کور / کیسه / د نكريزو شپه

د نكريزو شپه

د نكريزو شپه


             داڅه موده كېده چې زمونږ كلي ځانته يوه نوې فضا غوره كړې وه دمرغانو چنهار، دپسرلي دبېلا بېلو ګلونو خوشبويۍ دسهار له خوږو وږموسره دروح دتسكين لامل كېدي او… دا هرڅه په تېرو ختو كې هم په دې كلي كې ول، خوڅه چې، همدااوس، اوس پكې دكلي رنګ بدل كړى ؤ، هغه دملا د لور دښايست ګنګوسې وې چې دهر ځوان له خولې ددې نوم تر غوږو كېده اوپه بېلابېلوالفاظوهغه ستايل كېده آن تر دې چې دځينو ځوانانو ذهنونه يې دشاعرۍ په څپو زينتي كړي ول.
         جماله! ريښتيا جماله وه! نوې يې دپېغلتوب په آسمان كې پروازكاوه، ډېره ښكلې وه خودا خپله له هرڅه نه بې خبره وه، كله به چې دښونځى په لور وخوځېده دكلي هر ځوان به په خپل نوبت سره ددې پر ښايست خپله تنده ماتوله.
         په دې شپو ورځوكې جماله دكلي له هلكانونه ډېره په تنګ راغلې وه، دخپل كلي نه يې بدراتلل، له يوې خوا ښونځى ډېره ورته په زړه پورې وه اوله بلې خوادهلكانونه تر پوزې راغلې وه، هېڅ نه پوهېده چې څه وكړي، دتېر په شان نن بيادجمالې مخې ته ګڼ شمېر هلكان درېدلي ؤو، هغوى به هرڅه ورته ويل آن تر دې چې تر ښونځى پورې به ورسره تلل اوراتلل خودې به هماغسې وچوېلى توند نيولئ ؤ اوخپله لاره به يې وهله، خو نور نو ددې حوصله تنګه شوې وه،  له ډېرې غوسې نه به يې كله ناكله سر چورليده اوپه سترګو به يې تته تياره شوه، خپل ځان ورته بد ښكارېده، كله به چې په لاره ښونځى ته تله نوله ځانه سره به يې ويل ((نوره مكتب ته نه ځم )) اوكله به چې په كور كې وه نو بيا به خپل غيرت په پښو ودروله اودښونځى هوډ به يې وكړ خو داځل دا هرڅه ترې تللي ول اوپه ژړا، ژړا يې كورته ځان راورساوه! دكتابونو كڅوړه يې به كوټه كې هاخوا ګذار كړه اوپه ژړغوني غږ  يې وويل :
          – مورې!..  مو.. مورې.. زه نوره.. مكتب ته .. نه ځم …!
مخكې له دې چې موريې څه ووايي دملا تندى تريو شو، ګڼې وروځې يې پر سترګو را ولوېدې، دعادت له مخې يې اوږې پورته واچولې او بيايې وويل:
         – ولې مكتب ته نه ځې.. څه .. څه خبره ده، داژاړې ولې!
جماله د حياله مخې چوپه پاتې شوه، څه يې ونه ويل او اوس يې ژړا په سلګيوبدله شوې وه ناڅاپه ملا پرې ور پرنج وهل:
          – ولې ګونګۍ شوې-  صفا،  صفاخبره راته  وكړه .. څه دي؟!
جماله ورېدلې وه، زړه يې په شدت ټوپونه وهل، ستونى يې بند شوى ؤ،  ددې توان يې نه درلود چې څه ووايي خوبيا يې هم زړه را كلك كړ. او ورو يې ترهېدلې شونډې وخوځولې:
        – دكلي!.. دكلي هلكان مې ځوروي!.. زه چې هرې خواته ځم.. هغو.. هغوى لكه سپيان، زماپه شا پسې وي!!!
دملارنګ بدل شو، لږ مكس يې وكړ اوبياپه شونډوكې وبوغنېډ :
        – وۀ ښځې!  لكڼه مې راكړه .. زه به ورسره وپوهېږم ددې…
په داسې حال كې چې دملا دښځې سترګې رډې، رډې راوتلې وې، ملايې ترلاس ونيو او ورته ويې ويل :
       – وه سړيه! ته اوس چېرې ځې!؟ په چاپسې به ګرځې؟ داخو يو يا دوه هلكان ندي آخر دټول كلي سرخوړلي دي.
