پاکستان نن په پنجشنبې روژه اعلان کړه
پاکستاني رسنيو ددې هيواد د الهلال کميټۍ يا مياشت پيژندني د ټولني د مشر مفتي منيب الرحمن له خولې اعلان وکړ چي نوموړي تېره شپه د روژې مياشت لېدلې ده او نن د پنجشنبې ورځ به په دې هيواد کي د روژې لومړۍ ورځ وي .
د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ اکثريت هيوادونو تېره ورځ روژه پيل کړې ده .