کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اسرائيل د اضمحلال په لور

اسرائيل د اضمحلال په لور

له هولوکوسټ څخه وروسته د نړۍ يهودانو دا فکر وکړ چې دوي بايد يو قوي ملاتړ ولري، داسې ملاتړ چې له يوې لوري د نړۍ ځورواک وي او له بلې لورې د يهودو هر اړخيز ملاتړ وکړي، داسې ملاتړ چې په پټو سترګو وي، که يهود هرڅه کوي ورسره مخالفت ونکړي او له يهودو سره د نړۍ په مقابل کې ودريږي .
چې لدې لاري د يهودانو لپاره د اسرائيل په نامه د هېواد جوړيدل ممکن و .
د يهودو په نظر کې يو داسې مناسب او وړ هيواد د امريکا متحده ايالات و، هغوي په امريکې کې له هر لورې ننوتل، امريکا يې په سياسي، ټولنيزه او مطبوعاتي برخو کې ايساره کړه .
هلته د امريکې په متحده ايالاتو کې لمړى دوي پدې وتوانيدل چې د امريکې مطبوعات تر خپل پټ کنترول لاندې راولي، کله به چې د کومې ورځپاڼې يا مياشتنۍ خپرونې بوديجه پاي ته رسيده او ورځپاڼه به د بنديدو له ګواښ سره مخ وه، پانګه والو يهودانو به ورته وييلې چې دا خدمت نور موږ په خپلو اوږو اخلو که څه هم دا به زموږ پانګې ته هم ناوړه پايله ولري خو موږ د امريکې لپاره دا کار کوو دا په حقيقت کې زموږ يو لوى خدمت دى چې د امريکې خلکو او دولت ته يې کوو .
امريکايانو به هم وييلې چې رښتيا هم دا خلک خدمت کوي او د امريکايې ټولنې لپاره په ځان داسې مصارف مني، پداسې حال کې چې دا د يهودانو يو له هغو څلورو اهدافو څخه و چې د دې له لاري يې په امريکا اوبيا نړۍ باندي تسلط غوښته .
د نړۍ مطبوعات يهودو ته ډير ارزښت لاره ځکه مطبوعات هم د حکومت څلورم ځواک بلل کيږي .
د امريکې د اقتصاد له لاري د امريکې يهودان پدي وتوانيدل چې د امريکا متحده ايالات ټولنيزه او سياسي راونيسي او تر خپل کنترول لاندې يې راولي .
پدې وخت کې يهوادانو ته د اسرائيلو جوړيدل او په نړۍ د واکمنې زمينه مساعده شوه، دوې په نړۍ باندې د واکمنۍ په فکر کې شول او د دې هدف د لاسته راوړلو لپاره يې کار پيل کړ .
صهيونستانو په کال ١٩٤٥ز کې ملګري ملتونه جوړ کړل، يهوادانو داسي فکر کاوه چې د ملګرو ملتونو له جوړولو څخه وروسته هغوي کولى شي هم په اسلامي نړۍ تسلط پيدا کړي او هم په نوره نړۍ، رښتيا همداسې وشول، دوي د ملګرو ملتونو له لاري خپل ډيرو اهدافو ته لاس رسې پيدا کړ او څنګه چې دوي له ١٩١٧ز څخه د يو غير مشروع هيواد جوړولو په فکر کې و، خپل غير مشروع هيواد يې يو مشروع هيواد وګرځاوه .
د يهودو بل اساسې هدف د نړي په اقتصاد منګولې لګول دي چې پدي کې اساسي شي سره زر او توره طلا (پټرول) دي، پدې کې مهم کار چې يهودو سرته ورساوه هغه د نړيوال بانک او (آي، ايم، ايف) يعنې نړيوال وجهي صندوق جوړول و، له دي لاري يهودو د نړۍ په اقتصاد منګولې ولګولې او تر خپل کنترول لاندي يې راوسته .
دوي د اسرائيلو په نامه يو غير قانونې هيواد جوړ کړ، چې دا هيواد د امريکې، فرانسې او انګلستان له پوره مرستې او ملاتړڅخه برخمن هيواد و .
