ورځپاڼو ته کتنه
نن د کابل چاپ ورځپاڼو د هيواد ځانګړي مسايل پخپلو مطالبو او تحليلونو کي رانغاړلي دي .
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼي د وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو په اړه په يوه مطلب کي په پاکستان هيواد کي د طالبانو د وخت د سفير خبري را اخيستي چي ويلي يې دي، وسلوال طالبان په دريم هېواد کي خبري اتري غواړي .
په مطلب کي د ملا عبدالسلام ضعيف له قوله زياته سوې چي د وسلوالو طالبانو سره د پخلايني دپاره دي څلور ګامونه واخيستل سي ، چي يو يې د دې ډلي په رسميت پېژندل دي .
خدمتګار خپله سرمقاله هم په همدې موضوع کښلې او ليکلي يې دي، چي پاکستان د طالبانو سره د اړيکو له پراختيا ويره لري.
په سر مقاله کي راغلي، پاکستان د طالبانو د خپل سرۍ او خپلواکۍ د ويري خپل استخاباراتي کسان په دغي ډلي کي ځاى کړي او په دې توګه ښايي د خبرو اترو دپاره د دوي د هر ګام په مخنيوي کي خپل رول ولوبوي .
ورځپاڼي د کابل په لوېديځ کي د مځکي پر سر د کوچيانو او هزاره وو ترمنځ د څو ورځي مخکي شخړي په اړه په يوه مطلب کي د کابل د امنيه قومندان دقوله ليکلي دي، چي د دې شخړي تر شا د سياسي کړيو او د ځمکي د مافيا لاس ؤ .
ملي ارمان :
ملي ارمان ورځپاڼي هم د خپلي نننۍ ګڼي په سرمقاله کي د همدې موضوع په اړه تبصره کړې ده.
ورځپاڼي د کابل په لوېديځ کي د يو شمېر خلکو د خوا د لاريون په ترڅ کي خلکو ته د اوښتو زيانونو په اړه معلومات ورکړي دي او ليکلي يې دي ، چي بلواګر بايد مجازات سي .
ملي ارمان ليکلي چي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت بايد په کابل ښار کي د دارنګه کړنو پر ضد چوپ پاته نه سي اوترسره کوونکي يې بايد د قانون منګولو ته را کش کړي .
ملي ارمان همدا راز په يوه بل مطلب کي په افغانستان او سيمه کي د تروريستي فعاليتونو په اړه تبصره کړې او پاکستان يې د دغو فعاليتونو مرکز بللى.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼي د ازادو سياليو د لاري د ولسوالانو د ټاکلو بهير څېړلى دئ او دا يې د پياوړي حکومتوالۍ د رامنځ ته کولو دپاره يو ښه ګام بللى .
هېواد د خپلي نننۍ ګڼي په سرمقاله کي ليکلي ، په افغانستان کي د حکومتوالي په برخه کي د سوو پرمختګونو سره سره، بيا هم تر اوسه پوري ډېرى ولسوالان د مصلحتونو، واسطو او ناسمو جوړ جاړيو د مخي ټاکل کيږي .
هېواد تمه ښودلې، چي په ازموينه کي د ازادو سياليو د پروګرام په پلي کېدو سره به د مصلحتونو او واسطو دې لړۍ ته د پاي ټکى کښېښودل سي.
ويسا:
ويسا ورځپاڼي پخپل لومړي مخ کي د افغانستان د تيرو شاوخوا نهو کلونو په جګړه کي افغان او بهرنيو سرتيرو ته د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه يو مطلب خپور کړى او په غټ سرليک کي يې ليکلي، چي په افغانستان کي دوه زره بهرني سرتيري وژل سوي دي .
په مطلب کي راغلي، ناټو هڅه کوي چي د خپلو سرتيرو تلفات را کم کړي خو بيا هم هره ورځ د يوه يا څو تنو بهرنيو سرتيرو د وژل کېدو خبر ورکول کيږي .
ورځپاڼي ليکلي دي چي د روان مېلادي کال د پيل راهيسي په افغانستان کي څلور سوه دېرش تنه بهرني سرتيري وژل سوي دي .
ويسا همدا راز په يوه بل مطلب کي په افغانستان کي سياسي رهبرۍ د ستونزو موضوع څېړلې. په مطلب کي راغلي په افغانستان کي د يوې ملي سياسي رهبرۍ د نستوالي ستونزه له هر اړخه پر ځاى پاته ده او د همدې امله د هېواد ستونزي هم پر خپل ځاى پاته دي .