کور / تازه خبرونه / ولسمشر : د روژې د درناوي په خاطر د جکړې درېدل وغوښته

ولسمشر : د روژې د درناوي په خاطر د جکړې درېدل وغوښته

افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي پر خپلو وسلوالو مخالفينو ږغ وکړ چي د روژې د مبارکي مياشتي په خاطر دي جګړه ودروې . نوموړي پخپل يوه پيغام کي ويلي چي هغه کسان چي وسله يې په لاس ، د اسلام او بشر ضد کړني ترسره کوي د دې مبارکي مياشتي د درناوي په خاطر دي ترې لاس واخلي . نوموړي تر دې وړاندي هم د وسلوالو مخالفينو څخه څو څو ځله غوښتي چي جګړې ته د پاى ټکي کښېږدي خو وسلوالو ډلو دغه غوښته رد کړې ده .
د يادوني وړ ده چي د امريکايانو يرغل پر افغانستان باندي د روژې په مبارکه مياشته کي دوام درلودئ .