څنګه چې مو مخکې هم يادونه وکړه يهودو په نړۍ حاکميت کاوه او داسې ځواک نه و چې د دې غير مشروع هيواد په مقابل کې ودريږي او دا مقدسه ځمکه بيرته مظلومو فلسطينيانو ته ورکړي .
يواځې څو عربي هيوادونه په نشنلستې او عربيت پاڅيدل، دوې ويلي چې دا د عربانو ځمکې دي، اسرائيل يو غير مشروع هيواد دى، دغو نشنلستو هيوادونو يوځاي له يهودانو سره د دوي له اسرائيلي دولت سره پنځه لويې جګړي وکړې خو هر وارې يې له ډيرې بې شرمه ماتې وخوړي او نوري ځمکې يې هم له لاسه ووتې، د دغو جګړو څخه د يادونې وړ د کال ١٩٦٧ز کال جګړه وه، پدې جګړې کې د عربانو له لورې اردن، مصر او سوريه وه، دا جګړه د نورو جګړو پڅير د اسرائيلو په بري پاى ته ورسيده او له دوي څخه يې ډيري ځمکې هم ونيوې چې له هغو څخه غزه ونيول شوه، له مصر څخه سينا ونيول شوه، القدس الشرقية او الضفة الغربية هم په همدي جګړه کې ونيول شو او له اردن څخه جولان هم ونيول شو .
په کال ١٩٨٢ز کې د لبنان او اسرائيلو ترمنځ جګړه رامنځ ته شوه او اسرائيلو لبنان اشغال کړ چې په کال ١٩٨٥ز کې اسرائيلي ځوکونه د لبنان څخه د جنوب څخه پرته ووتل چې په کال ٢٠٠٠ز کې د حزب الله په سياسي او عسکري فشارونو اسرائيل له جنوب څخه هم ووتل، عربان دغو جګړو داسې وويرول چې نور يې د جګړي نوم هم په خولې وانخست، دوي داسې ګومان کاوه چې اسرائيل يو نه ماتيدونکې حکومت دى .
په هغه وخت کې د نړۍ وضاع بيخې بدله وه، داسې څوک نه و چې د اسلام په نامه ودريږي او د اسرائيلو په وړاندې د فلسطين د خلکو دفاع وکړي او ددوي حقوق وغواړي، البته چې د اسلام داسې ډير بچيان و چې د فلسطين مرسته يې غوښته او حتى له هغوي سره به يې ځاني او مالي مرسته يې هم کړې وه، خو د دولت په سطح داسې څوک نه و .
که په عربانو کې کوم هيواد د فلسطين د آزادولو غږ پورته کاوه هغوي به هم د عربيت او نشنليزم په فکر کې و، چاهم د اسلام په نامه له فلسطينيانو سره مرسته نه کوله .
په داسې وخت کې چې نوى اسلامي خلافت نوى نوى لمنځه تللى و او هيڅ کوم هيواد د اسلام او اسلامې ارزښتونو څخه په دفاع پاتې نه و، عام مسلمانان پاڅيدل او هڅې يې پيل کړې، د اسلامې ارزښتونو د ساتنې لپاره يې اسلامې خوځښتونه جوړ کړل، چې د هغوي له جملې څخه په فلسطين کې په کال ١٩٨٧ز کې د حرکة المقاومة الاسلامية (حماس) په نامه جهادي خوځښت د شيخ ياسين په مشرۍ شپږو نورو مسلمانو او با احساسه فلسطينيانو چې عبارت و له ابراهيم اليازوري، محمد شمعه، عبدالفتاح دخان، شهيد عبدالعزيز رنتيسي او عيسى النشار صلاح له لورې تاسيس شو .
چې پدي درويشتو کلونو کې له مبارزي، خدمت او شهادتونو څخه وروسته دوي په دې وتوانيدل چې فلسطينيانو ته قناعت ورکړي چې موږ ستاسو د هيواد او اسلامي ارزښتونو څخه د حفاظت لپاره پاڅيدلي يو، همدا و چې دوي په فلسطين کې د حکومت چارې په لاس کې ونيوې او نن همدا يواځېني فلسطيني خوځښت دي چې د اسرائيلي دښـمن په مقابل کې يې سينه سپر نيولې او هره ورځ له مشکلاتو سره سره د فلسطينيانو له لوري يې نور هم ملاتړ ډيريده، د خلکو کورونه وران شول، ځامن يې شهيدان شول او هرډول سختې يې وليدې خو نور هم د حماس ملاتړي ډير شول، صهيونستانو چې د غزې له پريښودو څخه يو اساسي هدف هم همدا و چې غزه په يو لوى زندان بدله کړي او خلک د حماس له ملاتړ څخه پکې زړه تورن کړي او د فتح ګوند سره چې د اشغال هري خبري سره سرخوځوي پسې يې بيا ودروي، خوشبختانه چې دا پلان يې ناکام شو .
