کور / تازه خبرونه / افغان چارواکي : په ختيځ کي وسلوال فغاليتونه ډېر سوي

افغان چارواکي : په ختيځ کي وسلوال فغاليتونه ډېر سوي

افغان او بهرني امنيتي چارواکي وايي چي په ختيځو ولايتونو کي د وسلوال مخالفينو په فعاليتونو په ډېر والي کي د پام وړ بدلون راغلى . نوموړي وايي په داسي حال کي چي د جګړې ډېر پام و جنوب ته اړول سوى نو ځکه په ختيځ کي وسلوال فعاليتونه ډېر سوي دي . نوموړي ځواکونه وايي چي په ختيځ کي د طالبانو سره د القاعده شبکې او نور بهرني وسلوال يوځاى سوي دي او د پاکستاني طالبان يې مرسته کوي . د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال محمد زمان محمودزى وايي چي دمارچ د مياشتي راهيسي د افغانستان ختيځ ته د وسلوالو تګ راتګ ډېر سوى . د نوموړي په وينا چي وسلوال د باجوړ څخه افغانستان ته داخليږي چي په هرو درو نپرو کي يې يو تن عرب او دوه تنه نور پاکستاني ، چچنيايي او تاجکستاني طالبان دي .