دناټو لخوا په ترلاسه خبرپاڼه کي ويل سوي دي چي پوځيانو يې نن دهلمند ولايت د موسی کلا په ولسوالي کي پر يوه مېرمن ټکان کړي او هغه يې وژلې ده .
په خبرپاڼه کي راغلي چي پېښه هغه مهال رامنځته سوه کله چي طالبانو د ناټو پر موټرانو د سپکو وسلو بريدوکړ او جګړه ونښته ، په دغه وخت کي د ناټو پوځيانو پر يوې مېرمني ډزي وکړې چي وروسته يې د هغې ددرملني هڅه هم وکړه خو وېشتل سوې مېرمن د خپلو ټپونوڅخه په حق ورسېده .
په خبرپاڼه کي داسي ښوول سوې چي ګواکي طالبان تر بريد وروسته د ملکي وګړو په منځ کي پټ سوه چي دا پېښه رامنځته سوه .
بله خوا تېره شپه له ميدان وردګو څخه خبرونه ترلاسه سوه چي امریکايانو پر يوه کور د حملې پرمحال دوه ځوانان وروڼه وويشتل او ځای پر ځای يې ووژل او دهغوی سپين ږيری پلار يې له ځانه سره بېولی دی .