کور / راپور / توريالي ويسا د معروف ولسوالۍ څخه له نژدې ليدنه وکړه

توريالي ويسا د معروف ولسوالۍ څخه له نژدې ليدنه وکړه

نن سهار تر غرمې مخكي دكندهار والي او نظامي شوراء رئېس پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا د يو ګډ پلاوي سره د معروف ولسوالى ته سفر وكړ.

په دغه سفر كي د كندهار والي سره د جنوب لوديځي حوزې د آيساف قومندان تورن جنرال كارتر، د ولايتي پرمختيايې ټيم مرسيتال بيل هار يس، د پوليسو د 404 ميوند زون قومندان تورن جنرال شفيق فضلي او د سرحدي پوليسو قومندان جنرال تفسير، د سرحدي پوليسو رئېس اركان جنرال عبدالرازق او امنيه قومندان جنرال سردار محمد ځاځى هم ملګرتيا كول.

و معروف ولسوالى ته د ګډ پلاوي د سفر موخه دا وه چي د همدې ولسوالى د امنيتي وضيعت، حكومتدارۍ، اقتصادي اوپرمختيايې چارو څخه له نژدې ليدنه وكړي.

د معروف ولسوال دكندهار والي او ورسره پلاوي د سفر څخه چي يادي ولسوالى ته يې كړى، مننه وكړه او دوى ته يې د ښه راغلاست سربيره وويل(( معروف ولسوالي دكندهار ولايت د سرحد له مهمو ولسواليو څخه ده چي دكندهار ښار څخه په ليري واټن د ډيورنډ كرښي سره پرته ده او ستري ستونزې يې په سيمه كي دپاخه سړك نه شتون ، روغتيايې كلنيك او د پوليسو كموالى دى، نو زه هيله لرم چي په دې دواړو برخو كي له موږ سره عاجله مرسته وسي او زموږ د پوليسو په شمير كي زياتوالى راوستل سي ولسوال د خپل ولسوالى امنيت د پخوا په پرتله په سلوكي ۷۰% ډاډمن وباله او زياته يې كړه چي دوى په ولسوالى كي د كليدي رياستونو مامورين نسته، ولسوال او امنيه قومندان دكار تعمير نه لري ددې لپاره چي د دوى ولسوالى د 360 كليو لپاره د پرمختيايې چارو آسانتيا برابر سي. دوى د ځينو نويو پوستو د جوړولو په خاطر د پوليسو د شمير ډيروالى غواړي.

همدارنګه ولسوال زياته كړه دكمي ورځي څخه چي معروف ولسوالى ته بهرني ځواكونه راغلي په امنيت كي ښه والى راغلى دى.

سربيره پر دې د معروف ولسوال په ولسوالى كي د روغتيايې كلينك د پرانستني او د جامع جومات د كارو څخه يادونه وكړه او وويل چي په ولسوالى كي د لوى جامع جومات 60 سلنه كار بشپړ سوى او نور كار به يې په نژدې راتلونكي كي بشپړ سي.

دكندهار والي محترم پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا د معروف ولسوال ټول فعاليتونه وستايل او وويل (( معروف ولسوالى دكندهار يوه د مهمو ولسواليو څخه شميرل كيږي او ډيره تاريخي ولسوالي ده، او زيات كار ته اړتيا لري ، موږ غواړو چي لمړۍ د معروف په ولسوالى كي حكومتداري تقويه كړو او ورسته به د امنيت لپاره ګام پورته كړو او زما ستاسي څخه غوښتنه داده چي د ملي پوليسو او ملي اردو دليكو لپاره ځوانان راكړى ترڅوموږ يې وروزو او په مجهز ډول يې بيرته تاسي ته راوليږو ترڅو دلته ستاسي لپاره خدمت ترسره كړي او موږ به ډير ژر د ولسوال او امنيه قومندان دكار لپاره د تعميرونو پر جوړولو باندي د سيمه ايزو ارګانوخپلواكه ادارې او د كورنيو چارو وزارت سره په دې اړه خبري وكړو او د يو مدركه به بودجه ورته پيدا كړو.

په جنوب لويدځه حوزه كي د آيساف قومندان جنرال كارتر هم دمعروف ولسوالى يوه دمهمو ولسواليو څخه وبلل او وويل(( دمعروف ولسوالي چي د ډيورنډ دكرښي سره ګډه پوله لري د بين المللي ځواكونو لپاره ډيره د اهميت وړ ده ځكه نو موږ دلته خپل سرتيري د مسلمان عربو ورنوسره راوستي او دوى به په ګډه د ولسوالى د امنيت لپاره كار سره كوي البته زموږ حضور دلته لنډ مهاله نه بلكي اوږد مهاله دى.

له بلي خوا ومعروف ولسوالى ته د غزيدلي اتيا كيلومتره سړك د جوړيدو غوښتنه هم د سرحدي پوليسو د رئېس اركان جنرال عبدالرازق لخوا وسول ده وويل كه چيري كوم مرسته كوونكى هيواد د سړك د جوړيدو ژمنه وكړي دى به يې امنيت سل په سله كي ساتي. چي دا مهال يې كار نيمګړى دى.

همدارنګه د عربي متحده اماراتو تولى مشر جګړن خالدد معروف ولسوالى پر امنيت باندي رڼا واچول او وويل(( زه ځانګړې وعده نه وركوم تراوسه موږ په معروف د 6 بابه مسجدو او 80 حلقوڅاګانو د كيندني كار پيل كړى بايد ووايم چي د سترو پروژو پلي كول يوڅه وخت اومناسبو پرمختيايې شركتوپيدا كولو ته اړتيا لري، خو بايد ووايم چي د افغانستان راتلونكى ښه دى موږ يعني متحده امارات 40 كاله پخوا په دغه حالت كي ؤ چي اوس افغانستان دي.

د پوليسو د 404 ميوند زون قومندان جنرال شفيق فضلي په خپل وار سره د معروف ولسوالى مسؤلينو ته وينا وكړه او وويل(( موږ به په معروف ولسوالى كي د پوليسو تشكيل زيات كړو او د محلي پوليسو موضوع به د كورنيو چارو وزارت سره شريكه كړو او هغه پلان به ډير ژر په دې ولسوالى كي عملي سي.))

و معروف ولسوالى ته ګډ تللي پلاوي د ولسوال او امنيتي مسؤلينو سره وعده وكړه چي دوى به په ډير نژدې راتلونكي كي يوځل بيا معروف ولسوالى ته سفر كوي او هغه ستونزي چي دامهال دوى ورسره مخ دي د وركيدو لپاره به يې هلي ځلي كوي.