کور / راپور / کندوز: د سولې بهير د پياوړتيا او ټينګښت په موخه غونډه جوړه شوه

کندوز: د سولې بهير د پياوړتيا او ټينګښت په موخه غونډه جوړه شوه

په ياده غونډه کې د 6ګونو ولسواليو سپين ږيرو،متنفذينواوداسې نوروخلکو ګډون کړې وو.
دياد ولايت والې انجنير محمدعمرپه خلکوغږ وکړ چې دافغان دولت دمخالفينو سره دي دسولې دخبرو اترو لپاره ګړندي لارې چارې ولټووي اود دولت مخالفينوته يې هم بلنه ورکړه چې دسولې دبهيرسره يوځاې شئ . همدارنګه هغه وويل چې دتيرې جوزاياغبرګولی دسولې مشورتې جرګې وروسته چې په کابل کې جوړه شوي وه په دغه ولايت کې دمخالفينو سره دسولې په خبرو کې هيڅ ډول بدلون نه ترسترګوکيږي ، چې دغه بهير ددي ولايت دبيارغونې په بهيراوکارونو هم منفې اغيز کړيدي اودبيارغونې کارونه يي دځنډاوخنډ سره مخامخ کړيدي.
هغه په کندوز کې 5 نقطې نا امنه وبللې چې په ځانګړې ډول ېې دچاردې ، ګورتيپې ، قلعله ذال، دشت ارچې امام صاحب اوعلې اباد ولسوالۍ ځينې مربوطې سيمونومونه واخيستل.

هغه له قومې مشرانو نه وغوښتل چې دسولې دلاټينګښت لپاره هلې ځلې وکړئ، ترڅوتلپاتې سوله رامنځ ته شئ.
همدارنګه ددغه ولايت د تيرې ولسې جرګه استازې اوبيا نوماند معين مرستيال هم په وسلوالو مخالفينو غږ وکړ چې دروزې مبارکې مياشتې دحرمت په خاطرپه دغه ولايت کې دسولې خبرو ته هرکلۍ وکړئ.

ددي ترڅنګ ددغې غونډې يوتن برخوال مولوې خوشې خان هم داسلام مبارک دين له مخې دسولې اهميت ته په اشارې د دواړو غاړو نه وغوښتل چې دسولې دبهيرسره يوځاې شي .همداراز دياد ولايت دولايتې شورا ريس محبوب الله محبوب دتيرکال دسپټمبردڅلورمې پيښې دقربانيانو سره دمرستې پرمهال په جوړه شوې غونډه کې دالمان دهيواد په هيت اوپه کندوز کې دپې ارټې پرقومندان ګرودوپ غږوکړ چې په دغه ولايت کې دبيارغونې کارونوته پاملرنه وکړئ ځکه هغه دبيارغونې بهيرپه دغه ولايت کې دنوروولايتونو په پرتله پڅ وباله.
خوبل لورته وسلوالو طالبانو درسنيو سره په خبروکې دبهر نيو ځواکونو په شتون اوموجوديت کې هر ډول مذاکرات اودسولې هڅې دحامدکرزې ادارې سره ردکړې اودا کاريې دکندوز دسميزوچارواکو دوسه پورته کاربللې، ددغې ډلې يوتن وياند ذبيح الله مجاهد رسينو ته ويلې چې دوي هيڅکله په هيواد کې دبهرنيو ځواکونو په حضورکې دافغان دولت سره خبرو ته چمتوندې هغه داډول هڅې دکندوز دخلکوله وسه پورته کاروباله.