       – خى چې داسې ده، نو- سر دننه دې نوره مكتب، مكتب ته نه ځي!
       – مكتب خواوس نشي پريښوى!، بس څلور كاله يې نور پاتي دي او-جماله خولايقه هم ده په ټولګي كې تر ټولو لوړه نومره لري .
        – بس ښځې! زه په خپل كار ښه پوهېږم، چې څه وكړم.. زه دا هر څه نشمه زغملى، خپل عزت له خاورو سره نشم خواورې كولى، بس چې اوس يې…
جماله دښونځي څخه پاتې شوه، هرڅه يې په پټه خوله زغمل، خو د درس اوتعليم سره يې دومره مينه او لېوالتيا وه چې په كور كې يې په يوازېتوب بېلابېل كتابونه ولوستل، له خپلو حقونو، دښځوله حقونو اودنورو له حقونو څخه يې داسلام په رڼاكې ځان خبر كړ، په جماله شپې اوورځې كله خوشاله، كله خفه تيرېدي خو څه چې دې، هغه ته ډېراهميت وركاوه هغه صبرؤ په هر كاركې به دې صبر ته غېږه پرانيسته اوبس .
وروسته له دوه كلونو څخه دجمالې ښايست يو پر دوه شوبس په كلي كې يې دسپوږمۍ اهميت درلود، ددې  ريباران دومره زيات شوي ول چې يو به سهار راتله، بل به مېګاه، ملاهم دې ته لېواله ؤ چې جماله دچا په نوم كړي ځكه چې اوس هغه خپل قانوني سن ته رسېدلې وه اوبيادپېغلې اوداسې ښايسته نجلۍ ساتل …
له دغه ټولو ريبارانو څخه، يوازې دكلي ملك اودكوز كلي خان ته يې ځواب نه ؤ وركړى خوهېڅ نه پوهېد چې دكوم يوه زوى ته خپله يوازنۍ لور وركړي له بلې خوادكلي ملك اودكوز كلي خان هريوه غوښتل چې دملا لور خپله كړي آن تردې پورې چې ددوى تر منځ ګواتښونو ته خبره ورسېده.  ملا هم دوه زړه شوى ؤ، هېڅ نه پوهېد چې څه وكړي–  ناڅاپه يې په ذهن كې څه راتاو شول!!
په سبايې دواړو لورو ته بلنه وركړه. ملا دې پرېكړې ته رسېدلى ؤ چې دوى دواړه لوريه بايد په ولور سره جوړشي!
          ملا دداسې مهمانۍ لپاره خاص چاى تيار كړى ؤ اوپرته لدې چې په دې لويه معامله كې خپل، خپلوان كينوي په يوازيتوب، دملك اوخان سره دمعاملې پر  ټغر كښېناست! ملك خپلې غوړې خبرې پيل كړي!:
         – يره!  ملاصاحب ته خو زمونږ دكلي ملايې اومونږ ټول په تاپسې لمونځ كوو، مونږ په كوركې ټول په دې سلا شوو چې زما زوى رحمت ګل په خپله غلامۍ ومنئ او..
خان دملك خبرې ور پرې كړې!
         – هو! ملاصاحب لكه څنګه چې ملك صاحب وفرمايل، زه هم غواړم كه خداى كول چې سره خېښان شو اوغواړو چې زړونه موسره نورهم نږدې شي.. خوپه دې باندې زه پوه نشوم چې مونږ دواړه دې ولې په يوه وار دلته  رابللي يو؟
ملاچې د دواړو خبرو ته يې په ځير غوږ نيولى ؤ، وويل:
       – ستاسو قدمونه زماپرلېمو، هركله راشئ.. زه به ستاسو كوروته زيات درغلى وم اوتاسې به زما كورته، خونن ستاسو راتګ بل رنګ لري.. په دې غولي ډېر خلك د ريبارۍ لپاره كېناستل ، خوټولوته مې ځواب وركړى پرته له تاسودواړو، په يوځل مې ځكه بلنه دركړې چې تاسې دواړه ماته يوشان ياست! اوبلاخره زه دې فيصلې ته ورسېدم چې تاسو دواړه بايد په ولور كې سره جوړ شئ!!! ځكه چې له دې پرته زه بله لار نه لرم.
