کور / هراړخیز / د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۹)

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۹)

سلطان علاؤالدین  خلجیي


تاسو ددې  ناول  نهمه برخه  لولئ…..
پرلپسې *****۱۴


ویل کیږي چې په تخت د کیناستو نه وروسته  علاؤالدین ته یو په بل پسې  بې شمیره  بریاوې ور په برخه شوې . هغه د ګجرات  په سیمه د ولکې کولو نه وروسته  په ډیرو نورو  سیمو هم  خپله  ولکه  کلکه کړه  اویو ځل بیایي مغلو ته  سخته ماتې ورکړه . نو ددې ټولو بریاو   او سوبو نه وروسته  د علاؤالدین په زړه کې ډول ډول او حیرانونکو  خیالاتو  وده  او نمو  وکړه .


په دې  خیالاتو کې یو خیال دا هم و  چې لکه څنګه  چې رسول الله صلې الله علیه وسلم د خپل  ځواک  او شهرت  له مخې  اسلامي  شریعت  قایم کړ او دهغه  وروسته  څلورو خلفاو د هغه شریعت نور هم  ورکلک  کړ  نو په همدې توګه  به  هغه هم  دخپلو  څلورو  واړو  جنرالانو د ځواک او بسپنې په واسطه  یو نوې مذهب   منځته راوړي  او په دې توګه  به  یي نوم د قیامت  تر ورځې  پورې  ژوندې پاته  شي .


علاؤالدین به ډیر وخت د خپلو دغو  خیالاتو  یادونه د شرابو په  محفل کې د خپلو  نزدې  انډیوالانو سره کوله  او دهغوې  نه  به  یي سلا او مشوره غوښتله، هغه  به دهمدې خلکو څخه پوښتل  چې  اخر  کومه داسې  لاره خپله کړل شي  چې زما  له  اړخه  جاري کړل شوې مذهب د محدثینو او دعلم د خاوندانو له آنده درنښت و مومي  او دهغوې د علم او ذکر  په کړیو  کې  رواج شی .


د علاؤالدین  یو بله خام خیالي دا  هم وه  چې څرنګه  چې په شاهي خزانه کې  بې شمیره  دولت  را ټول او ذخیره  شوې دې  او تر څنګ یي د فیلانو ، آسونو او …..شمیره  هم  ډیره  زیاته  شوې ده ، نو په دې خاطر  علاؤالدین  ته په کار دي  چې ددهلي  حکومت  کوم د باور  وړ  انسان ته  پریږدی  اوپه خپل د سکندر اعظم په څیر د نړۍ د سوبه کولو  له پاره  بیرون  را ووځي .


هغه غوښتل  چې د ټولو تر مخه د خراسان ، ماورالنهر ، او ترکستان سمیی  سوبه کړي ،اودبیا ددې  سیمو ټول خلک  دخپل نوي رواج کړل  شوي دین په لور  را وبولي ،  ددې  وروسته د نورې نړۍ د سوبو کولو  له   پاره مخته ولاړ شي . شام ، فارس ، فلسطین ، عرب  او عجم  ټول د خپلې ولکې لاندې راوړې  ،هلته د خپلې سوبې  بیرغ رپانده کړي  او دهغه ځایو  په خلکو کې خپل نوي  دین  رواج کړی او د سکندر اعظم  په څیر  د نړۍ د سوبې ویاړ  خپل کړي .


کله به چې  علاؤالدین  د خپلو دغو خامو خیالو یادونه  خپلو امراو  او د سلطنت  اراکینو ته کوله   نو هغوې  دده د بد مزاجۍ او  سخت  طبیعت  څخه  د په څنګ کیدو په خاطر  د هغه د  ها  سره  ها  یو ځاې کوله ،اودهغه د خوښې  سره سم به یی  ځواب  ورکاوه . د علاؤالدین  دماغ ددې  خبرو په اوریدو  ان  تر عرشه پورې  رسیده  او د غرور او تکبر  خویی حد نه و . هغه  د جوماتونو امامانو ته  حکم وکړ  چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې دهغه د نوم سره د سکند ر  اعظم  لقب  هم ورزیات کړي . همدا  راز  په سکو اوطغرو   کې هم  د هغه دا لقب  ور زیات کړل شو . ددې تر څنګ  یي  د خپلې نوې مذهب دجوړولو  کار  نور هم ګړندې کړ .


علاؤالدین  خلجیي  په بنسټیزه توګه  یو مطلقه  جاهل   او ناپوهه  انسان و . دهغه ټول ژوند  په نالوستو او جاهلو خلجیانو  کې  تیر شوې و، دلیک او لوست  سره بلکل نا اشنا و . جهالت او حیوانیت دهغه  د طبیعت  یو خاص  جز ګرزیدلې و نو په دې خاطر  ورته د  مجلس  خلکو  نصیحت  هم  نه شو کولاې . کله  به چې  علاؤالدین د خپلو  پورته  یادکړل  شوو  خام  خیالیو  یادونه کوله  نو  یو  شمیر ناست  خلک  به  بلکل  چپه خوله و   خو یو شمیر نورو  بې باکه  او  وخت پاله خلکو به دهغه  د هرې خبرې  سره   د اتفاق  سر خوځاوه .


