سالنګی : هر پښتون چي په مخه درځي وژنئ يې !
د کندز ولايت د خان اباد په ولسوالۍ کې پرون يکشنبه د پښتنو د ترور او وژنې سلسلې په دوام يو بل پښتون ځوان هم په شهاد ت ورسيد، په ګور يې رڼا روح يې ښاد.
د ياد ولسوالۍ يو قومي مشر اغا ګل او ميوند ساپي د پيښې پخلى وکړ او وويل، چې نوموړى ځوان ميرويس نومېده. چې د خان اباد ولسوالۍ د چاريکاريانو د کلي اوسيدونکى و.
د نوموړي قومي مشر په خبره چې دلته په پښتنو باندې د زور زياتي جګړه شپږ مياشتې کيږي روانه ده، زرواكان سلوال خپلو شومو موخو ته د رسېدو په خاطر د سيمې پر پښتنو تحميليږي او په دې وسيله قومي شخړو ته لمن وهي. نوموړي قومي مشر زياته کړه، چې د تاجک اورپكو مشري بصير سالنګي او مير عالم کوي او ټول تاجکان يې په سپکو او درنو وسلو سمبال کړي او ورته ويلي يې دي چې هر پښتون په مخه درځي ويې وژنئ تر څو دوى مجبوره او د سيمې پريږدلو ته اړ شي.
د دغسې يوې اورپكې ډلې مشري په نوموړې سيمه كې نويد نامى په غاړه لري او د شپږو مياشتو په در شل کې يې نهه بې ګناه پښتانه شهيدان کړي چي پرون يکشنبه يې يو بل بې ګناه ځوان هم د دوى تعصبونو ښكار او په شهادت يې ورساوه، چې په دې سره نوموړې سيمه كې د بې ګناه انسانانو وژنې شمېر لسو ته ورسېد.
د يادولو وړ ده چې ياد شوي تاجکان د اربکيانو تر نامه لاندې يوازې او يوازې د خلكو ځورولو او وژلو لپاره ګومارل شوي دي چې په څه ډول پښتانه د سمې پرېښودلو ته اړباسي.