ددې حيرانوونكې خبرې په اورېدو سره ملك اوخان يوه، بل ته وكتل! اوپه ځايو كې راكېناستل په دې وخت كې دواړه په سوچونو كې ډوب شول اوتر لږ مكس وروسته خان وويل:
       – ډېر ښه ملاصاحب.. خى داسې چې ده- ستاسو ټاكلئ ولور څودى!
       – زه غواړم چې خپله لور په شرعي ولور(درې لكه افغانۍ) وركړم!
خان اوملك ددرې لكو په اورېدو سره يوه، بل ته ځير، ځير وكتل اوبياملك په زغرده وويل :
       – په درې لكه افغانۍ يې زه خپل زوى ته كوم!
       – زه څلور لكه افغانۍ ولور وركوم!
       – زه پنځه لكه شرعي مهر وركوم!
ملاپه داسې حال كې چې له خوښۍ نه يې سترګې رډې، رډې را وتلې وې او  زړه يې په زوره، زوره ټوپونه وهل، نه يې غوښتل چې د دوى خبرې پاى ته ورسيږي! په همدې وخت كې يوه ناڅاپي غږ، ملا دځان خواته وركش كړ:
        – زه غواړم چې جماله دملالور دشپږولكو پر وړاندې دخپل زوى په نامه كړم!
ملك چې تور خوټېدلى ؤ اوخان ته يې په سترګو كې بد، بد كتل له لږمكس وروسته يې په زوره وويل:
       – زه دملالور په لس لكه افغانۍ خپل زوى ته كوم!
       – زه يې.. يې په دولس لكه كوم !
       – زه يې دڅوارلس لكو پروړاندې دخپل زوى په نامه كوم!
دواړو چې دلرګي په شان په ځاى كې ناست ول اود باران په شان خولې ترې څڅېدې ددواړوسترګې يوه اوبل ته داسې راوتلې وې ته به وايې چې د يوه اوبل پلرونه يې سره وژلي وي، خان له ځند پرته زياته كړه:
        – په .. په.. په اولس لكه زماشوه!
ملك له ډېرې غوسې خپله لونګۍ پر ځمكه وويشته اوويې ويل:
       – په.. په ش.. شل زماشوه! ده..
په همدې وخت كې دكوز كلي خان چپ پاتې شو! ملك ته يې بد، بد وكتل، زړه يې غوښتل چې په ملك ورجګ شي اوخپل زړه پرې يخ كړي خو…
ملاپه دې وخت كې من، من غوښه اخيسته اوپه تندي يې خولې داسې ولاړې وې لكه دسهار په غوټۍ چې شبنم لوېدلى وي، بيايې له غوسې نه ډكو موسېدلو شونډو ملك ته وويل:
          – ملكه! م.. مبا.. مبارك..
ناڅاپه خان په داسې حال كې چې سګرېټ ته يې د اور خلى نيولى ؤ په زوره چيغه وكړه:
        – په دېرش لكه افغانۍ دملا.. دملالور زماشوه !!!
دملا او ملك خولې ددې خبرې په اوريدوسره وازې پاتې شوې، ملا په دې وخت كې تسبېه زر زر اړولې او په شونډو يې له  زياتې خوښۍ نه دېرش، دېرش يادول. ملك له ډېرې غوسې نه دكوټې څخه ووت او د كوټې ور يې په زوره را وويشت، دملا خوله هماغسې وازه پاتې وه، په همدې وخت كې خان په زنګون وټپاوه او په غوسه يې ملاته وويل:
         – ملا! راتلونكې شنبې ته به هر څه سم وي!  زه سباته ټولې پيسې در ته حاضروم!  ملاهېڅ هم ونه وېل، بس د شونډو له څپو يې اوس دېرش، دېرش اورېدل كېدل!