دا خلک په ډیره ښه توګه  پوهیدل  چې د بادشاه  دغه خیالات  د لیونتوب  او  جنون  نه پرته نور څه نه دی . خو بیا به هم هغوې د علاؤالدین  دمیړانی، شجاعت  ،  او ازاد فکرۍ  په ستایلو  سره هغه نور هم  په  غلطو انګیرونو کې  ککړاوه . خو عام مسلمانان او ددین  پوهانو باندې د علاؤالدین  دا خبرې  ښې نه لګیدې  او دې ټول  خلکو او په ځانګړې توګه  د دین  پوهانو  به  دهغه  ددې  شیطانې  خیالاتو  څخه د نجات او خلاصون  په خاطر  په مساجدو کې  دعاګانې غوښتلې .


د علاؤالدین ددهلي کوټوال ، علاءالملک ، یو  پیړ او غټ  انسان و  ، هغه به د خپل همدې  پیړوالې په خاطر  په میاشت کې یو ځل   یا دوه ځله  د پادشاه دربار ته د هغه د درنښت په خاطر  را ته ، دمعمول  مطابق  یوځل  هغه  داسې  وخت  د پادشاه  دربار  ته د هغه د درنښت  له پاره راغې  چې د شرابو محفل ګرم و ، علاؤالدین په دې  وخت کې  ښه   په مستۍ کې و نو په همدې حال کې یی د خپل کوټوال  علاؤالملک  سره هم دخپلو دغو دواړو  خیالاتو  په اړه  مشوره وکړه . علاء الملک  ډیره ښه مسلمان اود مذهبي امور و  څخه ښه خبرو  ، کله چې  علاؤالدین  د هغه څخه  د خپلو  خیالاتو په اړه مشوره وکړه نو علاء الملک  په خپل  زړه کې  فکر وکړ  چې  اوس خو د مرګ  وخت  بې  له هغې  هم  را نزدې دې ، د څو ورځو د ژوند له پاره د پادشاه زړه خوشحاله کول  اوپه ریښتیا و   باندې  پرده غوړول  په هیڅ  ډول مناسبه  نه ده . علاء الملک  دا فکر  هم و کړ  چې اوس  خو دپادشاه  د  قهر نه په هیڅ  توګه ویره  نه ده  په کار ، که  ماته  په دې  اخري  عمر کې  شهادت  هم  را په بر خه شي  نو  پروایی نه شته . نوپه دې  اساس  یی خپل  زړه  غټ کړ او پادشاه ته یي  وویل :


درونده پادشاه !  که  په دې  محفل کې د شرابو د څکلو  دور  پاې ته ورسیږي  او دمحفل  نور خلک  روخصت کړل شي  نو بیا  به  دا  خادم  دخپلې  ناقصې  رایي په مطابق  د څه ویلو جرأت  وکړي . که  چیرې زما  خبره مو خوښه  شوه  نو ډیره  به ښه وي  او که نه  دغه  ضعیف العمر  خادم  به ، چې  عقل  یي ورځ  په ورځ  د خرابیدو په لور  روان  دې   ، د خپلې  خاصې  لور  رییني  له مخې  و بښئ .


سلطان  علاؤالدین د  علاءالملک دا غوښتنه   سمدستي و منله ، اوهمغه وخت یی د  محفل دخلکو څخه د جامونو  د راټولولو  حکم وکړ او  بیا یي ټولو  خلکو ته  د محفل  د ترک کولو  حکم  وکړ ، یواځې  الماس  بیګ ، نصرت خان ، ملک  مظفر ،  او غازي ملک  دهغه سره  یو ځاې پاته شول. دا هغه څلور  جنرالان  وول  چې دهغوې په  کومک  سره یي خپل نوې  مذهب  د بریاو  تر پولو رساوه .


کله  چې ټول  خلک ولاړل  او یواځې همدا  څلور کسه جنرالان  پاته شول  نوبیا  علاء الملک  خپل  لاسونه  په سینه  کړل  اود  علاؤالدین مخې ته و درید او ورته یی وویل :


درونده  سلطانه !  شریعت     د انبیاو  کرامو  سره  اړه لري  او دهغوې  نبوت د اسماني وحي  پورې  تړلې دې، خو دنبوت  منصب  اوس  په  محمد  رسول  الله باندې  پاې ته رسیدلې دې . خوکه  چیرې تا د کوم نوې  مذهب  دپیلامي له پاره غږ  پورته کړ  نو ټول مسلمانان  به  ستا پر خلاف  را پاڅیږی . اوپه ټول هیواد کې  به فتنه او فساد   را ولاړ شي . زما د ناقصې  راې  په مطابق   اوس  همدا  غوره دي  چې ته  اوس  هیڅکله هم دا ډول  خیالات په خپل  زړه کې  را و نه ګرځوی ، ځکه  چې اوس دهیڅ  انسان  له پاره دداسې مقام تر لاسه  کول  شونی نه دي .


