کور / شعر / غزل

غزل

غزل

 ستا په شتون کی نشت حساب شومه حیاته

چی په مخ می شوه دوخت هنداره ماته

لمر سپوږمۍ راته رڼه رڼه راګوري

تورتمونه می شړي له کایئنا ته

ما دی مخ سنګاراوه پری ملامت شوم

واړه ما منع کوي له ملا قاته

سترګې سترګو کی دنور سترګې وباسي

زه به خپلی سترګې وښایمه چا ته

ستا لیدل دانځر ګل پیداکول شول

زما ځواني دی په تش بوی کړله میراته

 زمونږ تول اوتله دي دبل په واک کی

نه قاضي شته نه يي لاره شته قضا ته

خدمتګاره په رڼا ورځې تورتم دئ

قلمي ډیوې کړه بلې ړوند بینا  ته