کور / سپورټي / افغانستان د سکاټلینډ سره څلور ورځنۍ لوبه کوي

افغانستان د سکاټلینډ سره څلور ورځنۍ لوبه کوي

سبا سهار د سکاټلینډ په وخت ۱۱ بجې چې د افغانستان د ماسپښین د ۲:۳۰ بجې سره سمون خوري افغانستان دسکاټلینډ سره څلور ورځینۍ سیالي پېل کوي.
د ملي لوبډلې روزونکي حاجي کبیر خان وايي چې ملي لوبډله سبا څلور ورځینۍ سیالۍ ته په ذهني شکل تیاره ده، او هر کله چې لوبغاړی په ذهني شکل تیار وي لوبه کول ورته هم اسانه وي.
کبیر خان وویل چې د انټر کانټینټل سیالیو ته د ملي لوبډلې تمرینونه سره اورښتونه تړلي و، په ننګرهار کې د اورښت سره سیلاب هم و، په کابل کې یوه ویکټه و چې ټولو لوبغاړو ته د تمرین کافي وخت نه رسیده او په سکاټلینډ کې هم د بارانونو موسم دی.
د ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی وویل چې نن له سهاره اورښت دوام لرلو دا څو منټه کیږي چې اورښت ولاړ دی او لوبغاړي د لوبغالي ته د تمرین لپاره ځانونه تیاروي.
د افغانستان ملي لوبډله د انټر کانټینټل کرکټ جام د سیالیو په پړاو کې لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي د سکاټلینډ سره د اګست په یولسم یعنې سبا پېل کوي او تر ۱۴ د اګست پورې دوام کوي، دوه نورې یو ورځینۍ سیالۍ به د همدې هیواد سره په ۱۶ او ۱۷ اګست تر سره کوي.
افغانستان د انټر کانټینټل په جام کې اوس دریم مقام لري، سکاټلینډ لومړی مقام چې ۶۹ پوانټه يې دي، زمبوابی دویم مقام چې ۶۳ منډې یې دي او افغانستان دریم چې ۵۷ پوانټه لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو څانګه
د کرکت بورډ د درسینو مسؤل
الهام یاسیني
۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