کور / اسلامي / د روژې دوهمه ډالۍ

د روژې دوهمه ډالۍ

د روژې دوهمه ډالۍ


ګرانو او قدرمنو دوستانو ، السلام علیکم !
غواړم د روژې د مبارکی میاشتی په مناسبت هره ورځ د پند او عبرت یوه یوه لنډه قصه درته ډالۍ کړم . هیله ده چی لوستل یې ستومانیزه نه بلکی هڅونکی وی . نو دا هم د روژې د دوهمی ورځی قصه :


مؤمن او شیطان


یو متقی او پرهیزګار سړی سهار وختی د لمانځه په نیت مسجد ته روان سو . پر لاره چی تیاره وه غوځار سو او کالی یې چټل سول . راپورته سو ځان یې پاک کړ او کور ته ولاړ . جامې یې بدلی کړې او بیرته جومات ته روان سو . ناببره پر هماغه ځای بیا وښویید او غوځار سو او جامې یې ککړي او کثیفی سوې . بیرته کور ته ولاړ ځان یې پاک کړ او  نور کالي یې واغوستل او بیرته مخ پر مسجد د لمانځه په نیت روان سو .


دا مهال پر لار یو سړﺉ ورسره ملګری سو چی څراغ یې په لاس کی نیولی و . تر روغبړ وروسته هغه سړي ورته وویل : ما ولیدې چی مسجد ته پر لاری دوه واره غوځار سوې ، نو ځکه می دا څراغ راواخیست تر څو رڼا وی او بیا غوځار نسې .
متقي انسان هم مننه ورڅخه وکړه او دواړه مخ پر جومات روان سول . کله چی مسجد ته ورسېدل نو متقي سړي ورته وویل چی دمخه سه . خو څراغ والا  وویل چی زه مسجد ته نه ځم . متقی یو ځل بیا ټینګار وکړ چی د سهار د لمانځه وخت دی او بل دا چی زما لپاره دې څراغ هم راوړی دی لاکن مسجد ته د لمانځه لپاره نه ځې ، آیا علت یې راته ویلای سې ؟ څراغ والا ورته وویل چی زه ځکه مسجد ته نه ځم چی زه اصلأ شیطان یم .


متقی د دې ځواب په اورېدو سره حیران سو او تعجب یې وکړ چی دا څنګه ممکنه ده ، زما لپاره دې څراغ راوړ تر څو بیا غوځار نسم خو مسجد ته نه ځې او وایې چی زه شیطان یم ! څراغ والا ورته وویل چی کله می ته ولیدې چی په دومره مینه او جذبه داسی له وخته مسجد ته د عبادت لپاره ځې ، نو دا زه وم چی غوځار می کړې . خو کله چی کور ته ولاړې جامې دې بدلی کړې او بیرته مخ پر مسجد روان سوې ( یعنی په کور کی پاته نه سوې ) نو خدای ستا ټوله ګناهونه وبخښل . نو ځکه دوهم ځل بیا زه ستا د غوځارېدو سبب سوم خو دا وار ته بیا هم په هماغه جدیت او ټینګه اراده کور پاته نسوې بلکی یو ځل بیا جومات ته روان سوې او زه بیا هم ستا د ښوییدو سبب سوم . نو دا مهال خدای ستا د کورنۍ د ټولو افرادو ګناهونه معاف کړل . زه نور  په دې وبیرېدم چی که درېیم ځل هم ستا د غوځارېدو باعث وګرځم نو دا ځل به خدای هرومرو ستا د ټول کلی د خلکو ګناهونه معافوی چی زه نه غواړم خلک د ګناهونو څخه خلاص او معاف سی . نو ځکه می ژر دغه څراغ راوړ تر څو بیا غوځار نسې او د ډیرو خلکو ګناهونه معاف نسي او ځکه می تر مسجد پوری دغسی صحیح سلامت راورسولې .


وروسته دغه پرهیزګار او متقی انسان پر هغه لعنت ووایه او شیطان هم ځنی ولاړ .
هو ،  ښه کار باید معطل نسی بلکی پر خپل وخت باید اجرا سی چی ثواب یې هم ډیر وی او هرڅونه چی څوک د دین په کار کی مصمم او هوډمن وی په هغه اندازه به شیطان ناکام او خوار وی .