کور / ترخې خبري / امریکایانو په وردګو کې درې وروڼه وژلي اوپلار يې بندي کړی .

امریکایانو په وردګو کې درې وروڼه وژلي اوپلار يې بندي کړی .


امریکایانوتیره شپه دوردګو ولایت دسیداباد ولسوالی اړوند دشیخ اباد بازارته نیږدی دزرین خیلو په کلی کې درې وروڼه وژلی پلار اودرې نورګاونډیان یی له ځان سره بیولی دی .
درې واړه وروڼه دمنهاج الدین زامن وو چې دشیخ اباد بازار ته څیرمه دزرین خیلو دکلی اوسیدونکی دی .
په وژل شویو کسانو کې اسماعیل چې دزمین شناسی دپوهنځی نه فارغ وو اودانګلیسی ژبې استاد وو بل ورور یی برهان نومیده چې په لمړی درجه په کابل کې دمحاسبې دانستیتیوت څخه فارغ شوی وو اودری یی دلمړی صنف محصل وو چې کورته یی شپه راوړې وه اودشپې په ۱۲ بجو امریکایانو پری حمله کړې وه او درې واړه یی وژلی وو .
دسیمی اوسیدونکی اودسیداباد دلیسی مدیرسلیمان  راته وویل چې امریکایان دشپې راغلی او دمنهاج الدین زامن یی شهیدان کړی اودخپله منهاج  الدین یی له دریو نورو کلیوالو سره یوځای امریکایانو له ځان سره وړی دی.
هغه وویل چې دسیمی خلک ددغه پېښې په غبرګون کې لاریون وکړ او ولسوالی ته لاړل او درې واړه مړي یی انتقال کړل اوهغه یی دامریکایانودغه عمل وغانده او دوه هغه موټر چې امریکایی ځواکونوته یی لوژستیکی مالونه وړل هغه یی وسوځول .
همدا اوس دشیخ اباد بازارکې هم لاریون پیل شوی دی اوخلک سخت په غوصه شوی دی .
دا په وردګو کې دامریکایانو لخوا لمړی جنایت نه دی بلکې ډیرې نورې داسې پیښې شته چې امریکایانو دیوه کوره دوه اودرې تنه شهیدان کړی دی اوبیایی ټاپې دترهګرو پرې لګولې دی .
دحضرت محمد په نوم دمنهاج الدین کلیوال وایی چې منهاج الدین یوکلیوال سړی وو له وسله والو سره یی هیڅ اړیکه نه لرله او خپل کار بار یی کاوه .


 

تبصره نسته

  1. سلام به همه بیننده ها:
    امریکایها که این جنایت را مرتکب شده است درحقیقت زندگی افغانها برایشان مفهوم ندارد یا در حال نشه بوده ویا مردم عام را به همکاری به مخالفین مجبور و تشویق می نمایند

  2. Zmong dukhman pe dey lata ke dy chi kom wagerey chi de talim khawendan dee awe khpel watan sara meena laree ,pe dyry bey rahmey wowajnee.Pakistan .,amrica,Iran ,awe dasy nor heewadona mong sara pe homdaghasey chall awe chaland bokht dee.

  3. الله ج د جنت پردوس ورپه نصيب كړي او پاتي كور ته د جميل صبر غوښتونكي يم . دميدان وردګو ولايت امنيتې وضع هغه وخت له صفر سره ضرب شوه چي كله ورنه والي خان عبدالجبار خان نعيمي لاړو دا اوس دم كړي يو والي ناست دي چي نه دچا په مرګ بند دي اونه دچا په ناموس نو الله درحم وكړي اوبايد دولت يي پوښتنه وكړي چي ولي دا چا وژلي دي او ولي په كوم دليل وژل شوي دي دا كار خو بايد وكړي