کور / نثر / ولي يې لنډۍاوټپې بولو

ولي يې لنډۍاوټپې بولو


دپښتوولسي ادب لرغونۍاولومړى  ژانرلنډۍ. دي دنېټې له اړخه يې  هم خورازيات وخت  ترشاپرې يښى دى دځينولنډيوله مخي څرګنديږي چي ان ترپنځه زره کلونولاله وړاندي چي دپښتون ټبرسټه ټوکېدلې ويلې شوې دي
دساري په ډول :
پخوابه کله کله راغلې
اوس دي ديدن دکېميابوټى شومينه
دکېميابوټى دومره اوږد تاريخ  لري چي ان دځينوشفوي او
پخوانونقلونوله درکه چي دانسان دپيدايښت سره سم په ځينوغرونوکي موندل شوى دى.
اوياپه دې بله لنډۍ کي ويل شوي دي:
دزړه درمان مي رانه ورک دى
دکوهي کاف شاپېرورايې وړئ حالونه.
هغه مهال چي انسانان دشمېره له مخي کم وپيريان به له انسانانوسره په ځينوسيموکي مخامخ کېدل اوحتي داسي هم کله کله پيښ شوي دي چي پيريانوبه دانسانانونه پيغلي اويا ځوانان په خيله ولکه کي کړچي دپيغلوهغوته يې ديويان اونارينه و هغوى ته يې شاپېرۍ ويلې موخه مي داده چي د پيريانواونسانوترمينځ رابطه وه اوس هم ځيني کسان پيريان په خپله ولکه کي لري چي نورووګړيوته دغلواوياورکوشويوتوکيوپه موندلوکي ترې ګټه اخلي.داشودلنډيودنېټې ثبوت او داچي په ولس کي يې دادب ترټولوډولونوزيات ويونکي اوخوښونکي موندلي دي  لامل يې زاماپه انددادى چي خورازيات سوزاوزوق پکي نغښتى دى. اودالنډۍ ولي ورته وايې هغه له دې کبله چي يومعين اوټاکلى  حدلري چي نه زيات والي اونه کموالى پکي راځي .دبيلګي په توګه  دشعر په هرډول کي دسېلاب له اړخه کموالى اوزيا توالى راځي خودلنډۍ  نه په لومړۍ اونه په وروستۍکړۍ کي زياتوالى اوکموالى راتلاى شي يودليل يې دادى. اوبل لنډۍ په اخيرکي غوڅه پرې کيږي اوازاوږدېدوته نه پرېږدي بل دلنډۍ دبللولامل يې دادى. دريم ثبوت يې دادى چي لومړۍ کړۍ يې تردوهمې لنډه ده .اوټپه يې له دې کبله بولي چي پرمينوزړونوټپ ترغزل اونظم ژرجوړوي.اودويناپه وخت کي اواوازورباندي ټپ دريږي ځکه ورته ټپه هم ويله کيږي.مثلاَ:
ځان  له ظالم خزانه ساته
بيابه دي چيري پاڼې پاڼې ټولومه