تردې  ځایه علاءالملک  خپلې خبرې وکړې اوبیا  لږ څه تم  شو ، خو بیایي په خبرو پیل  وکړ او ویی ویل :


درونده سلطانه !  تا ته په ډیره ښه توګه  ډاګیزه ده  چې  چنګیزخان او دهغه اولاد د کلونو  کلونو  پورې د اسلام د مذهب  د ختمولو ،  او ددې پر خاې  یی  هغه  مذهب  چې  په زرګونو  کاله  هلته په ترکستان  کې  رایج  و، یو ځل بیا د رایجولو  هڅې وکړې  او دخپلو دغو موخو  له پاره یی  بې شمیره  مسلمانان  شهیدان  هم کړل  خو هغوې ته په دې برخه کې کومه بریا په لاس  ورنغله ، بلکه برعکس  د اسلام ریښتونولۍ  د هغوې په  زړونو باندې  ولکه وکړه  او ټول  قوم  یی  مسلمان  شو او ددین د عزت او حرمت  په خاطر  یي  بیا  بیا د  اسلام ددښمنانو په مقابل کې و جنګیدل .


علاؤالدین دخپل کوټوال  علاءالملک دخبرو د اوریدو  څخه ډیر اغیزمن  شو ،تر ډیره پورې  چپ و او په فکرونو کې ډوب . بیا یي په مخ  باندې  د خوښۍ  نښې  راښکاره  شوې  اوپه خندا سره یي  خپل کوټوال  علاء الملک  ته وویل :


علاءالملکه !  هغه څه  چې تا وویل  بلکل  سهي دي . زه  به انشاءالله په راتلونکې کې هیڅکله هم داسې خبرې بیا و نه کړم. خو زما  دهغه بل  فکر  په اړه   خو تا څه و نه ویل  . دهغه په اړه ستا  فکر  څه دې ؟ علاءالملک   ورته  مخ کړ او ویی ویل :


درونده سلطانه ! ستا دا دویم  فکر  بلکل  سهي  دې ، دا کار  ستا  اولوالعزمي او ستر توب   په  ډاګه کوي ، او پادشاهان   ټول  وخت  په همداسې  فکرونو باندې  غور و فکر کوي . په دې  کې هیڅ  شک نه  شته  چې د پادشاه له پاره دخپلې  میړانی ،  جرأت  ، خزانی  او لښکر  په درلودلو سره د اوو  اقلیمونو  سوبه کول  څه ستونزمن  کار نه دې . خو بنسټیز ه  پوښتنه داده  چې کله چې پادشاه دخپل سلطنت  څخه  بیرون شي او دنورو  هیوادونو د سوبو پسې  روان  شي  او تر اوږدي  مودې پورې  دخپل هیواده بیرون  پاته شي  نو څوک داسې  میړنې به پیدا شی  چې د سلطان  په  نه موجودیت کې  به د سلطنت  امورات  مخته  بوځي.


ددې نه علاوه  په دې مسئله باندې هم باید غور  وشي  چې کله  چې سلطان دکوم هیواد د سوبې  له پاره بیرون ته ځي  او دلته  خپل نایب  ټاکي، نو دهغه په  نه موجودیت کې شوني ده  چې دهغه سوبه  شوي  هیواد حاکم  یا پادشاه د خپلې وفادارۍ  څخه شاته  شي . ځکه  چې ننۍ زمانه د سکندر اعظم د زمانې څخه ډیر  توپیر لري . د سکندر  اعظم  په وخت کې   د فادارۍ څخه شاته  تګ ،  چل ول او  غداری   ډیره کمه وه .د هغه زمانې خلک په خپلو  ژمنو کې کلک وول ،کله به یي  چې دکومې خبرې وعده  وکړه  نو پر هغې به یي تر مرګه  پورې وفا کوله . بیا دا حقیقت  هم  تر سترګو کړۍ  چې د سکندر  تر څنګ د ارسطو په څیر  ستر او عالم وزیر  موجود و  او دا دهماغه ارسطو د پوهې او علم  پایلې وې چې دسکندر اعظم  د پراخه  سلطنت خلک تل د سکندر  اعظم  څخه خوښ او خوشحاله و . اودهغه اطاعت  یی  خپله و جیبه ګڼله .


