کور / تازه خبرونه / كندهار: ۱۷۰۰۰ كيلوګرامه كيمياوي مواد و نيول سول

كندهار: ۱۷۰۰۰ كيلوګرامه كيمياوي مواد و نيول سول

تيره ورځ د تر غرمې ورسته د 3:00 بجو پرمهال دكندهار ولايت په ګمرك رياست كي د كندهار ولايت دكشفي پوليسو له لوري په يو مازدا موټر كي چي پاكستاني پليټ يې درلودى 17000 اولس زره كيلو ګرامه ځاى پرځاى سوي چاوديدونكي كيمياوي توكي ونيول سول.

ياد چاوديدونكي توكي په پنځه كيلويې ډبو كي د اچارو او رنګ په نوم په ډير ماهرانه ډول ځاى پرځاى سوي وه ، وړاندي تر دې چي د ورانكاره اعمالمو د ترسره كولو په موخه يې كندهار ښار ته داخل كړي د پوليسو له لوري كشف او تر لاسه سول.

كندهار ښار ته د 17000 اولس زره كيلو ګرامه چاوديدونكو كيمياوي توكو د واردولو په جرم چي د پاكستان د كويټي ښار څخه يې راوړل څلور تنه هر يو( طيب، نورشاه، محمد حنيف او محمد قسيم) نيولي چي اوس تر پوښتنو ګرويږونو لاندي دي.

د 404 ميوند زون قومندان پاسوال محمد شفيق فضلي د پوليسو دا لويه لاسته راړونه وستايل او وويل(( دښمن غواړي چي هر راز تكتيكونه و ازمايي خو خوشبختانه د كندهار ولايت ويښ پوليسو له لوري وړاندي تر دې چي د دولت ضد مخالفين خپل هدف ته ورسيږي د دوى هر ډول جوړه كړې دسيسه شنډيږي چي ښه مثال يې د اچارو او رنګو په ډبو كي د 17000 كيلو ګرامه چاوديدونكو كيمياوي توكو ځاى پرځاى كول وو.))

همدرانګه ښاغلي فضلي وويل چي د دولت ضد مخالفينو غوښتل چي د روژې مباركي مياشتي كي د همدې چاوديدونكو توكو په كارولو سره د كندهار پر ولسي خلګو باندي يوځل بيا لكه د تير كال د رورژې د څلرمې شپي د وير ماښام جوړ كړي، نو په همدې خاطر زموږ ټول كشفي ارګانونه دا هڅه كوي چي د د ښمن هر راز دسيسه شنډه كړي.

دكندهار ولايت ټول امنيتي ارګانونه دا هڅه كوي ترڅو د خپلو ولسي خلګو لپاره ډاډمن امنيت تامين كړي.

تيره ورځ تر غرمې ورسته د 4:00 بجو پرمهال د كندهار ولايت د پنجوايې ولسوالى د ولي كلي په مربوطاتو كي د يو لړ تصفيوي عملياتو په ترڅ كي درې تنه د دولت ضد مخالفين وژل سوي او دوه تنه ټپيان سوي دي، ټپيان سوي مخالفين د لا زياتو معلوماتو د لاسته راوړلو په موخه د آيساف ځواكونو له لوري دځان سره بيول سويدي.