ.
د حديث شريف دليل :
د رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي :
1- شهادت وركول چې د الله پاك څخه بغير بل كوم معبود نشته  او محمد صلى الله عليه وسلم د خداى رسول دى  .
2- د لمونځ ادا كول . 3- زكات وركول 4- د روژې نيول 5- د بيت الله حج كول.
د امت اجماع :
اسلامي امت په دى خبره اتفاق كړى دى چې د روژې د مياشتې روژه فرض ده او دا د اسلام يو ركن دى او له روژې څخه انكار  كونكى كافر او له اسلام څخه بهر دى.
 د هلال رؤيت :
د روژې د مياشتې روژه  د هلال  يعنې  نوې مياشتې  په ليدو نيول كيږي  : خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي :
( فمن شهد منكم الشهر فليصمه )  له تاسې  څخه چې هر چا دا مياشت ومندله  يعنې وليده  نو ضرور دى روژه ونيسي .
روژه  د عادل شهادت وركونكي  په شهادت هم واجب ګرځي .
د روژې  اركان :
روژه دوه ركنونه لري :
1-  له فجر څخه د لمر تر غروب پورې   د د روژې د ماتوونكو شيانو څخه  ډډه كول :
2- نيت  . رسول الله صلى الله عيله وسلم فرمايي :  د ټولو چارو او اعمالو دار او مدار په نيت پورې تړلى دى او هر سړي ته هغه شى په لاس ورځي چې  د هغه شي د پاره يې په پاك زړه نيت كړى وي . ( بخاري او مسلم)
نيت بايد چې له فجر څخه د مخه وشي . نيت په زړه كښې  او له زړه څخه  كيږي  ، د نيت كول په ژبه ضرور نه دى. ( بسم الله الرحمن الرحيم . نيت كوم چې روژه ونيسم له فجر څخه تر  ماښام پورې )
هغه څوك چې عاقل او بالغ دى ، روغ او مقيم دى نو په هغه باندې روژه فرض ده.
د ښځې د پاره له دغو شرطونو نه علاوه د حيض او نفاس څخه پاكوالى هم ضرور دى.
د روژې په بدل كښې فديه :
د زوړو سړو يعنې سپين ږيرو  او زړو ښځو چې روژه نيول ورته ګران وي  او هغو مريضانو د پاره چې نا علاجه وي روژه نيول  ضرور نه ده . دوي بايد د هرې روژې په بدل كښې  فديه وركړي .  د يوې  روژې فديه  يو مسكين  ته خوراك وركول دي.
د روژې قضاء :
مسافر ، بيمار او هغه مور چې ماشوم ته خپل شوده وركوي ، حايضه او نفاس لرونكې  ښځه  دې روژه نه نيسي او بيا دې په مناسب وخت كښې قضايي روژې ونيسي .( بخاري او مسلم )


 په كومو ورځو كښې چې روژه نيول منع دي :
1-  د دوو اخترونو ( كوچني او لوى اختر ) په  لومړيو  ورځو روژه نيول  منع ده . ( ترمذي ، ابو داوود)
2- د تشريق ورځې :  يعنې د ذى الجې  په  يولسمه ، دولسمه او ديارلسمه د روژې نيول  كه فرضي وي او كه نفلي وي حرام دي  ځكه چې دا ورځې د خوړلو ، څښلو او د الهي ذكر ورځې دي . ( مسند أحمد )
3- د شك  ورځ : د شك په ورځ د روژې نيول حرام  ګڼل كيږي.  ( ترمذي)
4-  ښځې ته ښايي چې د خاوند له اجازې پرته نفلي روژه ونه نيسي . ( بخاري )
نفلي روژې :


نفلي روژې د شوال  د مياشتې شپږ ورځې دي.  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي :
” چا چې د روژې د مياشتې پوره روژې  ونيولى او بيا يې  د شوال شپږ ورځې روژې ونيولى ، ګويا ټول كال يې روژې ونيولې . ( بخاري )
2- د عاشورى روژه :  د محر م په لسمه ، او يوه ورځ د مخه يا وروسته  يو ځاى د روژو نيول .
3- په شعبان كښې روژه نيول :   له حضرت عائيشه رضى الله عنها څخه روايت دى  چې ” ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ليدلى دى چې  د روژې د مياشتې نه علاوه يې زياتره د شعبان په مياشت كښې روژې نيولى .” ( بخاري )
4-  د سپينو ورځو روژې :  حضرت ابو ذر غفاري فرمايي چې  رسول الله صلى الله عليه وسلم  مونږ ته حكم كړى  چې د هرې مياشتې درې ورځې  د سپوږمې  په ورځو يعنې  13 ، 14 او 15 روژه ونيسئ او فرمايلي يې دي چې داد ټول   عمر  د روژو د نيولو برابر ګڼل كيږي.  ( نسائي )


