کور / شعر / د هوا مرغان

د هوا مرغان

د هوا مرغان


داد هوا مرغان له مونږ نه ښه دي
دوى ځمکني بريدونه نه پېژني
هرې خوا الوزي او هر چېرې ځي
ژمى په يو ځاى کې اوسيږي
 اوړى بل ځاى کې وي
منى په يوځاى ځاله جوړه
سپرلى بل ځاى کې وي
    ×××           ×××
داد هوا مرغان له مونږ نه ښه دي
دوۍ ځمکني بريدونه نه پېژني
هرې خوا الوزي او هرچېرې ځي
خو دا زمونږه انسانانو ترمنځ
دي بلا کرښې تېرې
پر دغه ځمکه او اسمان باندې هم
له چا ورتاوه دغربت کرښه ده
له چانه تاو دروايت کرښه ده
له چا دي تاو دهېوادونو کرښې
له چا دي تاو دنژادونو کرښې
له چادي تاو د مذهبونو کرښې
×××             ×××
داد هوا مرغان له مونږ نه ښه دي
دوۍ ځمکني بريدونه نه پېژني
هرې خوا الوزي او هرچېرې ځي
خو دا زمونږه انسانانو ترمنځ
 دي بلا کرښې تېرې
له چانه تاوه د فکرونو کرښه
له چانه تاو دارمانونو کرښه
ځيني دژوند له هره بنده ازاد
هغه دخپل فکر زندان کې بنديان
دهوسونو په وزرو الوزي
ځينې دخپل زړه په زندان کې بنديان
 داد هوا مرغان له مونږ نه ښه دي
دوۍ ځمکني بريدونه نه پېژني
هرې خوا الوزي او هرچېرې ځي