بلې لورته په لبنان کې چې صهيونستانو ته يې نيول هيڅ هم نه ښکاريده يو داسې مقاومت راپاڅيد چې د اسرائيل وجود يې له خطر او اضمحلال سره مخ کړ، دا ګوند د حزب الله په نامه شيعي ګوند و چې ١٩٨٢ز کې د حسين فضل الله له لورې يې بنسټ کيښودل شو و .
حزب لله له هغې چې اسرائيل د لبنان په جنوب کې و له مشکلاتو سره مخ کړ، هغوي يې د سياسي او نظامې فشار لاندې راوستل او په کال ٢٠٠٠ز کې يې اسرائيل له جنوب څخه په وتلو مجبور کړ .
حزب الله اسرائيل ته په اصطلاح درد سر و، هرکله به يې په اسرائيلو راکټي بريدونه کول، بالاخره اسرائيلو په کال ٢٠٠٦ز کې د حزب الله د لمنځه وړلو لپاره يوه لويه جګړه پيل کړه چې ٣٣ ورځې يې دوام وموند، د اسرائيلو هدف د حزب الله لمنځه وړل و، خو خپله اسرائيل پکې له داسې مقاومت سره مخ شو چې هيڅ يې تمه هم نه وه، کله چې اسرائيل وپوهيدل چې جګړه کې پاتې راغلل او خپله د اسرائيلو په دننه کې لوي جنجالونه پيل شو، د اسرائيلو لمړى وزير او د دفاع وزير د خلکو له ملاتړ څخه بې برخې شول نو د سولې خبري يې پيل کړې او جګړه يې ودروله .
دا د اسرائيل لپاره په حقيقت کې يوه لويه ماته وه چې د يو وړوکې تنظيم له لورې اسرائيلو ته ورکړل شوه او عربان هم پوه شول چې اسرائيل هم ماتيږي، عربانو ويلې چې دا د اسرائيلو په تاريځ کې له عربو سره شپږمه لويه جګړه ده خو اسرائيل وويل چې نه دا لمړۍ وه!، دا جګړه ځکه ډيره حيرانووکې وه چې له اسرائيل سره د امريکې او انګلستان بې شميره مرستو سره سره يو وړوکى تنظيم له يوه قوى هيواد سره پکې لاس او ګريوان او د نړۍ قوي ټانګ، په سيمه کې قوي فوځ او له هر ډول سلاح لرونکې هيواد ته ماته ورکول کيږي .
پدې جګړه کې ډير لبنانيان شهيدان شول، ډير بې کوره شول او نور ضررونه يې وليدل خو د حزب الله ملاتړ لاهم ډيريده، ګرچه نړيوالې ميډيا به داسې ښودله چې لبنانيان له حزب الله څخه زړه تورن دي خو په حقيقت کې نور هم خلک له حزب الله سره ودريدل .
يوه ډيره حيرانوونکې کيسه ده، حسن نصر الله وايې چې د يوې زړې ښځې چې دوه کوره يې لرل او دواړه وران شوى و خو دې به ويلې چې بيا هم د حزب الله سره ولاړه يم او بيا هم د حزب الله ملاتړ کوم .
د لبنان په څير هيواد کې داسې مقاومت په وضاحت سره د اسرائيل د اضمحلال پيغام لځان سره لري، راځئ اوس د عراق لور ته لاړ شو، په عراق کې صدام حسين د اسرائيلو مخالف و او اسرائيل هم ترينه ډيره ويره لرله همدا وه چې امريکې د اسرائيل د نجات لپاره په عراق کې جګړه پيل کړه، په عراق کې صدام حسين يو بعثي و، هغه د اسلام لپاره د فلسطين دفاع نه کوله، خو که هرڅه و د اسرائيلو مخالف و .
