کور / هراړخیز / کرکټ سيالۍ:افغانستان او عمان گډ گټونکي وبلل شول

کرکټ سيالۍ:افغانستان او عمان گډ گټونکي وبلل شول


د اسيا د کريکټ شورا د ٢٠ اووريزو لوبو پايلوبه نن ( جمعه د نومبر ٢ ) په کويت کې له ناندرو وروسته مساوي اعلان شوه .  دغه اتلولۍ په کويت کې له تيرو دوو اوونيو څخه روانې دي
په دغه لوبه کې افغانستان لومړى منډې جوړولې او د ٩ لوبغاړو په سوځېدو يې ١٥١ منډې وکړې .


په ځواب کې عمان د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٠ مندې کړې وې او وروستى بال و چې د افغان لوبغاړو په وينا پکې عمانيانو منډه ونه کړه خو د عمان لوبغاړيو په زرگونو افغان نندارچيان پړۀ وبلل چې لوبغالي ته ورننوتل او د دوى په وينا دا موقعېئ نه وه چې دوى منډه جوړه کړي .


له ډير انتظار او خبرو وروسته د اسيا د کريکټ چارواکو پريکړه وکړه چې دغه اتلولي د عمان او افغانستان دواړو په برخه اعلان کړي او کپ دواړو ته ورکړي .


افغان لوبغاړي له دې پايلې خوښ نه دي خو وايي چې دا په نړيوالو لوبو کې د دوى لومړنى برى دى .


عمان که څه هم په لومړي اوور کې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل خو عدنان الياس او نيليش پرمار تر ١٠٠ ډيرې گدې مندې وکړې او عمان يې په وروستي اوور کې د بري حد ته ورساوۀ .


خو افغان کپتان نوروز منگل په وروستي اوور کې د عمان دوه لوبغاړي وسوځول او لوبه تر هغه وروسته د عمان د لوبغاړيو په گومان (( گډوډه )) شوه چې په لسگونو زره افغان نندارچيانو لوبغالي ته ورمنډه کړه .


له افغان لوبډلې سره مل د ولسمشر کرزي سلاکار وزير شهزاده مسعود بي بي سي سره په خبرو کې د نندارچيانو ستاينه وکړه او ويې ويل چې د دۀ په وينا ١٥ زره نندارچيانو په ټولو لوبو کې د دوى کلک ملاتړ وکړ .


د لوبي انځورونه 





که تاسو هم کرکټ يا کوم بل سپورټ ډله لرئ ، لوبغاړي ياست يا د کوم سپورټ سره ډيره مينه لرئ نو کولائ سي په لراوبر افغانستان او نړۍ کي خپل هيوادوال دخپل سپورټي پرمختګونو او لوبغاړو سره اشنا کړئ ، لراوبرويبپاڼه ستاسو سپورټي خبرونه ، د سپورټ ډلو پيژندنه او لوبغاړو عکسونه ستاسو له ټولو هيوادوالو سره شريکوي .


د لراوبر ويبپاڼي سره اړيکي : larawbar.com@gmail.com