علاءالملک تر دې ځایه  خبرې وکړې او بیا یي ژبه و نیوله.د لږ څه دمې وروسته  یي بیا په خبرو پیل وکړ او ویي ویل :


درونده سلطانه !  سکندر  نژدې  دوه ډیرش کاله د خپل هیواده  لرې  پروت و  او د نړۍ د سوبه کولو پسې  لګیاو. خود هغه د نه شتون  په بنسټ د هغه  په نظام کې کومه  ستونزه  را پیدا نه شوه ، کله چې هغه د ټولې نړۍ د سوبې کولو نه  فارغ  شو اوبیرته  خپل هیواد ته را ستون شو  نو خپل  هیوادوال  يی  هر څوک  لکه د پخوا په څیر  مطیع او فرمانبردار  وموندل. نو اوس که چیرې سلطان هم په خپلو امراو  او رعایاو  باندې  همداسې ډاډمن  وي  لکه څنګه چې  سکندر و  نوبیا خو سلطان په خپلو  ارادو کې  سهي   او په  حق  دې او په دې لړ کې ستا  د خبرو  سره مخالفت کول درست  نه دي .


علاؤالدین د خپل  کوټوال  علاءالملک  خبرې په ډیر غور  سره اوریدې  او بیا یي وویل:


که  زه  په خپل مخ کې دغو خنډونو ته ووینم چې تا ورته ګوته  و نیوله  نو بیا خو ماته د نړۍ د سوبه کولو  اراده پریښول  په کار دي  او  اوس  به زه یواځې  ددهلي په سلطنت  باندې  قناعت کوم او همدلته به ناست  یم . نو که چیرې  زه همداسې وکړم  نو زما شان  وشوکت  ، دبدبه ،، دا  غلامان ،  خادمان   او دا ډکې خزانې  او ….به د څه  له پاره  په کار  راځي او زما  د نړۍ  د نیولو غوښتنه  به څه ډول تر سره شي ؟


دسلطان  علاو الدین ددې  ارزو په اړه  علاء الملک  یو ځل  بیا  فکر وکړ  او  بیا یي وویل :


درونده  سلطانه !  په اوسنیو وختو کې ستا  تر مخه  دوه  داسې   فوځي دندې  شته  چې که  ته د هغې  په لاسته راوړو باندې  خپلې ټولې خزانې  و لګوی نو بیا به هم کمې وي . لمړۍ  فوځي  دنده  داده  چې د هندوستان  سرحدی  سیمي  ټولې  تر ولکې  لاندې راوړه  ، په  جنوبي  سیمو کې رتنمبور ، جالور   او چندریري ، او  په شرقي سیمو کې  د محیط  ددریاب  پورې  ټوله سیمه  اوپه شمال کې  د بلکان  او کابل  سیمي   تر خپل سلطنت  لاندی  راوړه ، دا سیمي ټولې سوبه کړه ، نو که  چیرې  داسیمي ټولې  د سلطنت  په  دایره کې راشي نو بیا په ټول هندوستان کې  دفساد او فتنې  دور  دوره   له منځه ولاړه  شي او سلطنت  به د هر ډول  اغتشاشاتو  څخه خوندي پاته شی.


دویمه  فوځی دنده دمنګولیانو دبغاوتونو او سرکشیو  له منځه وړل  دي ، ځکه سلطان  پوهیږی  چې  منګولیان  هر  وخت  زمونږ د سلطنت  په سیمو  کې  را ننوځي  ، او زمونږ په سیمو باندې  یرغلونه کوې . نو په دې خاطر د سلطان  له پاره دا اړینه ده  بلکه ډیره  ضروري  ده  چې  د دیبالپور  اوملتان  په څیر دسرحدي ښارونو ،  چې دمنګولیانو  له پاره  د بند  په څیر دي ،  دفاع  نوره  هم  مضبوطه کړي  او هر وخت  یی  نګراني وکړي ،  ددې دوواړو  فوځي  دندو د  تر سره کولو  وروسته   سلطان  کولې شي  په سلطنت  کې په امن او امان  سره  خپله حکمراني  وکړي . بیل  خپل باوري  امرین  د سترو  سترو  لښکرو سر یو ځاې  څلورو خواو ته د نورو هیوادونو د  ولکه کولو له پاره   و استوی  تر څو دا امرین  د نړۍ د نیولو  بیرغ  په  هر ځاې  و رپوي  او دخپل  اقا نوم  لوړ کړي


علاءالملک  تردې  ځایه خبرې وکړي او یو ځل بیا یي دمه  وکړه ، دلږ څه  غور اودقت  وروسته یي  علاؤ الدین  ته وکتل  او د هغې د مخ  څرنګوالي یي ځانته  معلوم کړ ، کیداې شی  دهغه  حوصله نوره  هم  ډیره  شوي  وي  نو په  دې  اساس  یي  یو ځل بیا وویل:


درونده  سلطانه !  دا ټولې موخې هغه وخت  تر لاسه کیداې شی  چې  سلطان د شرابو څښلو ،  عیش   ، سیل اوښکار په  لور  خپله  توجه  را کمه کړي    او دا ټول  هر څه په خپله و څاري .