په عراق کې د امريکې له حملې څخه وروسته داسې مقاومت ولاړ شو چې په ډير پاک زړه او اسلامي هدف د اسرائيلو سره جګړه او د اقصى جومات آزادول غواړي، عراق له پخوا هم د اسرائيلو لپاره يو لوى خطر شو، ځکه دا پاکې ولولې اسلامي احساس چې عراقي مجاهدين يې لځان سره لري د شهيد عبدالله عزام له فکر څخه يې سرچينه کړې، هغه فکر چې اسرائيلو تقريبا شل کاله پخوا ورڅخه ويريده او بالاخره دا مفکر يې شهيد کړ .
په راتلونکي کې به عراق د صدام حسين له وخته هم د اسرائيلو لپاره ډير خطرناک وي، ځکه چې د عراقي مقاومينو يو له اصلي او اساسي موخو څخه د اقصى آزادول دي .
که يمن کې فکر وکړو، شل کاله پخوا يمن کې کمونيستي فکر دومره مخکې تللې و چې يمن يې په خپل منځ کې دوه ټوټې کړ، اوسني يمن ته که وګورو د اسلام د راتلونکي د نجات لپاره دې لورته هم د خلکو سترګې دي او نن ورځ يمن هم د نړيوالو اسلامي تحريکونو يوه ځاله ګرځيدلې او د امريکې او اسرائيلو لپاره يو لوى تحديد دى .
ترکيه يو داسې هيواد و چې اسلامي خلافت پکې لمنځه ولاړ او پرځاې يې يو سيکيولر نظام راغې، دغه سيکيولر نظام له اسرائيلو سره ښي اړيکې لرلې او اسرائيل يې په رسميت وپيژانده، ترکيه په اسلامي نړۍ کې يواځينې هيواد و چې له اسرائيلو سره يې داسې نيږدي او دوستانه اړيکې لرلې .
اوس راځئ هغې ترکيي ته لاړ شو چې له اسرائيلو سره ترټولو نيږدې اړيکې لرلې، هلته په ترکيه کې د اسلام پالو له يوي اوږدې مبارزې څخه وروسته د ترکيي اسلامپال پدې وتوانيدل چې په ترکيه کې خپل محبوبيت پيدا کړي، هلته هغوي د خلکو اقتصاد ډير ښه کړ او ډير خدمتونه يې وکړل، همدا وه چې خلک د دوي لورته شول او د سيکيولر نظام څخه واوښتل، په ترکيه کې د عدالت ګوند مشر (د اسلامپالو ګوند دى) ترټولو ډير محبوب مشر دى، په ترکيه کې اتيا فيصده خلک د ده ملاتړي دي، د عدالت ګوند هم په تديجي ډول د اسرائيلو په مقابل کې ودريد او د فلسطين له خلکو سره د دوي کلک ملاتړي شول .
نن ورځ ترکيه د فلسطين هر ډول سياسي او مالي ملاتړ کوي، څو مياشتې مخکې د ترکيې له لوري د غزي محاصره خلکو ته د ازادۍ د کاروان په نامه په يوه لويه کښتۍ کې مرستې وليږلې چې په نړيوالو اوبو کې د اسرائيلو له لورې پرې حمله وشوه او په پاي کې څو ترکيان هم شهيدان شول او مرستې يې پرينښودې چې غزې ته لاړې شي .
له دي حادثې څخه وروسته د ترکيي لمړى وزير له اسرائيلو سره دښمني پيل کړه، هغه وويل نن ورځ تروريستان د يوه هيواد په څير راښکاره شوي، اسرائيل يو تروريست هيواد دي، دوي دې په دې وپوهيږي چې که د ترکيي دوستې مخلصانه ده دښمني يې هم آسانه نده .
همدا وه چې ترکيي خپل هوايې حريم په اسرائيلو بند کړ او په نړۍ کې يې د اسرائيل حقيقي بڼه چې د تروريزم ده ښکاره کړه او د نړۍ په ډيرو برخو کې حتى په اروپا کې هم د اسرائيلو په ضد مظاهرى وشوى، په ترکيي کې خو خلک دومره احساساتي و چې ويلې يې چې د اسرائيلو قونسلګري او سفارت ته اور اوچوو .
