خير دی

د لراوبر اداره | اگست 13th, 2010


خیر ده که کڼه ده زما خوښه ده‎‎‎‎‎‎‎
پوه یم چې وړه ده زما خوښه ده
تا ته څه قاصده چې غیبت یې کړې
ښه ده چې ساده ده زما خوښه ده
نورو په شان نده ګوره پام کوه
ټینګه په وعده ده زما خوښه ده
دا خو یې ښایست شو دا خو عیب ندی
سترګه یې چې کږه ده زما خوښه ده
خیر ده که نالوستې او  کلیواله ده
بس چې پښتنه ده زما خوښه ده
عاشق الله رحیمزوی، واشنګټن

Copyright Larawbar 2007-2024