کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د اساسي قانون عملي کوونکي بايد وستايل سي !!

د اساسي قانون عملي کوونکي بايد وستايل سي !!

 


په هېوادکې نافذه اساسي قانون وايي چې (په هېوادکې دموجودملي،علمي اواداري مصطلحات ساتل کېږي). دغه ټکى دهېواداساسي قانون دشپاړسمې مادې په وروستي بندکې په همدې ډول راغلي دى،داچې دبې بې سي راډيودري څانګه،طلوع اودآينې ټلوېزيونونه څه ډول خبرونه خپروي داټولې دهېوادله اساسي قانون اودافغانستان دملي ټرمېنالژۍ څخه هغه سرغړونې دي چې په دې رسنيوکې دهغو کسانوله لوري کېږي چې هغوي ځانونه ورک کړي اونن سباهغه ساز ته ناڅي چې يوشمېربهرني هېوادونه يې غږوي. زه داحقيقت نه غواړم رابرسېره کړم چې داخلک خواصلاُ په هېوادکې کوم پرون نه لري اوتل يې هڅه کړې ده چې په بهرنيودوطن پلورنې او پردي پالنې ملي دسيسې پلې کړي. زه په وارسره له ټولو افغان لېکوالواو ټولو قلموالو څخه هيله کوم ، چې قلمونه راواخلي اودهغه قانون څخه دفاع وکړي چې داټول پکې په ډير روښانه ډول راغلي دي. زه نه غواړم چې لېکوال داطلاعات اوکلتور وزير ښاغلي عبدالکريم خرم څخه ملاتړ وکړي ځکه دادوزيرصاحب خرم پروړاندې نادوده اوبې احترامي نه ده چې مونږ دهغه ننګه وکړو، بلکې داغواړم چې دهغه له هغه قانوني دريځ څخه په کلکه دفاع اوملاتړ وکړي او هغه په ملي سنګر کې يواځې پرې نږدي،چې نن سبايي دهغونادودو پروړاندې قدم اوچت کړي چې بهرني ګوډاګيان يې په هېوادکې دافغان ولس دهيلواوغوښتنو دپوره کېدو په نامه نه شي منلى، اوغواړي هغه بې عدالتي اوهغه کلتوري يرغل په هېوادکې جاري وساتي چې دوي پرې له ځانونوڅخه شخصيتونه جوړکړي اوهرکال يې په يوه اوبل نامه په همغوهېوادونوکې نازوي اودوي لانورهڅوي چې دغونادودو عملونوته دوام ورکړي چې تر ننه په هېوادکې دتحميل په ډول اجراکېده او هېڅ وخت هم دچالپاره دمنلووړ نه وو.


داډول خلک بايدپه يادولري چې افغانستان خپلواک متحداويوموټي هېواددى اوددوي داشوم هدفونه دافغان ولس دسپيڅلومو دترسره کېدوهېڅ خنډ نه شي ګرځيدلى. زه هغوخبريالانوته حيرانېږم چې له دغورسنيوطلوع اوآينې تلويزيون اونورو سره همکاردي، که ريښتياهم ددې په دروغينوويناوو ګني چې دوي دهېواداودهېوادوالوپه غم اودرد دردمن دي هغه وخت چېرته وو چې دهمدغه وزارت نوم،دپوهنې وازرت اوځينو نورو وزارتونو او ځينو ادارو نومونه له رسمي اوملي ژبې څخه وګرځول شول.


داسـې مشـران مـې درلـه نـه دې پـکار


زمـاکـلـتـورچـې پـه فـرهنــګ بــدلـــــوي


داهم دهغه اساسي قانون ماده چې نن سباپه هېوادکې نافذاوپه ګوټ ګوټ کې په اراروکې په عملي ډول پلى کېږي.شپاړسمه ماده:


د پښتو،دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني ،پاميري او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.


په هغوسيموکې چې دخلکواکثريت له ازبکي.،ترکمني،بلوڅي،پشه يي،نورستاني اوياثاميري ژبوڅخه پريوې خبرې کوي له پښتواودري سربېره هغه ژبه درېيمه رسمي ژبه ده،دتطبيق ډول يې دقانون له لارې تنظيمېږي.


دولت دافغانستان دټولوژبودپياوړتيااودپراختيالپاره اغېزمن پروګرامونه طرح اوتطبيقوي.


په هېوادکې دمطبوعاتو،راډيو اوتلويزيون خپرونې دهېوادپرټولومروجوژبوآزاې دي.


په هېوادکې دموجودملي،علمي اواداري مصطلحات ساتل کېږي.