کور / تازه خبرونه / په يوه هديره کي د ماين چاودني ٢٥ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په يوه هديره کي د ماين چاودني ٢٥ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هلمند ولايت مقام څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د سنګين ولسوالۍ د ساروان کلا په لويه هديره کي د يوې جنازې د مراسمو په وخت کي د ماين چاودنه سوې چي له امله يې پنځه تنه وژل سوي او شل نور ژوبل سوي دي . چاودنه هغه وخت رامنځ ته سوې چي کله خلک د يوې مېرمني وخاورو ته په سپارلو بوخت ول چي چاودنه رامنځ ته سوې چي يادو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې . په خبرپاڼه کي د پيښي پړه پر طالبانو اچول سوې خو طالبانو تر اوسه نه د يادي چاودني مسئوليت پر غاړه اخستى او نه يې د حکومت د دې ادعا په اړه څه ويلي دي .