کور / اسلامي / حجاب په اسلام، عیسایت، یهودیت اوساینس کی(5)

حجاب په اسلام، عیسایت، یهودیت اوساینس کی(5)

پنځم څپرکی
حجاب اونوی ساینس
خالق جل جلاله چی کوم اوصول دمخلوق لپاره ټاکلی دی په هغه کی ضرورددې دنیااوداخرت ګټې نغښتې دی، اودالهی احکامودپرځای کولوپه صورت کی انسان هم په ژوندکی اوهم په ګورکی بری منددی؛ اوپه قرانکریم کی چی کوم امرشویدی په هغه کی ضرورحکمتونه پېچلی دی، فایدې پکښې جوتې اودانسانانولپاره هغه اوامرترټولوبهترین اوترټولولوړقوانین دی؛ هغه قوانین چی انسانانوپخپلوناقصوفکرواودتشویش نه ډکومفکورواوخیالاتوپوسیله اوسرچینه جوړکړیدی، هغه ضرورنیمګرتیاوې، اودتېروتنوڅخه خالی نه دی، چی دایومنلی حقیقت دی، نوځکه هرکال پخپلو دې ناقصو قوانینوکی ترمیم راولی، کله یوه ماده پکښې زیاته اوکله یوه ماده ورڅخه لیری کړی؛ خوالهی قانون برخلاف دانسانی قوانیوڅخه دی، اوهغه داچی (1400) کاله مخکی چی کوم الهی قانون وضع شوی، اودوحی په واسطه راوړل شویدی، اودانسانیت وسترلارښودحضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم ته ورکول شویدی دابه ترقیامته پوری باقی وی، داقانون په هردورکی ترټولوقوانینولوړاودټولوانسانی ښې ګڼومجموعه ده، په دی قانون کی هیڅ داسی تصورلاهم نشی کیدای چی یوڅوک دی ووای چی داځای ئې څه کمزوری دی،العیاذباالله اوهغه داسلام  اوبشرضدعناصرچی پراسلام باندی نېوکې اوپرالهی قانون باندی نېوکې لری، امت مسلمه وهغوته غاښ ماتونکی اوقناعت بخښونکی ځوابونه په هره زمانه کی ورکړیدی اوورکوی ئې، دهرې ورځې په تېرېدوسره وټول انسانیت ته جوتیږی چی هغه ښې ګڼې، سوکالې، بری، هوډاونیکمرغی چی په الهی دین کی شته هغه په بل هیڅ قانون اودین کی شتون نلری، داسلام دراتګ سره یوځای بیاتراوسه پوری په زرهاووقوانین اومفکورې راغلی خوټولې داوبولاهوشوېدې، اوهمدااسلام به ترقیامته پوری باقی وی، اوهغه خلک چی داسلام اورمړکول غواړی  نودامسلمه خبره ده، چی دوی اسلامی قوانین له مینځه نشی وړلای اونه هم داسلام ومبارک دین ته دیوې زرې په شان تاوان رسولای سی  بلکه خپل مخونه به وسوځی چی په دې باندی تاریخ ګواه دی۔
اواوس الحمدلله دقرانکریم پرهرقانون باندی پوره څیړنې شویدی، چی داڅیړنی دمسلمانانوله خواڅخه یواځی نه دی شوی بلکه غیرمسلمانانوهم په دې کی ډېره پوره دلچسپې اومحنت کړیدی، چی په زرهاووټوکه کتابونه ،په زرهاووژبوورباندی لیکل شویدی؛ چی په اوسنی وخت کی زیاتی څیړنی دلویدیځ والوله خواڅخه شویدی اوله همدې کبله په ټول لویځ کی داسلام دمبارک دین شُغلې ډېرې په تېزۍ سره روانی دی، اوهرورځ ډېرخلک داسلام  په مبارک دین باندی مشرفه کیږی،اوهم دې ساینس پوهانوداسلام