سلطان  علاؤالدین دخپل  دغه  تجربه لرونکې   ، مخلص او مذهبي   انسان  خبرې په ډیر غور او دقت سره واوریدې ،غور  او فکر یي پرې وکړ  بیا یي د علاءالملک دعقل او پوهې  ډیره  ستاینه وکړه  اودهغه په خبرو  باندی یي دعمل کولو  ژمنه  و کړه . بیا یي  علاءالملک  ته داسې  یوه جاېزه   ورکړه   چې د زمري  انځور  پرې  منقش  شوي و. ددې ترڅنګ  سلطان علاؤالدین خپل کوټوال علاءالملک ته  لس  زره (تنګاه) او دوه  ډیر ښکلي اسونه دډیرو  ښو  زینونو سر  و رکړل .


ددې  خبرو اترو په وخت کې  چې کوم جنرالان  هلته ناست و هغوې هم  کوټوال  علاءالملک ته دهغه د میړانی  او عقل د خبرو په خاطر د څو څو زرو  (تنګاو) ترڅنګ  دوه  دوه بهترین او غوره آسونه  ور وبښل . او کله چې  ستر صوفي نظام الدین د علاءالملک  د خبرو  څخه  خبر شو نو هغه د علاءالملک په  هکله دخیر  دعاوکړه .


ددې  پیښو نه اخوا د سلطان په ژوند کې یوه  بله  پیښه  هم  را منځته شوي وه  ، او هغه د ډیر عبرت  نه ډکه  وه . ویل کیږي  چې سلطان  علاؤالدین  د شرابو دڅښلو ډیر  شوقی و او د خپلو   هم محفلونو  تر منځ  به یي ښه  د زړه  له کومي شراب  څښل . یو ځل په داسې  حال کې  چې څه خلک یي تر څنګ  ناست و او په شرابو کې مست و ، دا مستي  تر ډیره پورې  روانه  وه . هلته  ناست خلک د شرابو په  نشې کې مست  تر ډیره پورې هلته پراته و  ، هلته د سلطان علاؤالدین  قاضي  هم  ناست و . کله چې سلطان د شرابو په نشې کې تر ډیره  پورې مست پاته شو نو هلته د ټولو خلکو د پورته کیدو له  پاره یو د بل سترګو ته کتل او یوه  بل ته یي  اشارې کولې . په دې وخت کې  یو ناڅاپه دسلطان  سترګې  په دغو اشاره کونکو  و نښتې ،او یودم  یي  غږ کړ چې :


سازش ، سازش  ، په همدې وخت کې هغه د شرابو په نشې کې  مست و  چې دخپل  قاضي د وژلو حکم یی وکړ ځکه قاضي د علاؤالدین  تر څنګ  ناست و . د سلطان په حکم  یي  قاضی  له تیغه  تیر کړ .


بله ورځ کله  چې دسلطان  نشه  له منځه تللې وه نو هغه د قاضي بها  د را بللو حکم وکړ . خلکو ورته  وویل  چې هغه  خو پرون  شپه ستا په حکم  ووژل شو . ددې خبرې په اوریدو سره پاچا ډیر پښیمانه  شو او په فکر کې ډوب  شو  نو په همدې وخت کې یي د شرابو د څښلو څخه  توبه وکړه .


  دخپل کوټوال علاءالملک د سلا  له مخې  سلطان علاؤالدین  خلجیي  د هندوستان  دفیوډالانو او مهاراجه ګانو نیغې  لارې ته  د راوړلو په  خاطر  اراده وکړه . هغه خپل ورور  الماس  بیګ  اونصرت خان  د هغوې د ځپلو له  پاره د یوه ستر  لښکر  سره  ور واستول . دا لښکر دټولو تر مخه د  رنتهمبور  په  لور  وخوزید ، ځکه دوې ته حکم  شوې  و  چې  رنتهمبور  تر هر څه لمړۍ تر ولکې  لاندې راوړي . هغوې هم رنتهمبور  ته  د   ورسیدو سره سم  هغه ښار  محاصره کړ  خو د رتنمبور  را جا  همیردیو  د خپلو دوو  لکو لښکرو  سره  یو ناڅاپه د ښاره ووت . دهغه ټول  لښکر  سپاره  وول  اوپه  ډیرو ښو جنګي  وسایلو باندی سنبال و ، کله چې  الماس  بیګ او  نصرت خان دهغوې دا ځواک  وکوت  نو ډیر اندیښمن شول  ځکه د هغوې په  وهم او ګمان  کې هم نه و چې د رتنمبور راجا  ددې  ددومره  ستر او ځواکمن  لښکر  خاوند اوسي  اود کلا څخه د را وتلو سره سم دې  پر دوې  یرغل وکړی ځکه هغه لښکر  چې د نصرت  خان او الماس  بیګ سره وه د هغوې توان ددې  دوو لکو  فوځونو په مقابل کې د نشت سره برابر و .


