کور / تازه خبرونه / ویکی لیکس پنځلس زره نور پټ اسناد رسوا کوی

ویکی لیکس پنځلس زره نور پټ اسناد رسوا کوی

اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی « ویکی لیکس » ویب پاڼه نیت لری چی د افغانستان د جنګ نور پنځلس زره پټ اسناد هم رسوا کړی . پنتاګون دغه کار غندلی او ادعا کوی چی هغه به د ډیرو انسانانو ژوند د خطر سره مخامخ کړی ( چی مطلب یې افغاني مخبران او جاسوسان دي ) . درې اوونۍ مخکی هم دغه جوړښتون ۹۲۰۰۰ پټ اسناد رسوا کړي وو چی د هغې جملې څخه ۷۶۰۰۰ یې د افغان جنګ په هکله وو .
په هغه رسواینه کی د ډیرو افغانی مخبرانو او جاسوسانو بشپړ هویت رسوا سوی و چی طالبانو هغه ټول ډاونلوډ کړل او وایی چی یو یو به د خپل عمل په سزا ورسوو .
مګر دا ځل په لندن او پاریس کی د بشری حقوقو څو سازمانونه هم پر ویکی لیکس انتقاد کوی چی باید د مخبرانو او د لویدیځو ځواکونو د پټو همکارانو هویت رسوا نکړی تر څو ژوند یې د خطر سره مخامخ نسی ، خو ویکی لیکس د پنتاګون او دغو جوړښتونو غوښتنه رد کړې ده .
خبر زیاتوی چی په دغو اسنادو کی د امریکایی پوځ او ناټو لخوا د ډیرو هغسی ملکی انسانانو د وژلو صحنې هم ښودل کیږی چی هیڅ راپور یې نه دی ورکول سوﺉ او هم د طالبانو پر ضد یو لړ پټ عملیات هم پکښی رسوا کیږی .
ویکی لیکس وایی چی د دغو پنځلس زرو اسنادو څخه اووه زره یې همدا اوس تیار دي او متباقی اسناد به هم تر تصحیح او کتني وروسته چمتو او پسی خپاره سی خو وخت یې نه دی ټاکلی .
دې کار پنتاګون ، ناټو او د هغوی افغانی پټ او ښکاره ملګري سخت وارخطا کړي دي .