دخلاصون دروازه  پرانستې ده، اودخپل علم، پوهې اوفلسفې مطابق څیړنی روانې دی، چی ډېرې څیړنې اوحقایق ئې خپاره شویدی چی په دې ترڅ کی ماهم د(قران اوساینس) یوه لړۍ پرنیټ باندی پیل کړېده، چی ډېرې لیکنې اوحقایق خپاره شوی اولابه خپاره شی چی ډېرژربه دادیوکتاب په بڼه سره هم خپورشی، ماد(قران اوساینس) په رڼاکی پر(روژه، په حیض کی جماع، دزمزم اوبه، ږره، عسل شفاده، دخنځیرغوښه، وینه اوداسی نور۔۔۔) لیکنې خپرې شویدی، چی همدااوس تاسی خواږه لوستونکی ګوری چی پر(حجاب اوساینس) باندی دپوهانو، نړیوالوروغتیاپالانواومحققینوڅیړنی لولی۔
وټولې نړۍ ته داجوته ده چی حجاب څومره ارزښت ، عزت اوګټې لری، اودادحجاب موضوع په مسلمانه اوغیرمسلمانه نړۍ کی  درسنیویوتودبحث ګرځېدلې دی؛ داسلام ضدعناصرداکوښښ شپه اوورځ کوی چی اسلامی حجاب بندکاندی، اومسلمانان چی پریوه الله جل جلاله ایمان لری اویواځی اویواځی دالله جل جلاله قانون ورته غوره اومحبوب دی،اودائې یواځنۍ دژوندارزوده، نوځکه دادالله جل جلاله امر، یوشرعی حکم اویواسلامی امردی اوټوله اسلامی نړۍ حجاب فرض بولی اوفرض دی،حجاب دټولنې لپاره اړین دی، اوداحجاب دلوی څښتن جل جلاله له لوری یوه لورینه ده،چی دمختلفوعلوموپوهانواوڅیړونکوپکښې څیړنې هم کړیدی اودقرانکریم دحجاب وحکم ته ئې نوره ځلااوښکلاوبښله، اوپه حجاب کی نغښتې فلسفه وټولې نړۍ ته روښانه کړل؛ دعلم الاخلاق څیړنوداثابته کړیده چی حجاب دډېروفسادودمخنیوی لپاره یوسپردی، اودزنا، دښځودتښتولو، دښځودبې عفته کولو، دښځوسره دحیوانی چلند اونوروفحاشاوودخپرولولپاره حجاب یواځنی درملنه ده۔
دحجاب په اړوندنوی ساینسې څیړنې:
دټول بدن (40-60%)  پوری تودوخه یواځی په سرکی شتون لری نوهغه څوک چی سرئې پټ وی په یخه هواکی (50%) دخپل بدن تودوخه ساتی نسبت وهغه چاته چی سرئې لوڅ وی، اسلامی اوچینایی طب په یوه لیکنه (In the Hua Di Nei Jing) یعنی (The Yellow Emperor*s Classic on Inter and
 Medicine)په اوس مهال کی داثابته کړیده،چی دبادحرکت اوخوځښت په بدن کی ډېربدلونونه راولی، چی لوی تاوان ئې دادی چی دبدن موازنه سره ویجاړه وی اودرنې پایلې لری، چی دروغتیالپاره ډېرخطرناکه دی اوکه چیری حجاب وی نوبیادابدې اغیزې نشته، اوسنی ساینس پوهانوداهم ثابته کړیده چی عام زکام اونزله دبادله کبله پیداکیږی، داځکه چی بادبدن وهی اوپه نتیجه کی لومړی نورږی چی بیاکله په زکام اونزلې اوکله بیاهم داکړاوونه دایمی سی، خوکه حجاب وی نوددې ټولومشکلاتوڅخه بیاخلاصون ډېراسانه دی۔
په (الجوازیه) کی پردې باندی ډېربحث شویدی، چی پرانسان باندی اور، اوبه، هوااوخاوره څومره اغیزې لری، اوموږ(ساینس پوهان) وټولوخلکوته دامشوره ورکووچی بایدخپل ځان دباد، شمال، وږمې، دوړواویخنۍ څخه وژغوری چی ډېربدعواقب لری، اووروغتیاته پوره تکان ورکوی۔