په دې وخت کې  الماس  بیګ   او نصرت خان د  ډیرې  پوهې او هوښیارتیا څخه کار واخست ، هغوې  هلته د رنتهمبور  څخه بیرون د  راجا  سره  د نیغ  ټکر کولو پر ځاې  سمدلاسه  شاته ولاړل  اوپه یوې نژدې  کلا کې یي  ځان  محاصره کړ ، دا کلا  جهاین  نومیده ، په جهاین کې د پناه اخستلو نه وروسته  الماس  بیګ او نصرت  خان د خپلو تیزو  تلونکو قاصدانو په واسطه  سلطان د حالاتو  خبر  کړ او دهغه  څخه یی  د نور ې بسپنې  غوښتنه وکړه .


کله  چې سلطان ته  د خپلو  ورونو  الماس  بیګ او نصرت  خان  دا پیغام ور  ورسید نو ډیر  په قهر  شو اودهمدې  قهر او غضب  په  حال کې یي  یو ستر لښکر سره یو ځاې ددهلي  څخه  کوچ وکړ اودجهاین د کلا په لور ،  چې  الماس  بیګ  او  نصرت خان  په کې   د راجه همیر دیو  له  اړخه  محاصره شوی  و ،  روان شو . په دې لښکر کې کمال الدین د فوځ  د سپه سالار په توګه د علاؤالدین  سره یو ځاې و .


دجهاین په لور د تللو په وخت کې سلطان  علاؤالدین   په تلپت نومې  ځاې کې  پړاو وکړ ، دا ځاې ددهلي څخه نزدې  ( ۱۸  کوسه ) لرې  دې . په  دې  ځاې  کې سلطان  لښکر ته د دمې کولو  حکم وکړ اوپخپله  دښکار  په لور ولاړ .


د علاؤالدین وراره سلیمان شاه  هم د علاو الدین په لښکر کې  شامل و . د ښکار په وخت کې علاؤالدین په یوه  لوړ  ځاې کې ناست  و، د سلیمان شاه په فکر کې  دا  را وګرزیدل  چې  ولې د وخت  نه په ګټی اخستلو سره  سلطان  ونه  وژني  اوپخپله د خپلې پادشاهۍ  اعلان و نه کړي ،نوموړې  همغسې پلان  جوړ کړ  لکه  څنګه  چې  علاؤالدین د خپل کاکا  جلال الدین په مقابل کې  جوړ کړې و .


سلیمان شاه د خپل دغه پلان  دپلې کولو له پاره د خپل  دلګي  سل کسه نوي مسلمان شوی   نوکران   له ځانه سره کړل او هغه  لوړ  ځاې ته ، چیرې  چې سلطان د ښکار  له پاره  سنګر نیولې و ،د سلطان د وژلو  له پاره ولاړ .  په دې وخت کې  دسلطان  ساتونکې  د سلطان  څخه په ډیره  لرې  فاصله کې  پراته و .  سلیمان  شاه  د خپلو  ملګرو  په واسطه  په سلطان   باندې دغشو باران  جوړ کړ ، تر یوه وخته پورې خو علاو  الدین  خپل  ځان ددې  غشو  څخه  اخوا دیخوا کاوه   خو بیا یي هم  په مټانو باندې  دوه   زخمونه  پیدا  شول ، په دې وخت کې دسلطان  سره نه د هغه کوم  ساتونکې و او نه  کومک  کونکې . په دې خاطر  د غشي د لږیدو سره سم  علاؤالدین  په زمکه را پریوت  او خپل  ځان یی د  مړي  په څیر  واچاوه .


دعلاؤالدین  وراره سلیمان شاه  دخپله  اسه  را کیوت ، هغه  فکر کاوه  چې  علاو الدین زخمي شوي او لاندي را پریوتې دې  نو په دې خاطر  به هغه مخته  ورشی او د هغه سر به له تنې څخه  بیل کړي  اوپه دې توګه به خپل حکومت  اعلان کړي  په دې وخت کې د سلیمان  ګڼ  شمیره  ملګرې  سپاهیان هم دهغه سره  یو ځاې  هملته راټول  شول . هغوې ټول د سلیما سره دهغه د اطاعت  ژمنه وکړه  او تر څنګ  یی سلیمان  ته وویل  چې  علاؤالدین  له منځه تللې دې .


سلیمان د خپلو  دې ملګرو په خبرو باندې  باور وکړ  او په خپل اس  سپور  شو اولښکر ځاې ته ولاړ  او نیغ  په شاهي تخت  باندې کیناست . هغه په ټول  لښکر کې دا  اعلان وکړ  چې  علاو الدین یی وژلې دې او دحکومت واګې یي په خپل  لاس کې اخستې دي . لښکر ته دهغه په دې خبرې باندې باور  پیدا شو او هر سړي د خپلې مرتبي او رتبي په  اساس  دهغه په  خدمت کې حاضر شو او دخپله اړخه  يی  ورسره  بیعت  وکړ .


