کور / تازه خبرونه / پولي خشتي جومات کي يو جسد وموندل سو

پولي خشتي جومات کي يو جسد وموندل سو

دکابل ښار دمشهور جامع جومات پل خشتي  په اودس خونوکې  دملي اردو دهغه سرتيري جسد دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي کوم چې به بل ځاي کې وژل  شوي اوبيا دجومات اودوس خونه کي چې په وينو ککړ وو اچول شوي وو . 


دکابل دامنيه قومندانۍ دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچارو ريس بريد جنرال عليشاه پکتياوال وايي چې وژل شوي کس چې دملي اردو جامي يي پرغاړه وي تيره شپه ددوي پوليسو دپل خشتي په اودسځای کي پيداکړي دي . 


پکتياوال ويل چې دملي اردو دغه سرتيري بل چيرته وژل شوي وو او د پل خشتي اودسځای ته يي دشپي دتياري څخه په ګټه اخستنه راوړي وو اودوي خپله تښتيدلي دي .


تراوسه پوري ددفاع وزارت چارواکيو په دې اړه څه نه دي ويلي خوپه سيمه کي دپوليسونيږدي پوستي مشر هم ومنله چي تيره شپه يي دملي اردو يوتن سر تيري مړي پيداکړي دي


په کابل کې په دې وروستيو کي داسې مرموزي وژني ډيري شوي خو امنيتي چارواکي يي شخصي دښمنۍ ګڼي