کور / تازه خبرونه / ايتلافي ځواکونه د 13 تنو طالبانو د وژلو خبر ورکوي

ايتلافي ځواکونه د 13 تنو طالبانو د وژلو خبر ورکوي

دخوست په سپرې ولسوالۍ کې د طالبانو د يولوړپوړي قوماندان عبدالمنان په شمول ديارلس طالبان وژل شويدي


  د ايتلافي قواو په يوه  خبرپاڼه کې راغلي دي  ياد شوي کسان چې غوښتل د ډيورنډ د هغې غاړي نه خوست ولايت ته راشي په لاره کې د ايتلافي ځواکونو د يو کمين سره مخ شول چې په پايله کې ديارلس وسله وال طالبان ووژل شول


خو تر اوسه طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه ندي ويلي