حاجي ملاترخېل : ولسمشر دي موضوع ژر تر ژره حل و فصل کړي
ولسي جرګه کې د کوچيانو کډوالو چارو رئيس حاجي ملا تره خیل کوچی چې ددوهم ځل دپاره يې د کوچيانو د حلقې څخه ځان کانديد کړى په يوه خبري ناسته کې د تېرې ورځې پېښه چې د هزاره ګانو او کوچيانو ترمنځه د کابل په دار الامان سيمه کې رامنځته شوې وه نوموړې پېښې غندنه وکړه او دغه شخړه يې د کوچي قوم سره يو ظلم او زياتى وبللو، حاجي ملاترخېل زياته کړه چې هزاره ګان دې د داسې ناوړو پېښو څخه ډډه وکړي، د کورنيو چارو وزارت او ولسمشر حامدکرزى دې دا موضوع زر تر زره حل و فصل کړي.
حاجي ملاترخېل زياته کړه چې په تېره شوې پېښه کښې د کوچيانو دوه سوه څلوېښت کورونه سوزول شوي، ديارلس کوچيان زخميان، دوه تنه شهيدان، درې نيم سوه څاروي هم تلف شوي دي، د يادونې وړ ده چې روان کال د غويي د مياشتې وردګو ولايت د بهسودو ولسوالۍ کې هم د هزاره ګانو او کوچيانوتر منځ درنې شخړې رامنځ ته شوې وې خو افغان دولت د دغه پېښو په اړه جدى ګام نه پورته کړي.