کور / تازه خبرونه / کابل ښاروالي 15 ورځي پر 120 کورنيو خواړه ويشي

کابل ښاروالي 15 ورځي پر 120 کورنيو خواړه ويشي

 
کابل ښاروالۍ اعلان کړی دی چي د پنځلس ورځو لپاره به پر يو سل او شلو بېځایه سويو کورنيو خوراکي توکي ويشي . دغه مرستې،به دکابل ښاروالۍ په نوښت او دکسبګرو ټولنې لخوا، دکابل ښار دډوډۍ خرڅونکيو،غوښه پلورنکيو،هوټلونواو رسټورانټونو داتحادېيو په ګډو همکاريو وېشل کيږي، چې نن يې وېش پيل شو.



دوېش پرمهال دافغانستان دکسبګرو او دکابل ښار دکسبګرو دټولنې مشر ښاغلى حسن سپاهي او نورو سوداګريزو ټولنو استازي هم موجود وو.



دکابل ښاروالۍ مرستيال الحاج غرزى خواخوږى وايي،چې د غه مرسته دهېواد،دولسمشر حامد کرزي د غوښتنې پراساس ترسره کيږي،چې له ولس  څخه يې غوښتي وو،چې ټول هېوادوال دې  د وروستيو پېښو زيانمنو سره مرسته وکړي.



دى وايي، چې په هرورځنۍ مرسته کې پخې وريژې، پوخ اينګولى، وچه ډوډۍ او تازه سابه شامل دي.



دى زياتوي،چې په دغو کورنيو کې ١٠٠ کورنۍ دهلمند ولايت او يولس کور نۍ  په بغلان ولايت پورې اړه لري، چې  اوس  مهال په  (قمبرڅلور لارې) او ( پنځمه ناحيه)کې مېشت دي.



همدا شان نن دکابل ښار دسيند دپاکۍ په لړکې د ارتل پله خواشا سيمه هم پاکه کړاى شوه.