نقیبانود مبارکۍ او سلامتۍ  شور او غوغا جوړه کړه ، او قاریانو د قران  تلاوت  پیل کړ ، نغمه وهونکو  خپلې  طبلې  او ربابونه  په  ډزار او  اواز  را وستل . خو سلیمان شاه ډیر بې تجربي  او  بې صبره و.  ځکه  هغه په همدې وخت کې  په شاهي حرم سراې کې د ور  ننوتلو هڅه وکړه  خو کله  چې هغه د حرم سراې  دروازې ته ور ننوت  نو دهغه  ځاې  سردار   ملک  دینار  خان  چې په دغه وخت   کې دخپلو  عسکرو سره یو ځاې  د حرم سراې ساتنه  کوله  سلیمان  شاه پرې نه ښود  چې هلته ورشي  او ورته یی  وویل  چې تر هغې  چې د سلطان  پرې کړل  شوې سر  و نه  ویني  نو تر هغې به هیڅوک  حرم  ته پرې نږدی  چې ور ننوځی ،


هلته د سلیمان  او دهغه دسپاهیانو د راستنیدو نه  وروسته ، علاو الدین  را پورته شو ، هغه فکر کاوه  چې سلیمان  به په هغه دا وژونکې  ګذار  د هغه  د امراو   په سلا  او مشورې سره کړې وي  نو په دې خاطر  یي غوښتل  چې په ډیر تدبر  سره کوم  قدم واخلي . په دې وخت کې د  پنځوسو شپیتو کسانو هغه ډله  چې هلته په ښکارځاې کې  له ده  سره مشغوله وه  هغوې  هم بیرته را ستانه شول او دسلطان سره یو ځاې  شول . دلته  سلطان  فکر وکړ  چې هغه د خپلو همدې ملګرو سره یو ځاې د جهاین د کلا په لور  دخپل  ورور  الماس  بیګ او نصرت خان  څنګ ته ورشي ،او دهغوې سره د مشورې کولو وروسته بیا  قدم پورته کړي  خو  دسلطان هغه ملګرو  چې په ښکار کې  دهغه  سره یو ځآې و  سلطان  یي ددې خبرې  څخه  را  واړاوه . او  ورته  یی  وویل  چې  غوره  ده سلطان  همدا اوس د خپل پړاو  په لورې ولاړ شي  ، هغوې  ورته داسلا  هم ورکړه  چې دسلیمان  حکم  به لا  تر اوسه پورې په ټول  لښکر کې نه وې جاری شوې   نو په دې  خاطر  به ستا پخواني  سپاهیان به د شاهي چتر په کتلو سره  ستا په لور  را  وڅرخيږې . اوپه دې تر تیب  به  د سلیمان  ټولې هڅې د خاورو  سره خاورې شي  او که چیرې په دې لړ کې د لږ څه  ځنډ  څخه هم کار واخستل شي  نو بیا به دحالاتو  را جوړول   ستونزمن  شي .


علاؤالدین دا  سلا  و منله ، او هغه شاهي  چتر  چې د علاؤالدین  تر څنګ پروت  و  همغه یي په کار  راوست . علاؤالدین په ډیر ارام  او سکون  سره د لښکر  په لور روان شو ، په لاره کې به  چې دکومو عسکرو  مخ  دې  لورې  ته  شو سمدستي به یی  دده ملتیا  ته را وځغاستل  ان تر دې  چې  لښکر ځاې ته درسیدو پورې  یو زیات شمیر  عسکر د علاؤالدین څنګ ته  را ټول شوي و .


علاؤالدین یو لوړ  ځاې ته وخوت او خپل  شاهي چتر یی  ټولو  لورو ته  وښوده ، د شاهي  چتر د کتلو سره سم ټول  لښکر د  علاؤالدین  په لور را مات شو او د سلیمان  دربار  وران  ویجاړ  شو. فیلبانانو   چې د سلیمان  له  پاره یي  فیلان  تیار کړي و او غوښتل یي د سلیمان  په دربار کې  یی  وړاندې کړي  ، د  شاهي  چتر په کتلو سره   د ټولو  شاهي  وسایلو  سره یو ځاې د سلیمان  ددرباره  را پورته  شول او د علاؤالدین خواته راغلل .