اوحجاب ددې ټولوناخوالویواځنی، مفت اوطبعي علاج دی۔
(الحکمةالحجاب فی العلوم العصریه)
داعصابویومشهورمتخصص ډاکټر .وې، جي روسین (V.G. Rocine) پخپلوڅیړنوکی لیکی:
په ګرموسیموکی، اوپه ګرم موسم کی دسرپوټول دروغتیالپاره شرط دی، داځکه چی دماغزوفاسفورس په (108) درجوکی دحرارت ویلې کیږی، اوکه یوڅوک ولمرته لوڅ سرګرځی په ډېره لږه موده کی دسردحرارت درجه و(108) درجوته رسیږی چی په نتیجه کی وماغزوته سخت تاوان رسیږی، حافظه خپله جنازه کوی، دماغ کارپرېږدی، داعصابورګونه چوی، چی دمرګ، لېونتوب اوناوړوپایلوسبب ګرځی چی بیائې درملنه ناشونې ده اوکه سرپټ وی، نوبیاددې ټولومرګانی پیښوڅخه هرڅوک ژغورل کیږی۔
پروفیسربرنارډ جنسن (Bernard Jensen) په پخپله طبعی درملنه کی داسی لیکی:
اعصاب اوماغزه ټول په مینرالی فاسفورس پوری تړاولری، چی دافاسفورس ډېرژردګرمۍ له کبله اغیزمن کیږی اواعصاب ورسره فلجیږی۔ داپه هغه وخت کی چی کله سرپټ نه وی، اوهواګرمه وی۔
پروفیسرجی، وی، سټار(G.V. Star) وایی:
که غواړی چی خپله غذادزهروڅخه وژغوری نودخوراک داماده کولواوپخولوپرمهال وېښتیان پټ کړی ترڅوورنه لویږی۔ اوکه چیری حجاب وی، اوسرپټ وی نوبیاددې خطره نه پیداکیږی، چی وېښتیان دی وغذاته ولاړشی اودناوړوناروغیوسبب دی وګرځی۔
ډاکټرایم۔ جوزف (M. Josef) وایی:
لکه څرنګه چی دنړۍ تودوخه ورځ په ورځ زیاتیږی،شین کوریزه غازونه داوزون برخه ورځ په ورځ خرابوی، اودلمرزهرجینې وړانګې ومځکې ته ځان رارسوی، نودملګروملتوله لاری بایدوهرچاته داامروشی چی سرپټ کړی، اوکه امکان وی نوسراودملاتېردی هم ترکالوڅخه په ښه رخت پټ کړی، که نوداسی وخت به راورسیږی چی انسانان به مړه کیږی اوڅوک به نه په پوهیږی، خلک به لېونیان کیږی او ډاکتران به نه په پوهیږی چی داټول ددې زهرجینوشعاوواغیزې دی؛ نوزمامشوره داده چی ملګرې ملتونه پخپل منشورکی ودې ته پام وکی، اونړېواله روغتیایی سازمانونه هم بایدپه دې فاجعه خبرشی، اوپوره ونډه پکښې واخلی ترڅودمځکې دکُرې دمخ زیات انسانان به له لاسه ورکړو۔
(International Health Canter and Service G. T)
الحمدلله اسلام څومره ښه دین دی، چی څوارلس پېړې وروسته عقلاخلک ودې ته هڅول کیږی چی حجاب وکی اوکه نودبدمرغیوپه زانګوکی به وزانګی اوددې دنیادژوندڅخه به بې لاسونه لنډاوبې  برخې شی۔
لوی څښتن تعالی جل جلاله په هرشی کی یوحکمت نغښتی دی اوهغه داچی اوسنی ساینس پوهانوداتجربه کړېده چی دنه حجاب کولوڅخه سرطان پیداکیږی چی په دې ښځوکې (13) په سلوکی دپوستکی سرطان دنه حجاب له کبله سره دی، که دیوچاسره داسوال پیداشی چی ولی نارینه دپوستکی په سرطان نه اخته کیږی؟؟؟ نوځواب ئې خپله طب ورکړیدی اوهغه داچی دنراودښځې دپوستکی په جوړښت کی ډېرتوپیرشته، چی دابېله موضوع ده۔
