ږوب: د يوې ځواني نجلې جسد موندل سوی دی

دږوب په سباکزي ډېم سيمه تېرماښام ديوې پنځلس کلنې پېغلې مړئ په داسي حال کي وموندل سو، چي په مرمريوويشتل سوې وه اوبيائې دمړئ دباران په روانوکي غورځول سوئ وو. په ددووموټرونوکي سپاره کسان دپېښي له ځايه په تېښته بريالي سول .
دږوب تحصيلدارشيخ عصمت الله مندوخېل ددغه خبرله ترلاسه کولوسره سم دغه سيمې ته ورغلئ اودپېغلې مړئ ئې دږوب سول روغتون ته راوړئ .
دروغتون په عاجل کي يوې ډاکټرې فريده نواز له پوسټ مارټم وروسته ووئيل چي دغه پېغله له ډېره نږدې ويشتل سوې اوبيائې مړئ اوبوته غورځول سوئ دئ .
خودالاتراوسه نه ده معلومه، چي دانجلۍ څوک ده اودوژلوعلت ئې څه وو .