کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / سيلاب اوافغان کډوال په خيبر پښتونخواکې

سيلاب اوافغان کډوال په خيبر پښتونخواکې

د۲۰۱۰ کال داګست شپږمه،اوومه او اتمه  نيټه دخیبر پښتونخوا په پلازمینه پيښور کې وم، دشپې ناوخته پیښور ښار ته ورسيدم . غوښتل مې لکه دتل په څير دافغان کډوالو یو ه پنډغالې ته ولاړشم . په پاکستان کې دافغان کډوالو پنډ غالي ډیر دي مګر دغه پنډ غالی چې زه به هروخت ورتلم زما دژوند له څو پړاوونو سره ډیرژورې اړیکې لري .


دغه پنډ غالی داضاخيل پایان (کوزو اضاخيلو) په نامه یاديږي په دغه پنډ غالي کې دافغان کډوالو  څه باندې شپږزره کورنه شتون لري ډیری یې له دیرش ، پنځه دیرش کلونو راپدیخوا په دغه پنډ غالې کې میشت دي . زما لپاره داټول پنډ غالی ارزښتمن ومګر ترټولو ارزښتمن په دغه پنډ غالي کې یوه ليسه وه ، دغه ليسه چې دحضرت عمر فاروق رض دعالې لیسې په نوم نومول شوي وه دکډوالۍ په دوران کې ډیر داسې ځوانان خپل هیواد ته وپالل چې اوس لوړ چارواکې اوهغه دچاخبره غټې سټې دي .


دشپې ناوخته څومره چې له پيښور څخه ددغه پنډ غالي په لور ورتلم خلک می تر سترګو کیدل چې له ښځو اوماشومانو سره یبله پښې راروان دي اوپایڅې یې بډوهلي دي ، پوښتنه مې وکړه څه خبره ده ؟ یو ځوان راته وویل ډیر وران کاری سیلاب راغلی ټول کورنه یې ونړ ول اودخلکو هرڅه یې یوړل . یوڅه واټن مو وواهه اوبه زمونږ ترموټره رااوچتې شوي . موټر مو دتیلو په یو پمپ کې پريښود او په پښو رهی شوم داوبو په مینځ کې مې وار پار خطا شو، اوبه وار په وار راډیرې دي .


یوه ټیلر موټر خدای راته پرده کړ. دغه موټر دچراټ نومې سیمې په لور له څو نور کسانو سره یوړو. ګور دسرک په غاړو ، کښتونو اوهره خوا کې خلک پراته دي نیمه شپه ده.


سبا مې چې مالومات وکړ، ټول پنډ غالی اوبو لاندې کړی اوټول کورونه يې له یوه پلوه نړولي هرچا خپل سر راایستلی وو. هیچاته نه وو مالو م چې کوم خپلوان یا ګاونډی به یې پاتي وي اوکه راوتلی به وي .لنډه داچې  دقیامت نمونه وه اوکه ووایم چې ددغه پنډ غالې په خلکو خو قیامت وو نو هم غلطه به مې نه وي کړي ځکه خپل هرڅه یې له لاسه ورکړل .


دخپل ولس په حال ډیر خفه اووځوریدم ، پاکستاني اتباعوته  چورلکې اوددغه هیواد دنجات عملې راورسیدلې ولی افغان کډوالو داسې هیڅوک نلرل چې دکومک لاس وراوږد کړي لکه دیتیمانو اوبي وسه يې یوبل ته کتل . هیچا ورسره هیڅ ډول مرسته ونه کړه ، څو ک چې په اوبو ، کورونو اوونو کې ایساروو هماغلته  يې له ژوند سره وداع وکړه .


دخپل سفر په وروستیو ورځو کې مي ولیدل چې دملګروملتونو دکډوالو اداري یوڅو خیمي راوړي اوپه کډوالو یې وویشلې .نور نو تراوسه نه چا دمرستې لاس وراوږد کړ اونه یې هم چا په سر لاس راښکلو. له یو څو سپین ګیرو څخه مي وپوښتل چې له دې وروسته مو پلان څه دی . هغوی وویل مو حیران یو. ځکه مونږ څه باندې شپږ زره کورونه ټول په افغانستان کې دیوې داسې درې یو چې هلته زمونږ دمیشته کیدو هیڅ شونتیا نشته ، یوه غرنۍ سیمه ده اوټول لس کورونه پکښې نه ځاییږي .


بس دالله هیلې ته ناست ګوروبه چې څه کیږي . اوس خبره داده دا په نامه دولت چې مونږ یې لرو. ددغه  کډوالو په هکله څه کوي ددوی لپاره څه پلان لري . ددومره ډاګو نو په شتون کې نشي کولی دغه خلک میشت کړي اوبیرته یې خپل هیواد ته راستانه کړي . زما له ټولومسولو اوافغان چارواکو څخه هیله ده چې په دې هکله له نړیوالې ټولنې مرستې وغواړي اوخپل هیوادوال له دغه ناورین څخه وژغوري .


لاندې انځورونه ددغه سیلاب وهلي پنډ غالي دي .


په سپيڅلې کلیواله مینه