کور / سپورټي / د انټر کانټینټل سیالیو لومړۍ پاڼۍ افغانستان وګټله

د انټر کانټینټل سیالیو لومړۍ پاڼۍ افغانستان وګټله

نېټه: پينځه نۍ د ١٣٨٩ لمريز کال د زمري ٢۲

د افغانستان ملي لویډله په سکاټلینډ کې د همدې هیواد سره په څلور ورځینۍ لوبې بوخته ده، لوبه د اګست په ۱۱ پېل شوي چې د اګست تر ۱۴ یعنې سبا پورې په دوام وکړي.
افغانستان د سکاټلینډ څخه په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې دی او د دې لوبې د ۲۰ پوانټونو څخه يې ۶ ارزښتانکه پوانټه خپل کړل.
اوس مهال افغانستان په دې لوبه کې د سکاټلینډ څخه په ۲۹۶ منډو مخکې دی، افغانستان به نن د سکاټلینډ په وخت سهار ۱۱ بجې او د افغانستان په وخت د ماسپښین ۲:۳۰ بجې د دویمې پاڼۍ توپ وهنه پېل کوي.

پرون د لومړۍ پاڼۍ په توپ اچونه کې افغان توپ اچونکي ښه وځلیدل.
حمید حسن ۱۸ اورونو کې ۶ سکاټلینډیان وسوځول، ۴۰ منډې یې ورکړې او په ۴ اورونو کې یې هیڅ منډې ورنکړې.
محمد نبي عیسی خېل ۱۳،۴ اورونه وکړل او د سکالینډ دوه لوبغاړي یې وسوځول، ۲۳ منډې یې ورکړې او ۵ اورونو کې یې ترې هیڅ منډې وانخستلې.