کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ددوى پنځه تنه څومره زورور دي؟!

ددوى پنځه تنه څومره زورور دي؟!


د هند د اندرا پردېش ښار د حيدراباد عثمانيه نړيوال پوهنتون د دغه هيواد له مهمو پوهنتونونو څخه دى. دغلته زرګونه كورني او بهرني محصلين په بېلابېلو څانګو كې د ماسټرۍ او دوكتورا تر كچې زده كړې كوي. د نوموړي پوهنتون ارتس كالج چې د ټولنيزو علومو، اقتصاد، ژبو او يو شمېر نورو څانګو لرونكى دى بيا په ټول پوهنتون كې مشهور دى.


 ارتس كالج د عثمانيې له بېلابېلو كالجونو يوازنى هغه دى چې ددغه پوهنتون په، لسګونه كلنه ستره پخوانۍ و دانۍ كې پروت دى. ددې كالج لوىوالي او مخې ته يې د پروت لوى ډګر له امله د حيدراباد او په تېره بيا د عثمانيې ډېرى لاريونونه همدلته كېږي. د تلېنګانې په نامه لاريونونه چې هر كال يې د ارتس كالج مخه د لسګونو ورځو لپاره شاهده وي ددې لاريونونو ستر او نومور هغه دي.


كه څه هم تر دې مهاله نوموړي لانجمن لاريونونه نه دي پيل شوي چې د ټول پوهنتون درسونه ورسره ځنډول كېږي، خو وړاندې له هغو يو شمېر پېښې پوهنتون ته زما په څېر د نوي ورغلي سړي پام ور اړوي. ما په دې وروستيو كې د يوه سكالر شېپ پر مټ په عثمانيې پوهنتون كې د لوړو زده كړو چانس وموند او د اګست له پنځمې نېټې راهيسې مې هلته زده كړې پيل كړي دي، خو له دغې نېټې را پدېخوا څو څو ځله زموږ ټولګي د سيمه ييزو زده كوونكو د كوچنيو احتجاجونو او لاريونونو له امله تړل شوي دي. په دې پوهنتون كې هندي محصلين ډېره پياوړې ټولنه او اتفاق لري، كه ددوى يو تن يوه خبره كوي نو ټول يې ورسره مني او ملګرتيا يې كوي.


څو ورځې وړاندې چې درسونه نوي پيل شوي و د يوه ساعت درس له لوستلو وروسته كله چې په بل ښوونكي پسې ورغلو چې ټولګي ته راشي، د پوهنځي ادارې وويل چې ښوونكى نه شي درتللاى ځكه چې يو دوو ټولګيو احتجاج كړى او نه غواړي درسونه وويل شي. په بلې ورځې د محصلينو د خوښې كومې سياسي ډلې ټاكنې ګټلې وې، له همدې امله هغوى د پوهنتون مخې ته ډولونه راوستي و او په اتڼونو يې د زده كوونكو ټولګي وتړل.


د پنجشنبې په ورځ(د اګست ۱۲ مه) ډېره په زړه پورې پېښه وشوه، هغه داچې يو پنځه تنه محصلين چې يو ډول شعارونه يې وركول په پوهنتون كې را پيدا شول او زموږ ټولګي ته په رارسېدو يې له ښوونكې د خبرو وخت واخيست. كه څه هم د هغوى د راتګ موضوع لانجمنه نه وه او ويل يې چې ټولنه يې پوهنتون ته د نويو راغلو محصلينو د ښه راغلاست غونډه لري، خو زموږ ښوونكې ټولګى وتاړه او ويې ويل، كه دا پنځه تنه بيا راشي او ټولګى وګوري چې پرانيستى دى، نو غصه كېږي او ښايي غبرګون وښيي.


ماته چې د يوې بې وزلې او قهرجنو انقلابونو ځپلې سپېڅلې خاورې بچى يم دا هرڅه ډېر په زړه پورې ښكاري. ما د طالبانو له ماتې وروسته په كابل پوهنتون كې زدې كړې پيل كړې. دغلته يو وخت چې دروژې مباركه مياشت وه محصلينو د ليليې د ناوړه حالت له امله لاريون وكړ، خو د چارواكو او امنيتي ځواكونو لخوا يې په ګوليو ځواب وويل شو. په دې لاريون كې چې په بشپړه توګه په حقه و څو تنه شهيدان او ټپيان شول.


 اوس چې يوځل بيا د روژې مباركه مياشت ده ماته هماغه لاريون او د حيدراباد د محصلينو لاريونونه مخې ته درېږي. د كابل پوهنتون روا او پرځاى لاريون چې په ګوليو بدرګه شو او د عثمانيې د محصلينو بې ځايه او اخلالوونكي لاريونونه چې چارواكي او ښوونكي يې په موسكا ځوابوي. ماته د كابل د بېلابېلو پوهنتونونو د زرګونو محصلينو هغه ډلې را په يادېږي چې زه يم هم يو غړى وم او بې درېغه ډزې ورباندې كېدې او دا پنځه تنه هم ګورم چې د يوې بېځايه موضوع پر سر ټول پوهنتون تړي او خپل كار پر مخ بيايي.
دې ټولو ته په كتو هر چاته جوتېږي چې زموږ هغه زرګونه كسان څومره بې وسي وو او ددوى دا پنځه تنه څومره زورور دي!