علاو الدین د خپل  حرم  ساتونکې  ملک  دینار  را وباله ، کله  چې ملک  دینا د سلطان  مخې ته راغې  نو سلطان  هغه ډیر زیات  و ستایه  او ورته  یي وویل :


ملک  دیناره !  ماته همدا  اوس  اوس خبر  راغې  چې تا  سلیمان   زما حرم ته د ورننوتلو څخه منه کړې دې ، ددې  میړانې  له پاره   چې زه  ستا هر  څومره ستاینه وکړم  هغه   لږه ده . زه  به  ددې  په مقابل کې  تاته  تر ټولو ستر انعام درکړم  چې ستا دخوښۍ سبب  به وګرځي . ماته  یو بل خبر  هم را رسیدلې دې  چې  زما د سپه سالار کمال الدین پرته  د لښکر و زیات  شمیر کسانو د سلیمان  د اطاعت  له پاره  ځانونه  تیار کړی و . ته په دې اړه  څه وایی ؟


دهغه په دې خبره ملک  دینار  په ډیره  عاجزۍ سره  وویل :


درونده سلطانه ! هغه وخت  چې ټول لښکر د سلیمان  سره یو ځاې شو  نو ستا د لښکر مشر  کمال الدین د حرم  د خیمه ځاې  په چاپیریال کې د خپل لښکر د خپرولو  وروسته  ماته راغې او ماته یي حکم وکړ  چې زه  هیڅکله هم سلیمان ته اجازه ورنکړم  چې د سلطان حرم  ځاې ته ور ننوځي . درونده سلطانه ! ما خو دهمدې کمال الدین  په حکم  د دومره ستر  جرأت  زړه وکړ او د سلیمان مخې ته  ودریدم  او هغه مې پرې نښود  چې ستا حرم  ځاې ته ور ننوځي ، ځکه  زما تر شا د کمال الدین  میړانه  او شتون و  او د کمال الدین  ټول  لښکر د حرم د ساتنې له پاره  دخیمو په چار چاپیر کې موجود و .


په ځواب کې علاو الدین تر یوه وخته  پورې په فکر کې ډوب و  بیا یي ملک دینا ته مخ کړ او ورته یی وویل:


ملک دیناره !  ولاړ  شه او کمال الدین  تر ما پورې  را ورسوه . ملک دینا  سمدلاسه دهغه ځایه پورته شو او ولاړ. د لږ ځنډ وروسته ملک  دینا د کمال الدین  سره یو ځاې د سلطان  مخې ته  ولاړ و ، سلطان تر لږه وخته پورې  کمال الدین د سر نه تر پښو  پورې  و څاره   اوبیا یي ورته  وویل :


کمال الدینه  زویه !  زه  ستا ډیر  زیات ممنون او مشکور یم  چې  په داسې  ستونزمنو حالاتو کې او زما په نشتوالي کې  تا د ملک دینار  سره یو ځاې  زما دحرم سراې  ساتنه کړې ده .


کمال الدین  په ډیره   عاجزۍ  سره ورته وویل :


درونده سلطانه ! دا خو ستا له  اړخه ډیر  تیرې دې، ته ماته  زوې هم وایی او بیا زما شکریه  هم  ادا کوې ،ته  چې کله  ما خپل زوې  ګڼي  نو بیا خو ستا دحرم سراې  ساتنه  زما  له پاره  فرض  عین ده . ما په تا کوم احسان  نه دې کړې ، درونده  سلطانه ! ما د خپلو دندو په تر سره کولو  کې برې تر لاسه کړې دې .


     سلطان علاؤالدین د ستایني  په سترګو یو ځل بیا  کمال الدین  ته وکتل  او ورته یي وویل :


کمال الدینه زویه !  دا ټول  ستا اطاعت دې او ستا  د زوېولۍ اداب دي  چې زه یي  تر اغیز لاندې  راوستې یم . زویه ! تا او ملک  دینا ماته  هغه کار  کړې  دې  چې د کولو په خاطر  یي  زه  دحده زیات  خوشحاله یم . زما زویه ! ته  لښکر سنبال کړه  او هلته سلیمان  پسې ولاړه شه  ، که هغه تښتیدلې وي نو  تعقیب  یی کړه اوپه هر صورت یي سر له تنې پرې کړه او تر ماپورې یي راوړه ، دهغه ورور  قتلق خان  ته  هم همداسې سزا ورکړه .


دسلطان ددې حکم سره سم  کمال الدین د سلیما تر شاه وخوزید ځکه  چې سلیمان د لښکر ځآې څخه تښتیدلې و او افغان پور  لورې ته یي ځان   رسولې و . خو دتیښتې په وخت  کې کمال الدین  و نیوه  دهغه سر یي د  تنې څخه  پرې کړ  او دهغه ورور  ته  یي همدا ډول  سزا ورکړه  او د دواړو  سرونه یي  د علاؤالدین مخې ته کیښول . علاؤالدین  تر څو ورځو پورې هملته د خپل  لښکر  سره یو ځاې  پړاو وکړ    او بیا یي د تلپت  څخه د جهاین د کلا په لور  کوچ وکړ .


پرلپسې لري …….