دیوه نړیوال روغتیاپال(ډاکټر) په ویناچی داروپاهرشخص (30) واړه زخمونه لری چی دادلمردشعاووله کبله څخه  دی، چی داواړه زخمونه اکثره وخت په سرطان بدلیږی، همدغه ډاکټرپخپله یوه اوږده لیکنه کې زیاتوی، چی دلمرحرارت دانسان دفاعی نظام کمزوری کوی، اوولمرته بربنډګرځېدل دومره خطرناک دی چی لکه یوڅوک چی په یوه بنده کوټه کی کلف کړل شی، اوبیاسګریټ ورته ولګول شی نوپه داسی حالت کی داڅومره خطرناکه عمل اوپایلې لری اوحجاب دښځولپاره په ځانګړی ډول سره یوه طبعی طبی طریقه ده، دلمرددې شعاووله کبله په ځانګړی ډول سره پرغاړه اومخ باندی دسرطان داغونه چی کله دومره واړه داغونه وی چی په سترګونه معلومیږی راښکاره کیږی، اوکه ئې ژردرملنه ونشی نوضروربه دمرګ سبب ګرځی، چی دداسی سرطان ډېرې پېښې موږثبت کړیدی، اوداسرطان دنارینه په نسبت په ښځوکی زښته ډېردی داځکه چی ښځې نسبت ونارېینه وته زیاتې بربنډې دی۔
دداسی سرطان یوقسم داسی دی چی اکثره ددې ښکارښځې دی، چی لوڅې اوبرنبډې ګرځی، اویاهم نازکې جامې ئې په تن وی، چی پربدن ئې ددې کوچنیوزخمونوله کبله خارش پیداکیږی، چی دوخت په تېرېدوسره بیادازخمونه غټیږی، وینه ورڅخه بهیږی اونتیجه ورڅخه داراځی چی درملنه ئې ناشونې شی، چی خپله ومرګ ته ښه راغلاست ویل دی، اوددې شخص د ژوندشیبې  ختمی شی؛ ددې سرطان یوبل شکل داسی دی چی دغنموددانوپه بڼه سره دانې پرسر، شونډانو، غوږواوپرلاسونوباندی راښکاره کیږی اوکله چی ددې دانوسره دلمرشعاوې نورې هم په تماس کی شی نوداوهلاکت ته نوره بلنه ده چی په برطانیه کې هرکال دداسی سرطان څخه (2600) کسان خپل ژوندله لاسه ورکوی، چی همدااندازې ورځ په ورځ په زیاتېدوده۔
(ازادې نسوان دهوکه یاحقیقت)
هغه ښځې چی حجاب کوی دخولې اوپزې دډېروناروغیوڅخه دژغولوپه جال کی دی، داناروغۍ دبېلګې په ډول سره نزله، زکام، اوداسی نورې سارې ناروغۍ دی، چی حجاب علاوه ددې څخه وېښتېان هم دهرډول ناروغیوڅخه ژغوری، دویښتیانو ناروغۍ لکه درځ کول، ماتېدل، رژېدل، رنګ له لاسه ورکول، اوداسی نو۔۔۔ داځکه چی حجاب وېښتیان دګرد، غبار، دوړو، ګرمۍ اویخنۍ څخه ساتی، نوموږروغتیاپالان وټول خلکوته داتوصیه کووچی کله دباندی وځی نوبدن موبایدپټ کړی، که نه نودداسی افت ښکاربه شی چی علاج به ئې ناشونی وی، اوبله داچی ګرد، غبار، دوړې، اودلمرشعاوې پرمخ باندی دانې پیل کوی، اوبیاهغوته وده ورکوی چی په دې سره دانسان ښکلاله مینځه ځی اوداموږته ښه معلومه ده چی دحجاب کوونکوښځواودنه حجاب کوونکوښځوترمینځ توپیردمځکې اواسمان په شان شتون لری ۔