جمالې ددوى ټولې خبرې اورېدلې وې او اوس دكوټې كونج ته پر بالښت اوږده پرته وه، غم يې پرزړه ځولۍ اچولې وه او له سترګو نه يې اوښكې راخوټېدې، هغه پلار چې دې به دملايكې خيال ورته كاوه له هغې نه يې اوس نفرت كېده، هغه اوس دې ته ملا نه بلكې دملاپه جامه كې يو حريص، خاين اوبدمرغه انسان ښكارېده، خپل ځان ورته بد ايسېده چې دداسې يوه انسان لورده او اوس يې دهيلوكور په يوه بدبخته كنډواله بدل شوى ؤ، په ژړا، ژړا به يې لاسونه آسمان ته ونيول:
          – اې زماخدايه! ده زماسره څه كيږي.. دلته هغه حقونه چې اسلام ښځو ته وركړي هغه تر پښولاندې كيږي.. دلته، دلته ښځوته دانسان په سترګه نه كتل كيږي. ده.. ده.. دپيسو تږي په اسلام سترګې پټوي…
په همدې خبروكې به يې يوځل دخان د زوى تصوير سترګوته درېده او يو ځل به يې د خپل پلار تصوير  په ذهن كې دتور لوګي په شان درېده.
شپې اوورځې تېرېدلې، دشنبې ورځ رانږدې شوه دخان له كورنۍ څخه احوال راغى چې بيګاته دنكريزوشپه ده.
دكلي نجونې راټولې شوې جماله يې سينګار كړه.  ملا دپيرۍ چپنه په تن كړې وه ټول سترګې په لاره ول چې څوشېبې وروسته به دخسركورنۍ راځي، په همدې وخت كې زوم  دپېغلو له  ډلې سره په دروازه راننوتل، د دوى په راتلو سره په كور كې يوه نڅا جوړه شوه او ور سره هاغه سندره تر غوږو كېده:
(( شپه ده د نكريزو جينكۍ تمبل وهينه
                                     خلك دهر خوانه په واده راغلي دينه
 شپه ده دنكريزو …
يوه ډله پېغلې دناوې كوټې ته راغلې، ټول دجمالې ښايست ته چې اوس به يې ښايست دښاپېريانو په څېر دوه برابره شوى وي، ډېر تږي ول اوغوښتل يې چې زر تر زره ناوې دزوم سره يوځاى كړي ځكه چې زوم دناوې ليدوته ډېر لېواله ؤ د ناوې مخ پټ ؤ، پرسريې زرين شال ؤ اودېوال ته يې ډډه وهلې وه، نجونو يوې، بلې ته سره وكتل اوپه سترګو كې يې يوه اوبله سره پوه كړې اوټولو په يوه خوله وويل:
         – سلام  ښايسته ناوكۍ! راځه.. راځه چې زوم خوار ډېر درته بېتابه دئ!
په همدې كې ټولو سره وخندل، په خندا، خندا د زوم خور را وړاندې شوه اوغوښتل يې چې دجمالې دښكلي مخ ننداره وكړي، مخكې لدې چې مخ يې وګوري ورته ويې ويل:
        – ګرانې جمالې!  څنګه يې.. نن ستا د واده شپه ده.. نن ستا دنوي ژوند د پيل كولو شپه ده!
ته څنګه خوشاله يې او كه څنګه؟
بيا ورو په شونډوكې وبوږغنېده:
        – دا ځواب ولې نه راكوې؟
د ګڼو نجنونو له منځ نه يوې پېغلې د زوم خورته وويل:
        – وئ! داته څه وايې! ناوې څنګه وغږيږي! لږشرم خوبه لري كنه!
ددې خبرې په ويلوسره ټولو په يوه خوله وخندل، وروسته په بسم الله سره دزوم خور دناوې نه شال پورته كړ، په كوټه كې ټولونجونوپه يوه خوله چيغه وكړه!
يوه اوبل ته يې په تر هېدلوسترګو وكتل! له شانه چاپوښتنه وكړه؟
        – څه دي؟  څه دي؟
       – دناوې له خولې څخه وينې راغلې اونوره ژوندئ نده!!!


۲۰\۳\۱۳۸۸
د چهارشنبې شپه