کندز : د پوليسو د ١ افسر او ٦ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | اگست 15th, 2010


د کندوز ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د وسلوالو طالبانو سره په يوه نښته کي د دوى يو افسر او د طالبانو شپږ تنه وژل سوي . نوموړې نښته د علي آباد په ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې ده چي د يادي ولسوالۍ د ولسوال په وينا نښته هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله طالبانو پر ياده ولسوالۍ برېد وکړ . چي وروسته د دوى له لوري په ځوابي ډزو کي نوموړي کسان ووژل سول .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024