کور / تازه خبرونه / په سروبي کي د ايساف يو سرتيری وژل سوی دی

په سروبي کي د ايساف يو سرتيری وژل سوی دی

 
  
 
د ايساف او ناټو د کابل له مطبوعاتي دفتره په رارسيدلې خبرپاڼه کي ويلي سوي چي د کابل د سروبي په سيمه کي د ايساف پر يو موټر د ګزمې پر مهال ددوی يو سرتيری وژل سوی دی .
په افغانستان کي د ايساف له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې پرون ( د فبروري ١٣ ) يې د کابل ولايت د سروبي په ولسوالۍ کې پر گزمې بريد شوى دى .
په دغه مخامخ بريد کې د خبر پاڼې په وينا د ايساف يو سرتيرى وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى .


ايساف دا نه وايي چې دغه سرتيري د کوم هيواد دي خو ويل کيږي چې دغلته د ايټاليا سرتيري ځاى پر ځاى شوي دي .