د روژې آداب :
د سحري  ( پشلمي)  كول : :  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې :
سحري وخورئ ، په سحري كښې بركت دى . ( بخاري او مسلم)
په سحري كښې ځنډ يعنې تاخير سنت  دى . ( ابو داوود)
2- په افطار يعنې روژه ماتي كښې تلوار :  رسول الله صلى الله وسلم  فرمايلي دي :
” كله  چې خلك  په افطار يعنې روژه ماتولو كښې تلوار وكړي  له دى سره په خير او بركت كښې پاتې كيږي . ( ترمذي )
3- د افطار په وخت كښې دعا كول :   رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي :
” د افطار په وخت  هيڅ دعا  نه رد كيږي .( بخاري)
4-  د روژې د مخالفو شيانو څخه ډډه يعنې پرهيز كول :
نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي :
روژه صرف دا نه ده چې د خوراكي او د څښاك له شيانو څخه  ځان وساتل شي بلكې  روژه هغه ده چې  له فحش ويلو او بدو خبرو څخه هم  ځان وساتل شي ، كه څوك تاسې ته بده خبره يا كنځل وكړي نو تاسې ورته ووايئ چې زه روژه يم. ( بخاري )
حضرت محمد صلى الله عليه وسلم همدا شان فرمايلي دي چې :
”  كوم شخص چې  له خرابو خبرو او خرابو كارونو  څخه لاس  نه انخلي  نو بيا دې ته حاجت نشته  چې له خوړلو او څښلو څخه لاس واخلي او روژه ونيسي. ( بخاري )
5- د مسواك كول : نبي كريم صلى الله عليه وسلم  د روژې له نيولو سره مسواك هم كولو . ( ترمذي)
6- سخاوت او د پاك قرآن تلاوت :
رسول الله صلى الله عليه وسلم په روژه كښې ډير سخاوت  او د قران  تلاوت  يى   كولو   او همداشان يې د قرآن پاك قرائت  ته غوږ نيولو. ( بخاري )
   7 – د روژې په وروستيو لسو  ورځو كښې   عبادت   ته زور وركول :  رسول الله صلى الله عليه وسلم د روژې په لسو وروستيو ورځو كښې  په عبادت كښې ډيره خواري كوله او د كور خلك به يې د عبادت د پاره له خوبه پاڅول .( بخاري )
په هغو شيانو چې روژه  ماتيږي :
1-  په  عمدي  ډول څه خوړل يا څه څښل .
2- د روژې په حالت كښې  ازدواجي تعلقات قائمول .
3-   په عمدي ډول قى كول.
4- نسوار كول يا سكرټ څكول .
5- د حيض او نفاس شروع كيدل
6- د روژې د نيت ختمول .
په كومو شيانو  چې روژه نه ماتيږي :
1-  په ناپوهئ څه خوړل يا څښل .
2-  احتلام كول
3-  خپله پخپله قى راتلل
4-  د مسواك استعمالول
5- د ګرمئ د شدت په وجه په سر او مخ اوبه اچول  ، د جامو لمدول ، په سر باندې لمده ټوټه اچول.
6-  په سيند كښې لامبو وهل په دې شرط چې اوبه له ستونې ( حلق )  نه تيرې نه شي .
 7- په سر باندې د تيلو لكول يا خوشبو لكول .
8-  د غاښ ايستل او يا د ضرورت په وخت كښې  بيمار ته وينه وركول .
د مړي له طرف څخه د روژې   قضاء :
كوم  شخص چې  مړ شي او په هغه باندې  قضائي روژې واجب وي ليكن د استطاعت با وجود د كومې مجبورئ له مخې يې روژې نه وي نيولي  نو ددغه شخص له طرف څخه  دده كوم نژدې خپلوان كولاى  شي   روژې ونيسي .  حضرت عائشه رضى الله عنها څخه روايت دى  چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې :
من مات و عليه صيام صام عنه وليه ( رواه الشيخان )
كه څوك مړ شي او په هغه باندې روژې باقي وي نو د هغه ولي د هغه له خوا روژه نيولى شي.
يو سړى حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته راغى او ويې ويل . يا رسول الله زما مور مړه شوه او په هغې  باندې روژې باقي وې ،   زه د هغې له طرف څخه روژې  ونيسم  ؟  آنحضرت ځواب وركړ . كه چيرې ستا په مور او پلار قرض پاتې وې نو  آيا تا به  دا قرض نه وې ادا كړى ؟  هغه سړي وويل چې : ” ضرور .”
آنحضرت وويل چې ” د خداى پاك د قرض ادا كول خو ډير ضرور دي .”


د قدر شپه :
د روژ ې د مياشتې د ورستيو لسو شپو  طاقې شپې   د ټول كال له ټولو شپو څخه بهتره شپې دي.  دا پنځه مباركې  شپې بايد  په  عبادت ، توبه او استغفار   كښې تيرې شي .
محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې : ”  كه څوك د قدر په شپه  د ايمان او ثواب  په نيت  سره قيام وكړي نو د هغه پخوانئ ټولې ګناوې بخښل كيږي.  ( بخاري او مسلم)
د قدر په شپه دا دعا  ضرور ده :
اللهم انك عفو تحب العفو فاعف عني .( ترمذي)
اى الله ! ته معاف كوونكى يې معافي دې  خوښه ده ، ما معاف كړه .
  دعا كوو چې  خداى پاك دې  په خپل فضل  ا و كرم  سره  زمونږ د ټولو روژې ، عبادتونه  او  طاعتونه    قبول كړي .
په درناوي