کور / تازه خبرونه / پر پاکستاني پوځونو بريد وشو

پر پاکستاني پوځونو بريد وشو

 


په باجوړ ايجنسۍ كښې دپاكستاني پوځ  په كلا د درنو وسلو بريد شوى چې له امله ئې  غاښى روډ له مينځه وړل شوى په دې پيښه كښې دمرګ ژوبلې په اړه خبر نه دى خپور شوى دخبرونوله مخې پيښه دمومندو سيمې دكټ كوټ په سيمه دنامعلومه وسله والو لخوا راكټونه وتوغول شول چې ډيره ورانې ئې رامنځته كړه  خو دمرګ ژوبلې په اړه راپور نه دى ترلاسه شوى


زموږ بل همکار هم له سيمي د پيښي په اړه داسي راپور راليږلی :


باجوړ ايجنسۍ کښې د سکاؤټس پر کلا باندې په درنه وسله سره بريد وشو او بلخوا ته غاښۍ پاس سړک باندې بم چاودنه وشوه ، خو په دواړو پېښو کښې مرګ ژوبله نده اوښتې ، د راپورونو تر مخه د باجوړ ايجنسۍ تحصيل ماموند په سيمه کټ کوټ کښې د باجوړ سکاؤټس سرتېرو پر قلعه باندې د نا اشنا وسلوالو لخوا بريد وشو په دغه بريد کښې د توپ ګولۍ او راکټ کارول شوى دى ، سرتېرو ځوابي عمليات تر سره کړو او د وسلوالو پټځايونه يې په نخښه کړو خو په عملياتو کښې کوم کس ته د زيان اوښتلو خبر ندى تر لاسه شوى.