کور / اسلامي / دتوحیداحکام اومسائل (اوومه برخه)

دتوحیداحکام اومسائل (اوومه برخه)


لیکنه : علامه محمدناصرالدین الالباني رحمه الله
ژباړه : مؤمن مهاجر
دلااله الاالله مفهوم،غوښتنه اوشرائط


دکلمې مفهوم :
دکلمې په شروع کي لادجنس دنفې لپاره ده . اله یې اسم دی . اوخبریې حذف شوی چي حَقٌ دی . الاالله له محذوف خبرڅخه استثنا‌ء ده . یعني لااله حق الاالله معنی له یوه الله جل جلاله پرته بل هیڅ حق معبودنه شته .
داِله لفظ که څه هم په عربي ژبه کي ګڼې معناوې لري هغه چاته هم ویل کېږي چي اطاعت یې وشي،هغه چاته هم ویل کېږي چي پناترې واخیستل شي اوداسي نور. خوپه کلمه کي معبودورڅخه مراددی . (یعني خاص هغه ذات چي عبادت یې کېږي،دضررددفعې اوګټې دجلب لپاره راوبلل شي،مرسته ترې وغوښتل شي اونور)
نودکلمې معنی داشوه چي له یوه الله جل جلاله پرته هیڅ پرحق معبودنه شته . یعني له غیرالله څخه دعبادت مکمله نفي اوالله جل جلاله ته یې اثبات . همدامضمون په قرآن کریم کي داسي بیان شوی د ی :
 ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ (الحج : ۶۲)
داپه دې وجه چي همدغه الله حق دی اودوئ چي له هغه پرته څه رابولي هغه باطل دي .
نورګڼ آیتونه دهمدې مضمون تایدکوي لکه :


وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّاِیَّاهُ (الاسراء : ۲۳)
ژباړه : ستارب داپرېکړه کړې ده چي تاسوبه له ده پرته دبل چاعبادت نه کوی .
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُونِ (الذاریات : ۵۶)
ژباړه : ماانسانان اوپیریانان یوازي دخپل عبادت لپاره پیداکړي دي . په دې معنی نورهم ډېرآیتونه شته .
دمکې مشرکین اودکلمې مفهوم :
کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دمکې مشرکینوته ددې کلمې دعوت ورکړنوهغوهم همدامفهوم ( له غیرالله څخه دهرډول عبادت نفې) واخیست . کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته وویل :
قولوالااله الاالله تفلحوایعني لااله الاالله ووایاست نوخلاصون به ومومئ نوهغوی انکاروکړ،ځکه دوئ پوهېدل چي په دې کلمه داقرارمعنی له هغوټولومعبودانوانکاردی چي ددوئ نیکه ګانواوپلرونودبتانو، مجسمو،ډبرو،ونواونوروپه شکل لمانځل . الله جل جلاله وايي :
إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ 35 وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوا آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُونٍ .
(الصافات : ۳۵ او۳۶)
ژباړه : دوئ ته چي کله وویل شي چي له یوه الله پرته بل الله نه شته نودوئ تکبرکوي . اووايي : ایاموږخپل معبودان دیولېوني شاعرپه وجه پرېږدو؟.
معلومه شوه چي مشرکینودکلمې مفهوم دااخیستی ووچي عبادت په مکمل ډول له غیرالله نفي اوترالله جل جلاله پوري خاص شي،له همدې وجې چي وروسته هرڅوک مسلمان شوهغه شرک په بشپړډول پرېښوداو عبادت یې صرف ترالله جل جلاله پوري خاص کړ.
دکلمې غوښتنه : 
دکلمې له پورتني مفهوم اومعنی څخه معلومېږي چي دکلمې غوښتنه داده چي دغیرالله عبادت په مکمل ډول ترک اویوازي ویوازي دالله جل جلاله عبادت وشي . په بله ویناقیام،رکوع اوسجده یوازي دالله جل جلاله لپاره شي . دعااوفریادیوازي الله جل جلاله ته وشي،دضرورت پوره کولواوستونزې ختمولولپاره یوازي الله جل جلاله راوننګول شي،مرسته یوازي له الله جل جلاله وغوښتل شي،عاجزي اوخاکساري یوازي الله جل جلاله ته وي،قرباني اونذرهم یوازي دالله جل جلاله لپاره اودهغه په نوم وي . لنډه داچي دعبادت هرډول الله جل جلاله ته ځانګړی اوخاص شي .
داهیڅکله کفایت نه کوي چي دکلمې په ویلوالله جل جلاله صرف خالق،رازق اومالک وبلل شي . کله چي یومصیبت پېښ شي نودمخنیوي لپاره یې نورودربارونوته منډې وهې . په یادولری چي که دکلمې معنی همدغه وای نودمکې مشرکینوبه هیڅکله انکارنه وای کړی،ځکه الله جل جلاله خوهغوی هم خالق،رازق اومالک ګانی (مګرکله چي به دیوه الله جل جلاله عبادت ته رابلل کېدل نوانکاربه یې کاوی) لکه الله جل جلاله چي وايي :
قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ والأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ الأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللّهُ فَقُلْ أَفَلاَ تَتَّقُونَ .(یونس : ۳۱)
ژباړه : ورته ووایه! هغه څوک دی چي تاسوته له اسمانه اوځمکې رزق درکوي اوهغه څوک دی چي دغوږواو سترګومالک دی،څوک له مړي ژوندي راباسي اوله ژوندي مړی اوداچارې څوک سنبالوي؟ نودوئ به ژرووايي چي الله! نوورته ووایه چي ایانه وېرېږئ؟
دکلمې شرطونه :
که څه هم په احادیثوکي دتوحیددکلمې ډېرفضائل بیان شوي اوهغه دنجات وسیله بلل شوې ده . (چي پوره تفصیل به یې دتوحیددفضیلت په بحث کي راشي) خودهرعمل په څېرکلمه هم ځیني شرائط لري چي دهغوپه پوره کولوبیاکلمه ګټه لري اوهغه شرطونه دادي :
(۱) دکلمې په معنی اومفهوم ځان پوهول څویې شرائط پرځای شي .
(۲) له هرډول شک پرته دکلمې ویل .
(۳) دزړه له اخلاصه دکلمي ویل،دمنافق په څېریوازي دریااوځان ښکارونې لپاره نه .
(۴ ) په زړه،ژبه اوعمل دکلمې غوښتنې پوره کول اوله هغې سره هرټکراومنافي شی ردول .