اوس نو اسرائيلو په اسلامي نړۍ کې خپل يواځېنې ملګرى هم للاسه ورکړ، تقريبا په سيمه کې اسرائيل داسې کوم حقيقي ملګرى نه لري .
د ترکيي د دې بدلون په اړه يو امريکايې ليکوال وايې: د ترکيي په څير سيکيولر او له اسرائيلو سره جوړ هيواد کې داسې يو بدلون لځانه سره دا پيغام لري چې اسرائيل به شل کاله ورسته امريکې ته کډه کوي، ځکه اسرائيل په سيمه کې هيڅ داسې کوم ملاتړ او ملګرى نلري، ترکيه چې د اسرائيلو په مقابل کې ودريده نو بل داسې کوم هيواد نشته چې له اسرائيل سره جوړ وي .
د صيونستانو د نامشروع دولت د زوال بله لويه نښه داهم ده چې کله د اسرائيل يو عسکر (شاليط) ونيول شې، لويې مظاهري کيږي او له دولت څخه پکې نارضايت ښودل کيږي، پداسې حال کې چې د فلسطين خلک د ژوند په ډيرو سختو شيبو کې له مقاومت سره ولاړ دي، دوى صبر کوي، اوس هم په فلسطين کې داسې خلک شته چې له کورنۍ څخه يې پنځه او شپږ کسه شهيدان شوي او دوي اوس هم د حماس سره ولاړ دي، په فلسطيني دولت کې داسې وزيران هم شته چې له کورنۍ څخه يې يو او دوه کسه شهيدان شوي، خو اوس هم دوي ولاړ دي او مقاومت کوي .
په ٢٠٠٦ز کال کې له حرب تموز څخه وروسته، پداسې حال کې چې ښايسته لبنان ړنګ و، ډير خلک شهيدان شوي و او ډير کورونه وران شوي و خو بياهم لبنانيان له حزب الله سره ولاړ و، په مقابل کې د حزب الله څو راکټونو صهيونستان دومره وارخطا کړي و چې په اسرائيل کې د (يدعوت احرنوت) په نامه يوي ورځپاڼې په خپله سروۍ کې چې له جګړې وروسته کړې يې وه وايې، په اسرائيل کې ايهود اولمرت ٧% د صدارت په چوکۍ کې د پاتې کيدو رائيه اخستې وه، يعنې اووه فيصده خلکو د ايهود اولمرت له لمړي وزارت سره موافق پاتې و! او د دفاع وزير امير باريتس ١% يو فيصد د دفاع په وزارت کې د پاتې کيدو رائيه اخستلې وه!!! .
په پاي کې ويلاي شو چې په سيمه کې داسې يو لوي بدلون د اسرائيل د غير مشروع او غاصب هيواد د اضمحلال پيغام لځانه سره لري .
د اسرائيلو د زوال يوه لويه نښه پدې وروستيو کې د امريکې له لورې د حزب الله په رسميت پيژندل هم دي، کله چې باراک اوباما د امريکې جمهور رئيس اسلامي نړۍ خپل پيغام په مصر کې وړاندې کاوه هغه ښکاره وويل: There is no negotiation table to the terrorist organizations .
د تروريستي ګوندونو لپاره د مذاکرې ميز نشته .
هغه په صراحت سره وويل: چې له حماس او حزب الله سره خبرې نه کوو .
دا چې اوس حزب الله په رسميت پيژني دا د دوي ماته ده، دا د حزب الله ځواک ښيي او دوي ته په لبنان کې په يوه قدرت قائل کيدل دي .
دا خبره په ٢٠٠٦ز کې د حزب الله مشر حسن نصرالله په مهرجان الانتصار کې وکړه، هغه وويل: اوس د ماتې وخت تير شو، د برياليتوبونو وخت راورسيد، اوس هغه وخت رارسيدلې چې دښمن به پکې زموږ سره معاهدې کوي او زموږ مقاومت ته په سيمه کې د يو ځواک په حيث قايل کيدل دي .






ویب بلاګ : awakening.bloguna.tolafghan.com