کور / سپورټي / کريکټ افغانستان سکاتلند ته لويه ماتې ورکړه

کريکټ افغانستان سکاتلند ته لويه ماتې ورکړه

يادونه: د بي، بي، سي له پښتو څانګي څخه په مننه:

افغانستان د لويو وچو په سياليو کې سکاتلند ته په ٢٢٩ منډو ماتې ورکړه او اوس د اوو هيوادونو په اتلوليو کې لومړى مفام لري.

د څلورمې ورځې په پيل کې سکاتلند غوښتل چې کرۍ ورځ لوبه وکړي خويوازې اته لوبغاړي ورپاتې و ،

افغان لوبغاړو بايد اته لوبغاړي سوځولي واى او د دې کار لپاره يې ٩٦ اوورونه لرل .

د سکاتلند لپاره برى ناشونى ښکاريد ٥٤٦ مندې په خولۀ ياديږي شايد همدا علت و چې سکاتلنديانو هم تر منډو د وخت ضايع کولو ته ډير پام کاوه ،

افغان بالران په پيل کې ډير نه ځليدل ، سکاتلند دفاع ته ملا تړلې وه

د سکاتلند لومړنى لوبغاړى نن عبدالله مزاري وسوځاوۀ .

له هغه لږ وروسته حميد حسن څلورم لوبغاړى انتظار خونې ته واستاوۀ .

د غرمنۍ تر وقفې سکاتلديانو نيمه لوبډله له لاسه ورکړې وه او داسې ښکاريدل چې لوبه به ژر ختمه شي .

خو سکاتلديانو دفاع ته ملا وتړله او تر مازديگرنۍ وقفې يې يوازې دوه نور لوبغاړي وسوځيدل .

د ورځې په وروستۍ برخه کې د حميد حسن په توپ شهزاد يو اسالنه کيچ هم وغورځاوۀ .

خو د افغانستان تر ټولو بريالي بالر حميد حسن دوه نور لوبغاړي او سميع الله شينواري يو کس وسوځاوۀ او په دې توگه افغانستان په ٢٢٩ منډو دا لوبه وگټله .
د حميد حسن وياړ

حميد حسن لومړنى افغان بالر شو چې په څلور ورځنيو لوبو کې يې دوه وارې پنځه يا تر پنځو ډير لوبغاړي سوځولي دي .

دى دا وياړ هم لري چې په يوې لوبې کې يې تر لسو ډير لوبغاړي سوځولي .

په دغه لوبه کې حميد په لومړي وار شپږ او په دويم ځل پنځه لوبغاړي وسوځول .

تر دې وړاندې يوازې دولت احمدزي له ايرلند سره د پنځو لوبغاړو په سوځولو توره کړې وه ،

سکاتلند تر اوسه د لويو وو په کپ کې لومړى مقام درلود او افغانستان په دريم نمبر و .

خو د افغانستان له بري سره اوس افغان لوبغاړي په اول مقام او سکاتلنديان په دويم نمبر دي .

افغانستان له کينيا سره او سکاتلند له زمبابوې سر ه خپله وروستۍ او شپږمه لوبه کوي ،

د اول او دويم مقام موندونکي به د نومبر په مياشت کې پايلوبه کوي .

که افغانستان له کينيا لوبه ونه بايلي او سکاتلند له زمبابوې سره بريالى نه شي نو شايد پايلوبه د زبمبابوې او افغانستان وي .
نور اتلان

له سکاتلند سره په دې لوبه کې د افغانستان گڼ نور اتلان هم و .

سميع الله شينواري په لومړي ځل په څلور ورځنيو لوبو کې سليزه وکړه .

محمد شهزاد ناسوځيدلې سليزه وکړه چې د لوبيز ژوند دويمه سليزه وه .

اصغر ساتنکزي ٩٣ منډې او کريم صادق ٦٧ منډې وکړې چې د دوى دواړو د لوبيز ژوند تر ټولو ډيرې منډې وې .