(حجاب اورجدیدریسرچ)
دبرطانې دسترګومتخصص ډاکټرجان مارشل وایی:
ډاکټرجان مارشل چی دبرطانې دسترګودناروغیومتخصص اوپه (University of Technology) کی پروفیسرهم دی وایی: دچاچی سرپټ وی، نسبت وهغوچاته چی سريې لوڅ وی ډرلږدسترګودناروغیوسره لاس اوګرېوان وی۔
دپوستکې یومختصص ډاکټرمتی، ایم نایس وایی:
دوېښتیانو دلپاره دلمرشعاوی، چټلې اوهغه اوبه چی کلورین پکښې زیات وی زیات مضردی، چی داپورته عوامل وېښتیان دنرموالې څخه کلکوالې ته بدلوی، ځلایئ ورختموی، ښایست ئې له مینځه وړی، ماتوی ئې اودرځونه پکښې پیداکوی، اوبل داچی ویښتیان همواره نه ساتی، چی ددې ټولولپاره بهترېن قدرتی اسانه درملنه حجاب دی۔
د(British General Medical) په اسنادوکی چی خپاره شوی دی، راغلی دی چی دبرطانې په هغوښځوکې چی کارکوی د(V-Daises) دوباء په شان خپرېږی، په ځانګړې ډول سره دسینې سرطان مخ په وړاندی ځی، چی په همدې ناورین دکانترولوپه موخه دوی مختلف قسم ورزشونه اولوبی هم کوی، رنګارنګ کریمونه اودرمل هم ورسره استعمالوی چی داهرڅه بیاهم تسلی نشی راوستلای اوداټول دښځې دبدن دپوره نه پوټوالې پایلې دې، دسردنه پوټولوپه صورت کی اعصابی تکان، دسردرد، سترګوددیدکمزورتیااودبدن عمومی دفاعی نظام کمزوری کیږی، ددې څخه علاوه په (50) کالوکی په ځانګړی ډول سره چی ښځه دیوې رقاصې په ډول سره وټولنې ته معارفی شوې ده، خپله حیااوعزت ئې غورځولی دی، پرټوله نړۍ ئې داخلاقې فسادجال غوړولې اواوس ئې عواقب ډېردردناکه، خطرناکه اوبې علاجه دی اوځینی خوئې لاداسی دی چی مهلک اونه کنترول کېدونکی دی۔
دامریکې دمشی ګن یوپروفیسر دښځوپرلباس باندی څیړنې کړېدې اوداسی لیکی:
که چیری دښځې بدن پټ نه وی، اویائې په پایجامه تربجلکوکښته نه وی نودښځې ښځینه هارمونونه کمیږی، وهغوته نقصان رسیږی اویاهم داهارمونونه ډېریږی چی په نتیجه کی
(Vaginal Inflammation) یعنی دمهبل التهاب،(Backache) یعنی
 دملادرد، اعصابی نیمګړتیاوې اوکمزورېانې ښکاره کیږی۔
د(Mount S. Medical Center New York)  دپوستکی یومتخصص ډاکټر(رونالډشرمن، ایم۔ ډی) وایی:
دلمرزهرجینی شعاوې چی کله پرمخ لویږی نودمخ پوستکی ګونجې، ګونجې کوی، اوددې څخه علاوه دپوستکی دسرطان زیات امکان شته داپه ځانګړې ډول سره په ښځوکی ، اوداددوی لپاره ښه مشوره دی چی مخ پوټی استعمال کی ترڅودمخ ښکلائې له مینځه ولاړه نشی۔
دلمردشعاووله کبله پوستکی تورېږی، سختیږی چی بیاداپوستکی دیخنۍ په موسم کی پرې کیږی، چوې اودرنګارنګ دپوستکودناروغویوښکارکیږی ۔ البته حجاب پوستکی نرم، ساتی چی ددې ټولوناخوالولپاره ښه علاج دی۔
نوربیا۔۔۔